محمد علیم بسمل


Гео и язык канала: не указан, не указан
Категория: не указана


دغه چینل د مولانا محمد علیم بسمل په اجازه د هغه د مخلصو ملګرو له خوا پر مخ وړل کیږي.

Связанные каналы

Гео и язык канала
не указан, не указан
Категория
не указана
Статистика
Фильтр публикаций


ماښام ماښام له دې کوڅې اوس هغه نه راوځي
د دغه کور لۀ دروازې اوس هغه نۀ راوځي

يو پاک الله به پرې خبر وي ای زخمي زړګيه!
لۀ خندا ډکه خولۀ به چېرته ناسته وي زړګيه*

بس چې هرځای وي پۀ هغې دې سلام ورسيږي
زما پۀ ښکلې ګلبشرې دې سلام ورسیږي

ماته چې هرښکلي خندلي خدای دې اجر ورکړي
دې هم پۀ مينه راکتلي خدای دې اجر ورکړي

پۀ سخت بمبار کې به هم دا زما پۀ زړۀ ورېده
دبګرام تور جېل کې به هم زما پۀ زړۀ ورېده

زۀ ګنهګار ومه د حورو د قيمت نۀ ومه
مجاهد وم، خو پۀ ارمان د شهادت نۀ ومه
………………………………………

*يو پاک الله به پرې خبر وي
له خندا ډکه خولۀ به چېرته ناسته وينه


دښکلو عشق کې نزدې کفر ته وتلي وو موږ
خو مګر دوی راسره هيڅ مسلماني ونکـــړه
#بسمل


دخره ټکی اختلاف چا سره نشته
ښو او بدو باندې څۀ کوي خو خر دی

انسانیت پۀ غوږو نۀ ده ای بسمله!
انسانیت خو نوم د فکر او نظر دی




غـــــږ: زینت الله ځیرک
شاعر: محمدعلیم بسمل

د سپي شنې سترګي خالي خالي لګیږي
او د غم لۀ خوبه پټې پټې کیږي

د څښتن د کور قلف شوي ورۀ ته پروت دی
ماشومان نشته دی چغې یې یادیږي

دا کوڅې او خاموشي هم سوله غواړي
نور پۀ دې وطن کې سپي هم سوله غواړي

ربه سولې مو بلها غشي خوړلي
دغه ښکلې شاه لیلی غشي خوړلي

زمونږ سوله د حمزه غوندې شهیده
پۀ سینه یې دری اویا غشي خوړلي

چا غوڅ کړی ترېنه زړۀ او چا یې سر دی
او د جنګ هندې ژوؤلی ترې ځیګر دی

نور نږدې ده چې مارغان خبري وکړي
او د وران افغانستان خبرې وکړي

لرې نۀ ده چې دوی ووایي جنګ بس دی
او د سولې د ارمان خبرې وکړي

ای بسمله! ونو هم مرمۍ خوړلي
څانګې ماتي دي او ځالې رالویدلي

👇👇👇


يو خوا ته عشق د پيښور بل خوا مجبوره مين!
د تـــــورخم بندې دروازې کې سړى څۀ ووايي؟




غــــږ: زینت الله ځیرک
شاعر: محمدعليم بسمل

د ستا پۀ ياد ژوندى دى، ښه نو څنګه يې کوې؟
آشنا دا خو زړګى دى، ښه نو څنګه يې کوې؟

جګړه ده، وطن وران دى، لیلا پيغله؛ زۀ بګرام کې
همدغه مو تندى دى، ښه نو څنګه يې کوې؟

پۀ خاورو خو مې خداى که پېرزو کېږې زوانيمرګه!
يه ښکليه خو مرګى دى، ښه نو څنګه يې کوې؟

پوهيږمه چې ښکلي کبرجن دي، عشق ګناه ده
زړګى خو لېونى دى، ښه نو څنګه يې کوې؟

نو وژنې يې چې ولې ملا شوخ شعرونه وايي
بسمل دغسې شى دى، ښه نو څنګه يې کوې؟
👇👇👇




غــــږ: بشيراحمداحمدي
شاعر: محمدعليم بسمل

کبر دې نۀ کیږي توبه لۀ ناشکري ملګرو
څو مې چې مور مړه ده ژوند خوند نۀراکوي ملګرو
کۀجنت هم وي خو چې مور دې پکې مري ملګرو
ورکه دنیا شه که فاني ده که باقي ملګرو

دنیا فاني وه، اوس یې نوره هم مزه ولاړه
مورکۍ مې مړه شوله پۀ کومه دروازه ولاړه

بې موره هم دنیا ودانه ده خو خوند نۀ کوي
زندګي هغسې روانه ده خو خوند نۀ کوي
زړۀ مې پۀخپل ځای مګر مینه مې ژوندۍ پاتې ده
ګلبشره هم راباندې ګرانه ده خو خوند نۀ کوي

ګرانو ملګرو د ځواني مزه اوبو یوړه
لاړه زما د زندګي مزه اوبو یوړه

د مور راتګ خونې ته ځان ته یو کېفیت درلود
د دروازې غږ د جنت د ساز لذت درلود
چې ګرانه مور به راسره پۀ دسترخوان ناسته وه
وچې ډوډۍ به هم د شاتو حلاوت درلود

د زندګۍ شیبې اوس هغسې پۀشرنګ نه راځي
ماته د مور په شماره باندې اوس زنګ نه راځي

څۀ زهرجن ترخه وختونه مې یوازې تېر کړل
غرونه درانۀ درانۀ غمونه مې یوازې تېر کړل
چې زړه مې غوښتل هغه شعر هم خیال په لاس رانکړ
د بې مورۍ د داغ دردونه مې یوازې تېر کړل

بسمله خپلې شاعرۍ ته مې هم قار راشي
دا نازک خیال به مې نو څۀوخت کې پۀکار راشي
👇👇👇


السلام علیکم ورحمة الله
ملګرو دا چینل هم درسره خوښ کړی او په اخلاص یی درسره نشر کړئ ډیر جالب جالب شعرونه درته نشر کوي👆👆👆






یوې حــوري له یو کونجـه غــږ راوکړ
جنتي بچیش! دنیا کې څه کیسې وي

غــــــږ : الشیخ نوبهار همت
شاعــر : محمد عليم بسمل

👇👇👇


Audio from مبشر غـزنـوي


غــــــږ : بشیر احمد احمدی
شاعــر : محمد علیم بسمل

ستړی شوی وم زیاتــي را باندې بوج وه
زړه مې مات و عاشُقـي را باندې بوج وه

👇👇👇




لۀ توکله په نارو یو، دا زرې نه ده کمیس دی
چُپ! کنه په دوو پیسو يو، دا زرې نه ده کمیس دی

اوس خو ټول په دې پوهیږو، چې غوا توره پۍ یې سپینې
بس مقصد چې سره پوه یو، دا زرې نه ده کمیس دی
#بسمل
👇👇👇


ځینې وايي چې جهاد پۀ موږ فرض نۀ دی
مطلب دا چې پۀ سړو کې زکات نشته

موږ د سر پۀ زکات ویاړو ای بسمله!
کتاب وايي چې پۀ خرو کې زکات نشته
#بسمل


ضمیر مې نه مني، چې بل پوستکی واغوندمه
نۀ شم کوی چې ځان د ځینو پۀ شان وپړسوم

بسمله! خلک د انسان پۀ شکل پير نۀ مني
زۀ اوس حیران یمه، چې څنګه خپل ځان وپړسوم؟

Показано 20 последних публикаций.

1 963

подписчиков
Статистика канала