المـجـاهـدة الأفـغـانـيـة


Гео и язык канала: не указан, не указан
Категория: не указана


راځئ چې په ګډه سره د اسلامي نظام د پايښت لپاره د خپل وس مطابق هڅې وکړو او د کفري او طاغوتي لښکرو په وړاندې د تورې او قلم پر مټ جهاد او مبارزه وکړو. د خاورې د آزادۍ تر څنګ فکرونه هم له غلاميو او پرديو مفاهيمو آزاد کړو او د عسکري او فکري جګړې بری ترلاسه کړو

Связанные каналы

Гео и язык канала
не указан, не указан
Категория
не указана
Статистика
Фильтр публикаций


نننۍ اندلس
✍فاطمه حجاز
د اندلس کیسه د اسلامي نړی د تاریخ هغه برخه ده، چې پیل یې په شور، شوق او ولوله شوی او پای یې په سړو اسوېلو او تړمو اوښکو. اندلس یا نننۍ اسپانیا او پرتګال د مسلمانانو په اووه سوه کلن حاکمیت کې تر خپل عروج ورسېد، په علم، صنعت، طبابت او معماری کې د اندلس سیال نه وو؛ دا وخت اندلس په اروپا کې د تورې دورې ټغر ورټول کړ، او په اروپا کي یې د علم ډېوې بلې کړې. په نړی کې د لومړي ځل لپاره فاطمه فهري د اندلس اوسېدونکې دلته پوهنتون جوړ کړ. ویل کیږي چې د چاپ ماشین هم د لومړي ځل لپاره د اندلس مسلمانانو جوړ کړ خو د نه پاملرنې له امله کلونه وروسته له منځه لاړ. د اندلس جراحان او طبیبان د شهرت خاوندان وو کله به چې ارواپایی پادشاهان له خپلو طبیبانو ناهیلي شول د امید سترګې به یې د اندلس د طبیبانو پر لور وې. اندلس ښکلې زړه راښکونکې او نقاشي شوې ودانی لرلې تر دې چې د اندلس د مسلمانانو پر وړاندې تر ټولو بېچاره او بدبخته کس هغه ړوند وو چې د دې ښایستونو له لیدلو محروم پاتې شوی وو.
خو نن اندلس له موږ پردی دی، نن هلته مسلمانان محکوم دي نه حاکم، نن اندلس له هغو هېوادونو څخه دی چې د مسلمانانو نفوس پکې ډېر کم دی چې تعداد یې سل زره نفرو ته رسیږي. د اندلس د مسلمانانو شمېر د امریکا د یو ایالت د مسلمانانو له شمېر څخه هم کم دی، یوازې د امریکا د ډالاس ایالت د مسلمانانو شمېر د اندلس د مسلمانانو په اندازه دی په داسې حال کې چې مسلمانانو په ډالاس کې حکومت هم ندی کړی خو په اندلس کې مسلمانانو اته پېړی حکومت وکړ.
په اندلس کې د اسلام له سقوط څلور سوه کاله کیږي خو آیا کله مو هم له ځانه پوښتي چې اسلام ولې په اندلس کې له منځه ولاړ؟ د اندلس د آزادولو فکر خو لا خیال کې هم نه لرو.
صلیبی استعمار په اندلس کې له نظامي جنگونو څخه وروسته د مسلمانانو په شړلو او تبعیدولو پیل وکړ او هغوی چې پاتې شول د کلیساگانو په پټو محکمو کې په ظلم او وحشت سره ووژل شول. وروسته د فردیناند عسکرو د اسپانیا او فرانسی له نورو سیمو عیسویان راوستل او په اندلس کې یې میشت کړل.
کله چې وروستي حاکم ابو عبدالله د الحمرا کونجیانې د فردیناند عسکرو ته سپارلې په سترگو کې یې اوښکې راډنډ شوې، مور یې وویل د نارینه وو په شان دې ونه ساته اوس د ښځو په شان پرې ژاړه.
نن بیا تاریخ تکراریږي خو موږ عبرت نه اخلو، د پروني اندلس دردونه مو لا ندي کرار چې زموږ په یو بل زخم فلسطین کې د اندلس کیسه تکراریږي. نن که فلسطین د نارینه وو په شان ونه ساتو سبا به د ښځو په شان پرې وژاړو. یهودان په زور او جبر د مسلمانانو ځمکې غصبوي او له کورونو یې شړي خو اسلامي نړی د غفلت په خوب ویده ده.
نن بیا په اندلس کې اتل موسی بن ابی غسان د کفر د تورو پر وړاندې یوازې دی خو مسلمانان د فلسطین درد د هغو خلکو درد بولي چې له دوی په زرګونه کیلومتره لیرې دي خو آیا د عقیدې په قلمرو کې دا فاصلې کوم ځای لري...؟!


د اسلام دښمنان ښځه د جګړو د محور په حیث استعمالوي او خپل شیطاني پلانونه د هغې په واسطه عملي کوي ځکه ښځه کولی شي هغه نسلونه وروزي چې دوی ترې وېرېږي او کولی شي په خپلو زامنو کې د اتلولۍ او سرښندنې مینه راوټوکوي.
نو له همدې امله یې په ښځینه قشر کې د فساد د رامنځته کولو او د دوی د بې لاره کولو پخه اراده وکړه څو مسلمانان له مېړنیو اتلانو، رهبرانو او سترو شخصیتونو څخه بې برخې کړي.
د استعمار، موسوني صحیونستانو او الحادي ډلو ستر هدف د مسلمانو کورنیو بې لارې کول او د هغو د جرړو ویستل دي، چې دا هرڅه د اخلاقي کړیو په ماتولو او په ټولنه کې د شهوت پرستۍ په رواجولو سره کېږي.
نو ښځه په دغه ډګر کې د دوی ستره موخه ده ځکه د هغې عاطفه په ډېره آسانۍ سره زخمي کېدی شي او د هر څه تر اغېزې لاندې ډېر ژر راتللی شي. لکه څنګه چې د موسوني رهبرانو یو رهبر ویلي: پر موږ لازمه ده چې مسلمانه ښځه تر خپل لاس لاندې راولو او په هغې ورځ چې دې موږ ته خپل لاس راکړ نو موږ به بری ترلاسه کړی وي. همدارنګه یو بل کس ویلي: یو د شرابو جام او یوه ښکلې ښځه د محمد په امت کې تر زرو جنګیالیو ډېر اغېزمن دي نو محمدي امت د شهوت پرستۍ په مینه کې ډوب کړئ.
د تبشیر یو مبشر وایی چې بیشکه تاسې په مسلمانانو کې داسې یو نسل وروزلو چې نه له الله تعالی سره خپله اړیکه پېژني او نه هم غواړي چې دغه اړیکه وپېژني ، مسلمان مو له اسلام څخه ویستلی خو تر اوسه لا مسیحیت ته نه دی ننوتلی.
د دې هر څه په پایله کې اسلامي نسلونه د استعماري ارادو مطابق را لوی شول، داسې نسلونه چې د خپلو مسؤولیتونو ادا کولو ته هېڅ پاملرنه نه کوي، راحت او سوکالي خوښوي، خپل ټول وخت د شهوت او خوندونو په کارونو کې تېروي او که کوم لوی مرکزونه د چا د خدمت لپاره جوړېږي نو د شهوت پرستۍ په خدمت کې به وي.
د صهیونستي حکیمانو په یو پروتوکول کې راغلي چې موږ باید په هر ځای کې د اخلاقو د له منځه وړلو لپاره کار وکړو څو هر چېرته برلاسي و. فرویډ په موږ باندې احسان کړی او د ده پر مټو به جنسي اړیکې د لمر په رڼا کې ترسره کېږي څو د ځوانانو په نظر کې څه پاتې نه شي او جنسي غریزې دوی ته تر ټولو خوندور او مهم کار وبریښي او دا به هغه وخت وي چې اخلاقي کړۍ یو په بل پسې ماتې شي.
دغو ډلو د ښځې د آزادۍ غوښتلو نارې را اوچتې کړې، اسلامي ټولنې یې په دې تورنې کړې چې د ښځې د آزادۍ پر وړاندې د اسلامي ارزښتونو په نوم خنډونه را اوچتوي. او دغه جګړه یې د ښځې د آزادۍ غوښتلو په نوم د اسلام د له منځه وړلو په موخه پیل کړه.
« هغو کسانو چې دغه نارې یې اوچتې کړې د دوی اصلي موخه د ښځې آزادي او ژغورنه نه ده بلکې د دوی اصلي موخه د اسلام له منځه وړل او په اسلامي ټولنو کې د ښځو بې لاره کول دي».
دوی په خپلو پلانونو کې بریالي شول او ښځه د دوی نارو ته تسلیم شوه. دوی ښځه د آزادۍ او تمدن په نومونو وغولوله څو خپل ستر مسؤولیت او لویه دنده هېره کړي هغه دنده چې د اسلامي نسل روزل و.
او په دې سره اسلامي ټولنې له سترو روزونکو او رباني میندو څخه بې برخې شوې.

📚اتله مور شه!


آيا دا حرامه نده چې يو ماشوم 12 کاله زده کړې وکړي, شپږ کاله په ابتدائيه ښوونځي او شپږ کاله په متوسطه او ثانوي ښوونځي کې تېر کړي او له فارغېدو وروسته په هغه کې د نارينتوب يوه ځانګړنه هم نه شي ليدل کېدی! سبحان الله! دا څرنګه روزنه او تربيه ده؟ رسول الله ﷺ او د هغه صحابه کرام چېرته تربيه کېدل؟
12 کاله د دې لپاره کافي دي چې له ماشوم څخه پياوړی او تکړه رهبر, مجاهد, عالم, مفتي, محدث, فقيه, د نحوې او ژبې پروفيسور جوړ کړي. تاسو د علماوو ژوند ليکونه ولولئ چې په څو کلنۍ کې د فتوا, علم, حفظ, جهاد او دعوت مقام ته ورسېدل؟
#شيخ_سفر_الحوالي


Репост из: کانال مجـღــاهدی🏳
✅ من صلاح الدین ایوبی را صدا نمیزنم بلکه او را تربیت خواهم کرد
☆☆☆☆☆☆☆☆☆☆☆☆☆

🔹 برای فتح بیت المقدس صلاح الدین ایوبی را فریاد نزنید صلاح الدین ایوبی بر نمیگردد. زنان میتوانند هزاران بار صلاح الدین زنده بکنند برای آزادی قدس از دور دست به دعا نباشید قدس را آزاد کنید شما ای پدران و ای مادرانی که محبت صلاح الدین ایوبی در قلب های شما جوانه زده است و اکنون برایش بی قراری میکنید در دامان خودتان فاتحان را تربیت کنید و برای آزادی سوریه بفرستید زنان و مردان بی نوای سوریه همواره شما را صدا میزنند و فریاد میکشند برای اینکه از ما مادران امید دارند تا فرزندان دلیرمان را برای فتح او از چنگال کفار بفرستیم ای شیر زنان اسلام خداوند گوا است آن دخترانی که زیر دست و پای صلیبیون خبیث له شده اند آنها امید دارند تا فرزندان شما برای رهایی آنها همت بکنند

🔸 در دامان خودمان مرغ های خانگی تربیت نکنیم فرزندانمان را بفرستیم برای نجات بیت المقدس و او را آزاد کنیم بیت المقدسی که مسجد پیامبر است او را برای سربازان نجس صلیبی نگذارید تا پاهای نجس خود را در آن بگذارند ای مادران مسلمان در روز قیامت شما مسئول هستید شما ها مشاهده میکنید قدس از دست میرود و مردم فلسطین به تنهای از او دفاع میکنند شما ها میبینید که مردم سوریه در عذاب اند کودکان در عذاب اند هیچ جای دنیا آنقدر ظلم و ستم نشده است که در قدس، فلسطین، سوریه، مصر و یمن شده است. مگر آن کودکان فرزند شما به شمار نمی آیند ای پدران آن دخترانی که به آنها تجاوز میشود دختران و ناموس شما به شمار نمی آیند ای برادر مگر آن مادرانی که برای حفظ عفت و حجاب خود باید محاکمه بشوند و به آنها تجاوز بشوند مادران شما نیستند

🔹 چگونه خیال شما راحت است چگونه شب ها سر به بالش میگذارید چگونه چشم بر هم میگذارید در حالی که میدانید قدس امانت رسول الله (صل الله علیه وسلم) در دست کفار است. ای زنان شجاع مسلمان، ای زنان افغان حال نوبت شما است، حال آن شیر مردانی را روانه بیت المقدس بکنید که بیست سال پیش روانه کردید برای اعلاء کلمة الله و حفظ دختران افغان حال نوبت دختران سوریه و فلسطین است، پدران ما در مساجد با گریه و فغان فریان میکشند کجاست صلاح الدین ایوبی بفرستید فاتحان خود را تا قدس را نجات دهند. فانوس جهاد را در افغانستان خاموش نمکنید زیرا در هر جای جهان که ظلم چیره بود آنجا باید مجاهد باشد و هر جا که مجاهد باشد باید جهاد باشد ای مادران ای شیر زنان در دامان خود زن تربیت نکنید و ای پدران به فرزندان تان بزدلی را آموزش ندهید و ای پسران همانند رعد و برق بر سربازان کثیف صلیبی کابوس باشید ای مجاهدین ای کسانی که چندین سال را برای آبادی کشور خودمان کوشیدید ما نمیخواهیم جهاد توقف کند هنگامیکه قدس ناله کند ما آرام نیستیم وقتیکه خواهران ما بخاطر عفت و حجابشان در آزار و اذیت باشند خواب برای ما حرام است.

🔸 به تمام دنیا نشان دهید آنچه که مال مسلمانان باشد مال آنها باقی میماند همانند بیت المقدس آن مکانی است مخصوص که از سرور کائنات برای ما به امانت مانده است بیت المقدس را دریابید پرچم محمد رسول الله (صل الله علیه وسلم ) را در بیت المقدس بلند کنید خورشید فتح باید در بیت المقدس فلسطین سوریه مصر و یمن و...... طلوع بکند، آن هم توسط مجاهدین فی سبیل الله توسط آن مادرانی که شب و روز میکوشند تا فرزندانی تربیت کنند و آنها را برای اعلاء کلمة الله روانه راه الله بکنند ای شیر زنان و ای شیر مردان بیت المقدس منتظر فرزندان دلیر و شجاع شما هست نگذارید (قدس) از دست برود زیرا بیت المقدس یادگار رسول الله (صلی الله علیه و سلم) است....


زموږ جاهلان د غرب څخه د وارد شویو افکارو نه متاثر شي بیا وطن کې د دې افکارو د خپرولو لپاره په خپلو هېوادوالو پسې راواخلي.
تر هغې چې د پردیو افکارو د ترویج مخه مو نه وي نیولې دې هېواد کې به له ناخوالې وروسته بله ناخواله راځي.
#ف.حجاز


سي آى اې په پنجشير کې.pdf
122.1Мб
سي آى اې په پنجشير کې.pdf


کۀ مونږ مات شو، د اذان غږ به وانۀ ورئ!
دا د تاريخ يوه دردؤنکې جمله ده. مشهور هسپانوي مؤرخ "انتونوياګوپيدا" ليکي: کله چې مونږ پر اندلس د صليب توغ لګاوۀ، د دې خاورې وروستی مسلمان جنګيالی "موسيٰ بن ابي غسان" تر وروستۍ سلګۍ وجنګېدۀ او د دې لپاره چې جسد يې صليب پال سپک نۀ کړي، زخمي ځان يې د "زونيل" څپو ته واچاوۀ. د هغۀ سره پدې مبارزه کې يؤ بل سړی هم مؤجود ؤ، چې پر همدې سهار يې زوی ته ويلي ؤ:
زويه، کۀ ماښام رانغلؤ او مونږ مات شو، د اذان غږ به وانۀ ورې!
هغۀ رښتيا ويلي ؤ، زونيل سيند اوس هم د الحمراء لۀ دنګې ماڼۍ راتېرېږي، قرطبې جماعت اوس هم د عظمت مرموزه افسانه ده خو، د اذان ژبه ګونګه ده.


‏په شرعیاتو پوهنځي کې اسلام نه تدریسیږي بلکې په داسې ډول د اسلام ریښې وهل کیږي چې نه استاد پرې پوهیږي او نه محصل.
#ف.حجاز


‏مسلمان ته له هر علم زده کولو وړاندې د عقیدې زده کړه مهمه ده.
نن که زموږ هر سرتیري د معاصر کفر اشکال پېژندلی, هر یو به د فکري جګړې سپاهی او اتل وو.


‏هر کله چې غرب درڅخه راضي شو, پخپل ایمان له سره کتنه وکړه.
ځکه د الله تعالی کلام دروغ کېدلی نشي: وَلَنْ تَرْضَى عَنْكَ الْيَهُودُ وَلَا النَّصَارَى حَتَّى تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ


‏غرب که هر څومره د اسلامي نړی د عقایدو, اصولو, افکارو او مفاهیمو د له منځه وړلو لپاره هڅې وکړي بیا هم نشي کولی.
دوی به د فکري آزادی غوښتنې حرکتونه وځپی وټکوي بندي به یې کړي وبه یې وژني.... خو هیڅکله یې خښولی نشي.


‏د ارګ او محراب شلېدلې اړیکه د رغېدو پر لور❤


أمتي كنتِ ومازلتِ إلى
منتهى الأيامِ خير الأمم


🏳 اې زما امته! ته په ټولو امتونو کې تر ټولو غوره امت وې او لا به هم تر ټولو غوره وې.

أخرجت للناس سقيا رحمةٍ
وشموسًا أشرقت في الظلمِ

🏳 ته د دې لپاره راغلی يې چې خلک د رحمت په اوبو باندې خړوب کړې او ته د هغه لمر په څېر يې چې په تورو تيارو کې راخيژي.

اصطفانا الله من بين الورى
وكفى الفخر بأنّا ننتمي

🏳 دا زموږ لپاره لوی وياړ دی چې الله تعالی موږ د خلکو له منځه غوره کړي يو.

مركب النصر مضى لمجدهِ
كن عليه عند رفع العلمِ


🏳 د بري لښکر د خپلې سرلوړۍ په خوا روان دی نو د هغه د بيرغ په هسک ساتلو کې ورسره يو ځای شه!

أمتي قومي وكوني شعلةً
قبلةُ العُرب وقصدُ الأعجم

🏳 اې زما امته! پاڅېږه او د اور د لمبې په څېر شه! د عربو قبله او د عجمو هدف شه!

واستمري أمةً واحدةً
وبحبل الله هيّا اعتصمي


🏳 او د يو متحد امت په څېر روان شه! او د الله تعالی په رسۍ باندې منګولې ولګوه!

✍🏻 المـجـاهـدة الأفـغـانـيـة




‏امریکا په ډېر درب رواني جنګ پیل کړی دی خو په مقابل کې زموږ یوازې د ټویټونو باران زده دی, ملي راډیو ټلویزیون کې هر څوک هره خبره کولی شي, اتلانو غږ راډیو کې کری ورځ ترانې وي.
د دې ولس ذهنیتونه خپلول په کار دي او د ټولنیز ذهنیت خپلول نبوي منهج او سیستماتیک پلان غواړي.
معمولا د‏مسلمانانو عادت دی چې پر دښمن ورځي هم پرې ورهه کړي او چې ترې راځي هم ترې راهه کړي خو غربیان هم د راتګ لپاره او هم د بېرته تګ لپاره پلان او پالیسي جوړوي.


پاتې برخه... 👇🏻
او دغه حدیث:«إذا بلغت المرأة المحیض فلا یصح أن یری منها إلا وجهها وکفیها» یعنې: «ښځه چې کله حیض ته ورسېږي نو جواز نه لري چې پرته له مخ او لاسونو څخه د هغې (بل غړی) ښکاره شي»، دا حدیث خالد بن دریک له عایشې رضي الله عنها څخه روایت کړی او له هغې څخه یې اورېدلی نه دی نو حدیث منقطع شو [أعله ابو داود والبیهقي وغیرهم] او بل دا چې دغه حدیث په لمانځه کې د ښځې د جامو په اړه دی نه د هغې د حجاب په اړه.
او په پای کې وایو چې د څلورو واړو امامانو کتابونه زمونږ مخې ته پراته دي، هېڅ داسې نص پکې نشته چې د ښځې د مخ ښکاره کول دې جایز وبولي او څوک چې د دوی پیروان دي نو د دوی اقوال د امامانو اقوال نه بلکه خپل اقوال یې دي.

پوره مقاله دلته ولولئ: http://feedproxy.google.com/~r/nunnasia/~3/SPbLewlgHk4/


📝 د څلورګونو امامانو په نزد د شرعي حجاب حکم
✍🏻 شيخ عبد العزیز الطریفي


هغه تېروتنې چې امام ابو حنیفه، امام مالک او امام شافعي (رحمهم الله) ته د ښځې د مخ د لوڅوالي په اړه راجع کېږي، په داسې حال کې چې نه امام ابو حنیفه، نه امام مالک او نه امام شافعي (رحمهم الله) د ښځې د مخ لوڅوالي ته په ښکاره ډول اشاره کړې بلکه د دوی اقوال د لمانځه، احرام او ظهار په احکامو کې بیان شوي دي نه د ښځې د مخ په لوڅوالي کې او د دوی له متن یا نص څخه د نوې معنا لپاره دلیل اخیستل کېږي.
ټول هغه اقوال چې په تېروتنې سره د ښځې د مخ د لوڅوالي په اړه امام ابو حنیفه، امام مالک او امام شافعي (رحمهم الله) ته راجع کېږي، دغه اقوال په حقیقت کې د امام ابو حنیفه، امام مالک او امام شافعي نه دي بلکه د حنفي، مالکي او شافعي مذهب د فقهاوو اقوال دي.
موزعي الشافعي وایي: «امام ابو حنیفه، امام مالک او امام شافعي (رحمهم الله) یوازې په لمانځه کې د عورت په اړه غږېدلي».
د کلونو په اوږدو کې مې د امام ابو حنیفه، امام مالک او امام شافعي (رحمهم الله) کتابونه او د دوی مسئلې لوستي مګر ما د دوی له خوا داسې څرګند قول نه دی لیدلی چې د مخ ښکاره کول جایز وبولي بلکه لا یې ټینګار پرې کړی مګر د دوی پیروانو بیا جایز بللی.
شافعي په «الأم» کې وایي: «إن طافت بالنهار سدلت ثوبها علی وجهها» یعنې: «که د ورځې په اوږدو کې ګرځي نو باید په مخ باندې جامې راښکته کړي». که څه هم د احرام لرونکې ښځې د مخ پټول د هغه په نزد منع دی مګر هغه دغه ممنوعیت لغو کړی ځکه د حجاب په وجوب باندې ټينګار کوي.
درې واړه امامان په لمانځه کې د ښځې د عورت په اړه وایي: «کلها عورة إلا وجهها وکفیها» یعنې: «ټوله عورت ده مګر پرته له مخ او لاسونو څخه». خو دغه عبارت په لمانځه کې د ښځې د جامو په اړه دی نه د هغې د حجاب په اړه.
امام مالک په «المدونة» کې وایي: «لغیره النظر إلی وجهها...» یعنې: «د دې لپاره چې بل څوک د هغې مخ ته وګوري...». دغه قول د ظهار په مسئله کې بیان شوی او مراد یې دا دی چې په ظهار کې د هغه چا لپاره د ښځې د مخ لیدل منع نه دي، چا چې مخکې هغه لیدلې وه او د واده پیوند په خپل ځای پاتې کېږي، ته او هغه چا چې له ظهار څخه مخکې یې هغه لیدلې وه اوس یې هم لیدلی شي.
د احرام په حالت کې د ښځې د نقاب حرمت داسې حکم لري لکه د احرام په حالت کې چې په سړي باندې پطلون حرام شوی او دغه د احرام په حالت کې حرمتونه دي او د حجاب او جامو احکام نه دي.
صحابیاتو او تابعیاتو به حتی د حج په موسم کې له سړیو څخه خپل مخونه پټول، عایشه رضي الله عنها وپوښتل شوه چې ښځه به خپل مخ څه ډول پټوي؟ هغې د خپل پړوني کښتنۍ څنډه راواخیسته او خپل مخ یې ورباندې پټ کړ او دغه صحیح روایت دی [أخرجه مسدد في مسنده].
امام مالک له هغې احرام لرونکې ښځې څخه فدیه ساقطه کړې چې له سړیو څخه خپل مخ پټوي او فدیه د انتخاب له مخې د یو مباح عمل لپاره نه ساقطېږي ځکه چې فدیه واجب ده [البیان۱۳\۴].
هغه تېروتنه چې د ښځې د مخ د لوڅوالي په اړه درې واړو امامانو ته منسوبېږي، د مسئلې په اصل کې نده. موزعي الشافعي وایي: «ما أظن أحدا من الأئمة الأربعة یبیح للشابة أن تکشف وجهها لغیر حاجة» یعنې: «ګومان نه کوم چې یو له څلور ګونو امامانو څخه د ښځې د مخ لوڅوالی پرته له کومې اړتیا څخه جایز وبولي».
موزعي الشافعي په أحکام القرآن کې وایي: « د اوسنۍ او پخوانۍ زمانې په هر دور کې ټولو خلکو په همدغه عمل کاوه، زړې ښځې ته یې د مخ د لوڅولو اجازه ورکوله مګر ځوانې ښځې ته د مخ د لوڅولو اجازه نه وه او هغه یې عورت او منکر باله، نو د دوو آیتونو تر منځ د جمعې وجه او د هغو تېروتنه درته ښکاره شوه چې ښځې ته پرته له کومې اړتیا د مخ لوڅوالی جایز بولي، سلف او امامان لکه امام ابو حنیفه، امام مالک، امام شافعي (رحمهم الله) او نور یوازې په لمانځه کې د عورت په اړه غږېدلي، امام شافعي او امام مالک وایي: «پرته له مخ او لاسونو...» او ګومان نه کوم چې یو له دوی د ځوانې ښځې د مخ لوڅوالی پرته له کومې اړتیا جایز وبولي او هېڅ ځوان هلک ته روا نده چې پرته له کومې اړتیا څخه ښځې ته وګوري [تیسیر البیان لأحکام القرآن (۲/۱۰۲)].
د خثعمیة په حدیث باندې استدلال کېږي چې د ښځې د مخ ښکاره کول جواز لري، په مسند کې په صحیح روایت سره له ابن عباس څخه روایت دی چې پلار یې هغه نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته د واده کولو لپاره وړاندې کړه، او په دغه حالت کې د مخ لوڅوالی جواز لري نو د فضل بن عباس نظر یې واړاوه او د هغه (نبي کریم صلی الله علیه وسلم) پاتې شو.
ادامه...👇🏻


Репост из: موحدین |پشتو
لوری!.pdf
161.7Кб
📚لوری!

🔹لیکوال: علی طنطاوی
🔸ژبارونکی: خدیجه وردک

🌸 @ASPFD500


د مسيح د ميلاد ورځ په دقيق ډول ثابته نده او تر ننه پورې د اورټوډوکس او کاتوليک تر منځ اختلافات روان دي, دوی خپل کتاب له تحريف او بدلون څخه ونه شو ژغورلی نو د کتاب د خاوند (مسيح) د ميلاد ورځ به څنګه ثابته وساتي؟
#شيخ_عبدالعزيز_الطريفي


له زندان څخه د بندي ښځې خلاصون تر سړي واجب دی, ځکه سړی په خپل ځان او دين باندې وېرېږي خو ښځه په ځان, دين او عزت باندې وېريږي. او هر څومره چې د يو زنداني اغېز تر نورو زيات وي نو له نورو زندانيانو مخکې د هغه خوشي کول اړين دي.
#شيخ_عبدالعزيز_الطريفي
#FREE_AAFIA

Показано 20 последних публикаций.

237

подписчиков
Статистика канала