آنس حقاني


Гео и язык канала: не указан, не указан
Категория: не указана


دشعرونوچينل

Связанные каналы

Гео и язык канала
не указан, не указан
Категория
не указана
Статистика
Фильтр публикаций




لاس یي تړلی شي احساس یي څوک تړلی نشي
ژوندی ضمیردچاسینه کي څوک وژلی نشي

شاعردی ډیرمحترم انس حقاني حفظه الله

ترنم کړی قاري محمد خالد منعَم

@anas1134


د ورک منزل خوشبو / أنس حقاني

د مایوسۍ په سیند کې غرق د امید څنډه غواړي
بخته هر څوک دې د شین خال غوندې په ټنډه غواړي

د هجر سرو غرمو وهلی هغه پورې ژڼی
تږی مین دي د وصال د اوبو ډنډه غواړي

هغه پتنګ شي او شهید شي ستا د نور په  ډېوه
څوک چې تر یاره پوري تللې لاره لنډه غواړي

کلیوال دښتو ته وتلي دعاګانې کوي
نور د فتنو هڅه په دې وطن کې شنډه غواړي

د بدبختۍ ټاپه په خپله په خپل بخت ووهي
په چاپلوسي چې له شاهانو څخه ونډه غواړي

ستړیه زړګیه زه د ورک منزل خوشبو حس کوم
له کنډو هغې خواته بریښي یوه منډه غواړي

په کنایو استعارو اشارو نه پوهیږي
انس د غرونو دی،  خبره ښه بربنډه غواړي


اواز:مولوي حکمت الله حاکمي
مولوي اخترمحمدبهارمستغفر
طالب عاقب قادري
:شاعر:مهتاب


اواز:مولوي محمدامين حيدري مولوي اخترمحمدبهارمستغفر




بدري استشهادي ځواک
د سولې او مقدسې جګړې اتلان
څرنګه چې د دوولسیزو په اوږدو کې عموماً او د تیر کال په اوږدو کې خصوصاً د افغانستان اسلامي امارت تاریخي سیاسي او پوځي سوبې ترلاسه کړې اشغالګر قوتونه اړ شول چې د اشغال د اختتام تړون د نړیوالو په لاسلیک کړي.
د افغانستان اسلامي امارت فرهنګي کمیسیون د منبع الجهاد خپرندویه ادارې د دې سوبو په ویاړ د صلاح الدین ایوبي معسکر څخه د روزل شویو استشهادي ځوانانو د روزنې څو په زړه پورې صحنو څخه (د سولې او مقدسې جګړې اتلان) په نوم اصدار چمتو کړی چې ټول ۹ دقیقې او (۴۸ ) ثانیې وخت په بر کې نیسي.
د اصدار منځپانګه د استشهادیانو په تدریب او پیغامونو راڅرخي.
او په پای کې د افغانستان اسلامي امارت مرستیال الحاج خلیفه سراج الدین حقاني حفظه الله له نوې وینا څخه لنډه خو مهمه برخه وړاندې کیږي.
هیله ده ستاسو درنو مینوالو خوښ شي.
ويديو سايټ کې د پوسټ لينک
http://ieavideo.com/?p=8048

اعلی فارمټ 500 ام بی
http://www.alemarah.org/wp-content/uploads/Video/Manbauljihad-Studio/Da-Soly-Awwo-Jagri-Atalan/Da-Soly-Awwo-Jagri-Atalan-HQ.mp4
Archive Link
https://archive.org/details/da-soly-awwo-jagri-atalan-hq


متوسط فارمټ 270 ام بی
http://www.alemarah.org/wp-content/uploads/Video/Manbauljihad-Studio/Da-Soly-Awwo-Jagri-Atalan/Da-Soly-Awwo-Jagri-Atalan-MQ.mp4

Archive Link
https://archive.org/details/da-soly-awwo-jagri-atalan-mq


ضعیف فارمټ 90 ام بي
http://www.alemarah.org/wp-content/uploads/Video/Manbauljihad-Studio/Da-Soly-Awwo-Jagri-Atalan/Da-Soly-Awwo-Jagri-Atalan-LQ.mp4
Archive Link
https://archive.org/details/da-soly-awwo-jagri-atalan-lq


سست مخلص!
http://azamnews.com/?p=92964
لیکنه: انس حقاني

د ځینو خلکو احساس ویښ وي، د کار د ترسره کولو لپاره ښه اخلاص او شوق هم لري؛ خو سره له دې بیا هم کار نه شي کولی او کار کولو ته وارخطا وي. که یې کوي، نو په مات زړه کار کوي، خپل مسوولیت د مسوولیت په توګه نه تر سره کوي، بلکې یوازې یې له غاړې اړوي.
دا ځکه چې د دوی په احساس او اخلاص د نفس سستي تکاسل غالب شوی وي او دا دومره بده ناروغي ده چې د هر پرمختګ لاره تړي، نه پوهیږم داسې کس ته به سست مخلص ویل مناسبه وي کنه؟ ځکه چې اخلاص سستي نه مني او سستي بیا د اخلاص په مخ کې خنډ دی.
د داسې شخص عقل ډیرې اړتیاوې هم محسوسوي، د نوموړي د زړه اخلاص د دې غوښتنه کوي چې کار په ښه شوق او لیوالتیا ترسره شي خو د نفس سستیا یې لاسونه او پښې تړلي وي، د مقصودي کارونو ترسره کولو ته یې ملا ور ماته کړې وي او په غیر مقصودي کارونو یې اخته کړی وي.
کله یې چې کوم ناصح متوجه کړي د کار اهمیت، ضرورت او فائدې ورته په ګوته کړي، نو سمدستي یې احساس له ځایه په خوځیدو شي او اخلاص یې په څپو شي، د کار د ترسره کولو لپاره کلک هوډ وکړي، خو دا هرڅه د یو څو شیبو او لږ وخت لپاره وي.
ډیر زر یې بیا د اخلاص لاسونه د سستۍ په زنځیر وتړل شي، د شوق ګلونه یې بیرته مړاوې شي او بیرته پخوانۍ لټي ته مخه کړي. د لټۍ او سستۍ غټ لامل د ثبات او استقامت نشتوالی دی، داسې شخص استقامت نه لري او له خپل نفس سره یې مجاهده نه وي کړي، یوازې په قلبي اخلاص هم څه نه کیږي، بلکې له نفس سره مجاهده ډیره ضروري ده، زه چې کله ځینې کسان کوم کار ته هڅوم، نو له ډیرو یو او بل عذر اورم او په اخیر کې راته وایي چې ته دعا راته کوه، له سستی سره مخ یم.
دعا به کوو، خو چې ته حرکت و نه کړې، په نفس دې زور را نه وړې، یوازې په دعا هم څه نه کیږي، نارینه باید متحرک وي د هغه لپاره ساکن پاته کېدل او مسوولیتونه شاته پريښودل د هغه د ناکامي لاره ده.
ویل کیږي چې پر کوم هیواد کفارو یرغل وکړ نو عالمانو د دې پر ځای چې د دفاع لپاره تورو ته لاس کړي ځوانان راویښ کړي، یوازې یې ورپسې اوراد او وظائف شروع کړل، پایله دا شوه چې دوی ټول یې ژوندي ونیول، له دعا سره عمل هم اړین او لازم دی.
سستي یو بد مرض دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم هم د الله جل جلاله څخه له دې ناروغۍ پنا غوښتې ده.
د سستۍ نه د خلاصون غوره لاره دا ده چې که انسان په خپل نفس لږ زور راوړي، نو ډیر سخت کارونه هم کولی شي او خدای جل جلاله یې ورته اسانه کوي.
انسان باید د ځان لپاره د ورځنيو کارونو د ترسره کولو لپاره مهالوېش جوړ کړي، د هر څه لپاره دې وخت معلوم کړې. یو څو ورځې دې د مهالوېش په کلکه داسې پابندي او اهتمام وکړي، لکه څنګه چې د پنځه وخته لمانځه اهتمام کوي. نو ډیر ژر به دا عمل ورته اسان شي او طبعي عادت به یې وګرزي. ان شاءالله
داسې فکر هم باید وکړي چې د کار په تعمیل کې زما ګټې او خیرونه دي او په فوت کیدو کې مې نقصان دی. بیا د دغو ګټې او نقصان ته هر وخت په لوی او ژور نظر وګوري، نو دا فارموله هم په راتلونکي کې د نفسي سستۍ د حاکمیت مخه نیسي او د اخلاص واکمنۍ ته لار هواروي. له نفس سره د مجاهدې یوه جامع طریقه چې له دې موضوع سره هم اړخ لګوي له حضرت عمر ابن عبدالعزیز رحمه الله څخه زده کړئ.
له عمر ابن عبدالعزیز رح څخه چا پوښتنه وکړه چې زه کله وغږیږم؟ ده ورته وویل، چې کله دې خاموشی ته زړه وشي. سائل وویل، چې کله خاموش شم؟ ده وویل، چې کله دې غږیدا ته زړه وشي. که دغې نقطې ته پام وکړو ډیر څه ترې زده کولی شو. انسان باید همداسې مجاهده وکړي د نفسي خواهشاتو مخه دې ونیسي، په ځان دې زور راوړي او د سستۍ هغه زنځیرونه دې مات کړي چې نفس د انسان جوارحو ته اچولي دي او د هغه د پرمختګ او ارتقاء مخه یې نیولې ده.


بې تاجه پاچاهي / أنس حقاني

مونږه پوهیږو او په عقل مو خواري کړې ده
مونږ د مرګ ژوند په کش مکش کې زنده ګي کړې ده
.
له جګړې پرته مو په ډېرو زړونو راج کړی دی
مونږ ملنګانو تل بې تاجه پاچاهي کړې ده
.
په توجه مو کلک فولاد د زمانې اوبه کړل
مونږ د کاملو أولیاؤ مریدي کړې ده
.
مونږ د جګړو او د جرګو میراثي پوهه لرو
په هر ډګر مو د هر چا سره سیالي کړې ده
.
د هر آزمون ځنځیر مو مات دی د ایمان په توره
نیک بخت تکبیر مو له تدبیر سره سیالي کړې ده
.
مونږ هم د زهرو غړپ ورکړی په عسلو کې دی
هر چا چې مونږ ته اراده د چالاکي کړې ده
.
د زړه سکون، د ژوندانه خوښي بایللې هغو
أنسه چا چې له خپل دین بې پرواهي کړې ده


د (اولسي مشاعرې) دوهمه برخه
د مشاعرې دوهمه برخه چې د نازک خیال شاعر انس حقاني په شمول ګڼو شاعرانو خپل په زړه پوري شعرونه د مشاعرې برخوالو ته اورولي دي، د عزم وېب پاڼې له یوټیوب چینل نه یې مخامخ اوریدلی او ډاونلوډ کولای شئ
https://youtu.be/eoW9yIk5A0w




ستا د سترګو کرامت دی

شاعر: انس حقاني




انس حقاني؛ نېک پال
https://www.nunn.asia/?p=180206
محمد امين حیدري

د حقاني صاحب (رحمه الله) کورنۍ لکه څنګه چې ورسره په کار وه تودې ولولې یې د اعداد، جهاد او استشهاد ډګرونو کې وځلېدلې، د شهادتونو اميلونه یې په غاړه کړل، د بند سختې يې وزغملې، د قربانۍ او ایثار له صف څخه نه وروسته، نه ناهيلې او نه زړه نازړه شول.

خو انس حقاني یې له شعر او ادب سره هم پیوند ونښلاوه، شعر د پیغام رسونې غوره لاره ده، هنر دی، ذوق خړوبوي، فکرونه قانع کوي او د ځان یې ملګري کوي، ښه یې ښه دي، بد یې بد او ځینې یې حکمت دي، په افادیت یې سترګې نشي پټېدلای، په فکري تسخير کې اغیزمنه وسيله ده، اسلام کې یې هم عمر له عهد رسالت سره سم دی، سلفو صالحينو، متقدمينو، او متأخرينو ټولو څخه په هر دور کې بهترین اشعار رانقل شوي دي، په جهاد، علم، تقوی، ریاضت، زهد او د جامعې په اصلاح بلکې په هر اړخ کې اوس هم له دوی څخه ډېر مشهور اشعار تکراریږي.

د انس حقاني هم یو نیم شعر چې په خواله رسنیو کې نشر شي، سترګې مې پرې يخې شي، په فني او مسلکي لحاظ اګر که زه خپله د شعر په اړه لازم معلومات نه لرم، مګر د ذوق، مضمون او محتوی له مخې که وارزول شي، د شاعر په روښانه ليدلوري دلالت لري، په ډېر کمال او هنر د شعر له ژبې څخه هم د سیاست هم د ادب، هم د افادې او هم د استفادې کار اخلي، لکه چې وایي:

چې لیدلوری د انسان څومره محدود وي
نو هماغسې وړوکی یې مقصود وي

هيڅ مسلک له اختلافه خالي نه وي
مـسـلکیانو کې حسد فطري موجود وي

چاپلوسان ترخپل هدف رسېدای نشي
د چاپلوس خواهش په هر دربار مردود وي

نوموړی چې د طالبۍ دوره یې له تکميل تېره او په اصطلاح وړې دورې ته ورسوله مخکې تردې چې د فراغت او فضيلت پګړۍ په سر کړي، د انسان خورو انسانانو د غدر او وحشت ښکار شو، په ډېر کم عمر له ډېرو سترو پېښو سره مخامخ شو، ۵ کاله یې د کابل توقیف خانو او د بګرام په بند کې تېر کړل، د اعدام له اخطارونو سره مخامخ شو، دا جلا خبره وه چې په تقدير کې یې د اعدام په ځای د عزت خلاصون لیکلی و؛ خو د بند دې ۵ کلنې دورې یې په ارادې، استعداد، مطالعې او شعري ځواکمنتيا مثبت اغېز وکړ.

په سیاسي ماحول کې هم د انس حقاني وجود ثابته کړه چې دوی هم په جهاد او هم په سوله کې د حقاني صاحب رحمه الله د خط پيرو دی.

د اسلامي امارت دوه لسیزې جهادي مبارزه چې په قربانیو ولاړ ده، اتلولۍ، نصرتونه او کرامتونه دي، بې له شکه چې ډېر ستر او بې ساری تاریخ دی، لیکل غواړي، خوندي کول غواړي، مدافعين غواړي، تر نسلونو رسول غواړي، د دې لپاره چې په ځوانه طبقه کې د کومو استعدادونو ضرورت دی، انس حقاني هم د هغو له جملې څخه دی، په علم، سیاست، سوله، شعر او ادب کې ډېرې هيلې ورپورې تړلې دي، زه یې په نېک پال نيسم، امید لرم چې د خپلو اسلافو په لار به قدم په قدم وړاندې ځي.

ان شاء الله


د درد په بیه / أنس حقاني

د چا له سترګو مي په سترګو کې تصویر اخیستی
مین په حسن یم له میني مې تأثیر اخیستی
.
وجد نیولی یم بې هوشه یم بې واکه یمه
ماشوم زړګی مې چا په دوو لپو کې ګیر اخیستی
.
زه د مخلوق له بندګي نه فطرتي باغي یم
نفسه په څه دې د هوس راته ځنځیر اخیستی
.
دا چې نه ځان او نه جهان ویني بس هيڅ نه ویني
د خود خواهي پردو نظر له دې ضمیر اخیستی
.
له سر تر پایه ټول پردي شول عجیبه لوبه ده
چا په پیسو پاچا اخیستی چا وزیر اخیستی
.
مه کړه بې ځایه شکایت له ظاهري اسبابو
تقدیر چې کله د چا نوم درته په ویر اخیستی
.
د هجر لاره ده د مصر تر پلازمیني تللې
ما د یوسف له هره خوبه دا تعبیر اخیستی
.
أنسه ستا د تخیل باز به عنقا شي آخر
د درد په بیه دې لوی فکر په تدبیر اخیستی




شرف کړي هېر له انسان


اواز: مولوي محمدامين حیدري
شاعر: انس حقاني

Показано 17 последних публикаций.

517

подписчиков
Статистика канала