📝 د څلورګونو امامانو په نزد د شرعي حجاب حکم
✍🏻 شيخ عبد العزیز الطریفي
هغه تېروتنې چې امام ابو حنیفه، امام مالک او امام شافعي (رحمهم الله) ته د ښځې د مخ د لوڅوالي په اړه راجع کېږي، په داسې حال کې چې نه امام ابو حنیفه، نه امام مالک او نه امام شافعي (رحمهم الله) د ښځې د مخ لوڅوالي ته په ښکاره ډول اشاره کړې بلکه د دوی اقوال د لمانځه، احرام او ظهار په احکامو کې بیان شوي دي نه د ښځې د مخ په لوڅوالي کې او د دوی له متن یا نص څخه د نوې معنا لپاره دلیل اخیستل کېږي.
ټول هغه اقوال چې په تېروتنې سره د ښځې د مخ د لوڅوالي په اړه امام ابو حنیفه، امام مالک او امام شافعي (رحمهم الله) ته راجع کېږي، دغه اقوال په حقیقت کې د امام ابو حنیفه، امام مالک او امام شافعي نه دي بلکه د حنفي، مالکي او شافعي مذهب د فقهاوو اقوال دي.
موزعي الشافعي وایي: «امام ابو حنیفه، امام مالک او امام شافعي (رحمهم الله) یوازې په لمانځه کې د عورت په اړه غږېدلي».
د کلونو په اوږدو کې مې د امام ابو حنیفه، امام مالک او امام شافعي (رحمهم الله) کتابونه او د دوی مسئلې لوستي مګر ما د دوی له خوا داسې څرګند قول نه دی لیدلی چې د مخ ښکاره کول جایز وبولي بلکه لا یې ټینګار پرې کړی مګر د دوی پیروانو بیا جایز بللی.
شافعي په «الأم» کې وایي: «إن طافت بالنهار سدلت ثوبها علی وجهها» یعنې: «که د ورځې په اوږدو کې ګرځي نو باید په مخ باندې جامې راښکته کړي». که څه هم د احرام لرونکې ښځې د مخ پټول د هغه په نزد منع دی مګر هغه دغه ممنوعیت لغو کړی ځکه د حجاب په وجوب باندې ټينګار کوي.
درې واړه امامان په لمانځه کې د ښځې د عورت په اړه وایي: «کلها عورة إلا وجهها وکفیها» یعنې: «ټوله عورت ده مګر پرته له مخ او لاسونو څخه». خو دغه عبارت په لمانځه کې د ښځې د جامو په اړه دی نه د هغې د حجاب په اړه.
امام مالک په «المدونة» کې وایي: «لغیره النظر إلی وجهها...» یعنې: «د دې لپاره چې بل څوک د هغې مخ ته وګوري...». دغه قول د ظهار په مسئله کې بیان شوی او مراد یې دا دی چې په ظهار کې د هغه چا لپاره د ښځې د مخ لیدل منع نه دي، چا چې مخکې هغه لیدلې وه او د واده پیوند په خپل ځای پاتې کېږي، ته او هغه چا چې له ظهار څخه مخکې یې هغه لیدلې وه اوس یې هم لیدلی شي.
د احرام په حالت کې د ښځې د نقاب حرمت داسې حکم لري لکه د احرام په حالت کې چې په سړي باندې پطلون حرام شوی او دغه د احرام په حالت کې حرمتونه دي او د حجاب او جامو احکام نه دي.
صحابیاتو او تابعیاتو به حتی د حج په موسم کې له سړیو څخه خپل مخونه پټول، عایشه رضي الله عنها وپوښتل شوه چې ښځه به خپل مخ څه ډول پټوي؟ هغې د خپل پړوني کښتنۍ څنډه راواخیسته او خپل مخ یې ورباندې پټ کړ او دغه صحیح روایت دی [أخرجه مسدد في مسنده].
امام مالک له هغې احرام لرونکې ښځې څخه فدیه ساقطه کړې چې له سړیو څخه خپل مخ پټوي او فدیه د انتخاب له مخې د یو مباح عمل لپاره نه ساقطېږي ځکه چې فدیه واجب ده [البیان۱۳\۴].
هغه تېروتنه چې د ښځې د مخ د لوڅوالي په اړه درې واړو امامانو ته منسوبېږي، د مسئلې په اصل کې نده. موزعي الشافعي وایي: «ما أظن أحدا من الأئمة الأربعة یبیح للشابة أن تکشف وجهها لغیر حاجة» یعنې: «ګومان نه کوم چې یو له څلور ګونو امامانو څخه د ښځې د مخ لوڅوالی پرته له کومې اړتیا څخه جایز وبولي».
موزعي الشافعي په أحکام القرآن کې وایي: « د اوسنۍ او پخوانۍ زمانې په هر دور کې ټولو خلکو په همدغه عمل کاوه، زړې ښځې ته یې د مخ د لوڅولو اجازه ورکوله مګر ځوانې ښځې ته د مخ د لوڅولو اجازه نه وه او هغه یې عورت او منکر باله، نو د دوو آیتونو تر منځ د جمعې وجه او د هغو تېروتنه درته ښکاره شوه چې ښځې ته پرته له کومې اړتیا د مخ لوڅوالی جایز بولي، سلف او امامان لکه امام ابو حنیفه، امام مالک، امام شافعي (رحمهم الله) او نور یوازې په لمانځه کې د عورت په اړه غږېدلي، امام شافعي او امام مالک وایي: «پرته له مخ او لاسونو...» او ګومان نه کوم چې یو له دوی د ځوانې ښځې د مخ لوڅوالی پرته له کومې اړتیا جایز وبولي او هېڅ ځوان هلک ته روا نده چې پرته له کومې اړتیا څخه ښځې ته وګوري [تیسیر البیان لأحکام القرآن (۲/۱۰۲)].
د خثعمیة په حدیث باندې استدلال کېږي چې د ښځې د مخ ښکاره کول جواز لري، په مسند کې په صحیح روایت سره له ابن عباس څخه روایت دی چې پلار یې هغه نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته د واده کولو لپاره وړاندې کړه، او په دغه حالت کې د مخ لوڅوالی جواز لري نو د فضل بن عباس نظر یې واړاوه او د هغه (نبي کریم صلی الله علیه وسلم) پاتې شو.
ادامه...👇🏻