د ورک منزل خوشبو / أنس حقاني
د مایوسۍ په سیند کې غرق د امید څنډه غواړي
بخته هر څوک دې د شین خال غوندې په ټنډه غواړي
د هجر سرو غرمو وهلی هغه پورې ژڼی
تږی مین دي د وصال د اوبو ډنډه غواړي
هغه پتنګ شي او شهید شي ستا د نور په ډېوه
څوک چې تر یاره پوري تللې لاره لنډه غواړي
کلیوال دښتو ته وتلي دعاګانې کوي
نور د فتنو هڅه په دې وطن کې شنډه غواړي
د بدبختۍ ټاپه په خپله په خپل بخت ووهي
په چاپلوسي چې له شاهانو څخه ونډه غواړي
ستړیه زړګیه زه د ورک منزل خوشبو حس کوم
له کنډو هغې خواته بریښي یوه منډه غواړي
په کنایو استعارو اشارو نه پوهیږي
انس د غرونو دی، خبره ښه بربنډه غواړي