زغم/دلرېش وفادار
زه دخپل وجود یم ستړی
کله غم پر اوږو وړمه
کله زغم راسره مل وي
کله زغم پر اوږو وړمه
ستړی ستړی له وختونو له دردونو له یادونو
له اهونو له زخمونو له بې کاره پرهرونو
مات باڼه سترګو کې.وړمه
ستا ماتم پر اوږو وړمه
زور دمیني قئ کړم.ویني دخوښۍ شېبې کمچیني
اوښکي هم شولې سنګیني له دردو مې سترګي سپیني
په غرمو دعِشَق سوځم
ارمان هم پر اوږو وړمه
له فراقه یم بې واکه تاک له تاک دبدن ځواک مې
ډیر بې واک شو له زغم پاک شو هغه خپل وجود خپلواک مې
دخپل هیلو جنازې مې
دم په دم پر اوږو وړمه
دځوانۍ زور مې کمزور شو بل پرې اور دمحبت دی
دجانان دفراق شپې دي زړه سینې کې راته کت دی
اې خوښیو خفه نشئ
چې مو کم پر اوږو وړمه
نه مې خپل زړکی ارام شو نه مې خپل نصیب ګلفام شو
ژوند خراب نوم مې بدنام شو هر ارمان راته ناکام شو
دلرېش خپل دژوندون سره
هجر سم پر اوږو وړمه