دلرېش وفادار


Гео и язык канала: не указан, не указан
Категория: не указана


السلام علیکم
ګلونو ملتیاپالو مخکنی چېنل مې
دلاسه ووتی همدلته به سره غواړو
له څارني مو نړۍ مننه
دتبادلې لپار
@Delrishwafadar2

Связанные каналы

Гео и язык канала
не указан, не указан
Категория
не указана
Статистика
Фильтр публикаций




نوې ډیکلومه

کسر
پوهېږم راپسې دي سو ازار دسترګو توره

اواز دمحترم
خاکسار درد
شاعر
دلرېش وفادار




*دشهید شمس الشهداء*
*مـلااخـــــــترمحمد* *منصور تقبله الله*
د6 تلین په مناسبت
دادب ڂــوکرښی
قـــــــــصر
جمال یی ووڂهره کی اوکمال یی استعداد کی
منصور نڔی کڔه فلجه لوی جلال یی استعداد کی
اواز....
*مولوی صمیم اغا مظهری*
شعــر...
*دلـــــــــریش*
ترتیب..
الزاهد استودیو
❣️https://t.me/Same0mazhri


دلرېش🙏

زما یاران دښار په سترګو بلد
زه دصحراء لیونی څه پوهېدم

دڅنګ ملګرو به زما پلې وهلې
خو زه غریب یې په راز نه پوهېدم

دومره ماران مې وه ساتلي ځانته
وو ډیر ناوخت چې کله وه پوهېدم

دلرېش ویل خدای به یې سم کړي راته
کنه اکثـــرو باندي ښـــه پوهېدم


زغم/دلرېش وفادار

زه دخپل وجود یم ستړی
کله غم پر اوږو وړمه
کله زغم راسره مل وي
کله زغم پر اوږو وړمه

ستړی ستړی له وختونو له دردونو له یادونو
له اهونو له زخمونو له بې کاره پرهرونو
مات باڼه سترګو کې.وړمه
ستا ماتم پر اوږو وړمه

زور دمیني قئ کړم.ویني دخوښۍ شېبې کمچیني
اوښکي هم شولې سنګیني له دردو مې سترګي سپیني
په غرمو دعِشَق سوځم
ارمان هم پر اوږو وړمه

له فراقه یم بې واکه تاک له تاک دبدن ځواک مې
ډیر بې واک شو له زغم پاک شو هغه خپل وجود خپلواک مې
دخپل هیلو جنازې مې
دم په دم پر اوږو وړمه

دځوانۍ زور مې کمزور شو بل پرې اور دمحبت دی
دجانان دفراق شپې دي زړه سینې کې راته کت دی
اې خوښیو خفه نشئ
چې مو کم پر اوږو وړمه

نه مې خپل زړکی ارام شو نه مې خپل نصیب ګلفام شو
ژوند خراب نوم مې بدنام شو هر ارمان راته ناکام شو
دلرېش خپل دژوندون سره
هجر سم پر اوږو وړمه


یوځل بیا🙏

دبې غیرتودي رب ملا ماته کړي
تر غــیرتي ملـــګرو دود سپېلنی

تر افغاني طالب ملنګ لالي دي
دعـــــربانو هر نمرود سپېلنی

ښکلیه جانانه رب دې ساته راته
ستا نظر مات شه زما وجود سپېلنی

دلرېش دې ځار شم تر دا تورو سترګو
بیا دي تر سترګو کړه اسمود سپېلنی


دشِعَر شاپیرۍ مې عیاشي نکوي اوس
دفکر پر لوحه مې نقاشي نکوي اوس

تردومره دجانان پر نوم ترځان یمه تیر سوی
چې یو رقیب مې مخته بدماشي نکوي اوس

دلرېش خپل ځان منلی دی دیاد په زبیښنګرو
بیخي یوه کړنلار ددرد وحشي نکوي اوس


دزړه سوې رګونو کې مې ویني حُلُول نکړي
دغم کرونده ګرو مې دزړه پولي نیولي

دمیني غځېدلي ښار کې ګرځم نابلده
دحسن دوکګرانو راته ښه پولي نیولي

پترۍ دشونډو خورمه ګزاره کوم قربانه
دهجر سرو تڼاکو مې پرخوله پولي نیولي

دلرېش دشوخ چشمانو په دیدن اموخته سوی
ده هم دعشق پر لاره څه ناڅه پولي نیولي


.


. العصر خپرندويه اداري لخوا وړاندي کیږي
نوی ترانه خوندور طرز کی
زړونه قیمتي نشوه مخونه قیمتي شوله

گډترنم! معاذالله معاذ
اوعبدالرازق سالم

شاعردلرېش وفادار
#العصردترانو_سترمرکز
https://t.me/alasar_7855


غزل /دلريش وفادار

یا داخلګ لیوني یا دی زما ژوندون خراب
یا دمیني نه یم زه یا غلط مې انتخاب

عِشَق سراسردی درد عِشَق سراسر عذاب
محبت کول ګناه محـبت کول ثواب

ساه اخلم په اضطراب ترسینې مې وزي تاب
مینتوب کړمه کباب آن په ویښو وینم خاب

دستا حسن لاجــــواب دا لا پټ دی په حجاب
نه شـــغله یې دافتاب نه جلوه یې دمهتاب

ستادسترګو له ګرداب دی لوېدلی یو جناب
دایوځل یې کړه کامیاب تررګو یې څاڅي ناب

خپل دلرېش دي کړپردی ورڅه جوړشو لیونی
لامبوزن بیخي ندی غرق دمیني په دریاب


. العصر خپرندويه اداري لخوا وړاندي کیږي
نعت نبوي شريف
صلی الله عليه واله وصحبه وسلم

دلمروړانګي دي په حسن کي ړندې دي
دالاتاودي ترسپين مخ اوياپردې دي

شاعردلرېش صيب
ترنم کړی قاري محمدخالدمنعم
#العصردترانو_سترمرکز
https://t.me/alasar_7855


Репост из: Alasar channel










سرفراز/دلرېش😍

لکه وتی دشپیلۍ تر خولې اواز یم
راوتلی ومــــیدان تــــه دغماز یم

دجانان دیــــدن ته ځم دسر په بیه
که سوم مړ او که ژوندی یمه ممتاز یم

نه ټپوس او نه شاهین یم چې لوړ نځم
زه یاغي باغي دتورو غرونو باز یم

دسپیڅلي پاکي میني حُب مې زړه کې
دناپاکــــي رابطې ســــره ناساز یم

حقیقي عِشَق مې ټول وجود کې ګرځي
روی ګردانه له ناحق او له مجاز یم

دخپل یار دسپین رخسار کریشمې لولم
پټ ملپوشه په عجیبه نیاز او راز یم

دلرېش هرڅه که ناکام سم آن که مړ یم
بیا هم وایم چې تر هرچا سرفراز یم


دخدای در ته رسېدلی وې دلرېشه
بس وسپینوخامو خُلُو ته چې ګیر نه وای

دلرېش🙈

Показано 20 последних публикаций.

222

подписчиков
Статистика канала