سرفراز/دلرېش😍
لکه وتی دشپیلۍ تر خولې اواز یم
راوتلی ومــــیدان تــــه دغماز یم
دجانان دیــــدن ته ځم دسر په بیه
که سوم مړ او که ژوندی یمه ممتاز یم
نه ټپوس او نه شاهین یم چې لوړ نځم
زه یاغي باغي دتورو غرونو باز یم
دسپیڅلي پاکي میني حُب مې زړه کې
دناپاکــــي رابطې ســــره ناساز یم
حقیقي عِشَق مې ټول وجود کې ګرځي
روی ګردانه له ناحق او له مجاز یم
دخپل یار دسپین رخسار کریشمې لولم
پټ ملپوشه په عجیبه نیاز او راز یم
دلرېش هرڅه که ناکام سم آن که مړ یم
بیا هم وایم چې تر هرچا سرفراز یم
لکه وتی دشپیلۍ تر خولې اواز یم
راوتلی ومــــیدان تــــه دغماز یم
دجانان دیــــدن ته ځم دسر په بیه
که سوم مړ او که ژوندی یمه ممتاز یم
نه ټپوس او نه شاهین یم چې لوړ نځم
زه یاغي باغي دتورو غرونو باز یم
دسپیڅلي پاکي میني حُب مې زړه کې
دناپاکــــي رابطې ســــره ناساز یم
حقیقي عِشَق مې ټول وجود کې ګرځي
روی ګردانه له ناحق او له مجاز یم
دخپل یار دسپین رخسار کریشمې لولم
پټ ملپوشه په عجیبه نیاز او راز یم
دلرېش هرڅه که ناکام سم آن که مړ یم
بیا هم وایم چې تر هرچا سرفراز یم