نَسِيْم مَنْصُوْر طَالِبْ


Гео и язык канала: не указан, не указан
Категория: не указана


قدرمنو دلته به درته کله نا کله خپل غزلونه ږدو هیله کوو چې راسره پاتې شئ! چینل درسره جوائِن او نشر کړئ!!!
ورور مو[نَسِيْم مَنْصُوْر طَالِبْ]
http://t.me/ghazalghazalmasham

Связанные каналы

Гео и язык канала
не указан, не указан
Категория
не указана
Статистика
Фильтр публикаций


Репост из: قاري سعید خوستی
په دې لیست کې ټول. مفید او ګټور کانالونه دي په کتلو او جوئن کولو ارزې


الصرف الــــــــنحوه

مولوي حنیف مظهري

عبدالجلیل عـــــــمر

وکیل احمد متوکیل

قــــدرمل غــــفران

ستوری د ادب په لمن کې

دیني خپرندویه اداره

ادبــــــــي بــــــهیر

الاقصی خپرندویه اداره

ډاکتر شاهین شیرزاد

دقرانکریم ترجمعه

خالــــــد انـــــــس

سعید کامــــــــــــران

دټلګیرام د چینلانو اډمینان

مظلوم کــــــــوچی

جهاد یار نجرابي

منصور اماراتي میډیا

هـــــاشم ســــادات

پـــښتو شعرونــه

دیني کتابتـــــون

محــــسن احسان

قاري منهاج حنفي

دمکتب ټول کتابونه

بریا کتابـــــتون

قاري کامل وفـــا


محکومي اشــــنا

قاري نـــــــــو راني

قاري سعید خوستی

هیبت الله غـزنـوي

ښـــــکلــې کـــــســې

ســـــیـــد درمل

مسائــــــل فقهیة

دعلماؤکرامو بیانات

دلیست د جوړولو ګروپ

الا نــعام سټډیو

شپـــــــون

عزام غزنوي

جنران مبین خان

غــالـــب الغزنوي

حافظ علم یــــار

قاري عتیق الله اسیر

زینت الله حیدري

النبوي نعتونوڅانګه

ریحان الله اخنذاده

درویش فــــراهي

زینت الله حیدري

سبحاني کندهاری

قاري محمد جلات مزمل

نسیم منصور

قاري عبدالرقیب فاتح

تـپانـد زهـاد

ټکـنالوژي لارښود

داګـــز دامیدان

قاري امین الله رحماني

دخلاصون لار

د نبوي نعتونو ګلدسته

قاري محفوظ منهاج حنفي

شفاعت ریحان

تلاوت القران کریم

عبیده مظهري

اماراتي میډیا ټویټر

دصدیقي اشناد دترانو چینل

د ادب ځانـــــــګو

المکتبة النعمانیة

له موږ سره رابـــــطه
#خبرتیا هر ملګري که لیست په خپل سر حذب کړل چینل یې هم د لیست څخه یستل کیږي


#ورسېدې...

له اُوږد مزل وروسته نن خپل منزل ته ورسېدې
له ډبرین سنګر لمرین کابـــل ته ورسېدې

اغزنه لاره دِ کړه طی په چاودېدلو تَلو
خیال کړه غوځار نه شې آشنا کنګل ته ورسېدې

پام کړه لاهو په اوبو نه کړې ها ګټلی ثواب
یاد ساته چرته وې او کوم محفَل ته ورسېدې

له سترو سختو قربانیو بې خوبَیو وروسته
دَ خپلواکۍ د ناوې تُود بــغَل ته ورسېدې

دَ خدای تعالیﷻ ځانګړې مرستې دِ مقام ته یؤړې
ملنګ طالب وې د پاچا محل ته ورسېدې

سترګې رڼې ساته قدم په خیال بیداره درومه
بلا دِ ونه خوري آرام ځنګل ته ورسېدې

شُکر د خدایﷻباسه دَ خدایﷻ بنده نسیم منصوره!
خوږې سایې د آزادۍ کاګـــل ته ورسېدې

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
١٤٠٠/٨/٢٧ هـ.ش


غزل


تا څه وِېل تا ول څنګه وایه دا سوال د ځواب شو؟
ځه و دې لیدو اوس طالب افغان که د پنجاب شو؟

غدار یې کړل معاف أمن پسند طالب مو ولید
نه سیخ وسوځېد وګورئ او نه سوی کباب شو

'په خپل حال باندې پاتې شو کابل کنډواله نه شو
بیرغ یې صِرف تغیر وموند نه ارګ چرته خراب شو

دُسمال د آزادۍ یې څه په ماتو اُوږو راوړو
ګټونکی دبریاء، خاوند د أجر او ثواب شو

مات لاس یې د هېواد په څیرې شوې سینه پروت ؤ
ټاټوبۍ د عُمر، ابدال، منصور خلاص له عذاب شو

دا ستا او د آسیا زړۀ درنې څړیکې وګاللې
نسیم منصوره! دا دی غرق د أمن په دریاب شو


قدرمنودوستانو زموږهغه بل چینل کی موږ .اوس نشریات نسو ڪولی ده لږ مشکلات ده وجهي څخه
نو اوس تاسي دا دثواب ڪاردے وئ ڪړئ ڪه زحمت نوي درته دالینک دثواب په خاطر نشرڪړئ ان شاءالله تعالے ڪه طالب العلمان وے ڪه علمائے ڪرام اوڪه عوام وي ګټه به ترینه واخلي اودغه به هم وتاسوته صدقه جاریه وي او ستاسو دچینل په واسطه چې هرملګرے راسي اوداڪتابونه وګوري
الله ج به وتاته بیحسابه ثوابونه نوشته ڪي بس دایوخدمت دے واسلام ته زموږ اوستاسو ددغه لاري څخه

جزاک الله احسن الجزاء فی الدارین
واجرڪم عندالله
👇👇👇👇👇👇👇👇👇👇


.د العصر خپرندوی ادارې لخوا وړاندي کيژي

تړلی بیا د فتحې سپین پټکی طالب امام دی
ختلـــــې له کابل ادارې ساه کار یې تمام دی

اواز دقاری عصمت الله مقدس
شاعر نسیم منصور


#ﻧَﺼْﺮٌ_ﻣِّﻦَ_اللهِ_ﻭَﻓَﺘْﺢٌ_ﻗَﺮِﻳﺐٌ

غزل

تړلی بیا د فتحې سپین پټکی طالب امام دی
ختلـــــې له کابل ادارې ساه کار یې تمام دی

له دوه لسیزې سخت مقاوِمت وروسته ملګرو
دې تورو تاریکیو بدمرغیو اِختِتام دی

اللهُ وتبارک تَعالیٰ لره دِ حمد وي
بِلنده اِمارت شو په لوېدو کُفري نظام دی

راوړئ مو شهیدو وینو رنګ بالا، ډېر شُکر
په سپین بیرغ مزید دِ وِلایاتو هر مقام دی

زندۍ به جمهوریت د هر لو جُرم په سزاء شي
د ډېرو نارواوو او قتلونو پرې اِلزام دی

معاش نه امتیاز، نه مو ترفِع ده له چا غوښتې
رضاء مو د خدای غوښتې خدای راکړی دا انعام دی

زړګي ❤ دي دَ نسیم منصور، حَفظهُمُ اللهُ
په ټولو مجاهِدو مې سلام دی بیا سلام دی


د الحکمت خپرنیون لخوا وړاندي کیږي
خوندور نعت

دصحابہ رضوان اللہ علیہم اجمعین پہ ویاڑ

صحابہ ٹول ددین گلان
صحابہ ستوري داسمان

اواز نعمت اللہ ځلانــد
شـاعر نسـیم منــصور

https://t.me/ghazalghazalmasham




کور دميني محبت

کـــور دمينـــي محبـــت امـــارت امـــارت
حـــق ګټونکــي دامـــت امـــارت امـــارت

اوز دنعمت الله ځلاند
شاعــــر نسيم منصور

الجهاد موبائل مرکز پته جنګل بازار


مرګی ته دومره عجاه لرم منی اوکنه
انتخاب کړی می ده ځانته هدیره کی برښه

🎤غږ :شاهدالله ناصح نسیمي
✒شاعر :نسیم منصور


#شهید_سالاره

په لار دَ ستـــر عُمر دِ کـــــړ مـزل شهید سالاره
تاریخ کې دې نوم لیک غازي اتل شهید سالاره

په کلک عزم،ایمان دې ده غزاء میدان کړ ګَـرَم
ژر ودرېدې ده فتحې په درشـــل شهید سالاره

سپېـــڅلې عقیده سالِم ایمان تقواء غیرت دې
عجیب ښکلي خویونه دې لــــرل شهید سالاره

د پاک اسلام دفاع ته دې ګلاب وجود ټوټه کړ
ستر ویاړ دَ شهادت دِ کـړلو خپل شهید سالاره

دې وخت واړه شاهان دِ اتلتوب لره حیران دي
نصیب د شه جنت کې لوی منزل شهید سالاره

دا ستا د اتلوال ژوندلیک په باب شهید منصوره
نسیــم منصور لیکمـــه دا غــــزل شهید سالاره
.......................................................
د اُمت مسلمۀ زعیم د غازیانو سالار د غیرت او مېړانې دنګ منار اتل او قهرمان امیرالمؤمینین شهید مُلا اخترمحمد منصور”تقبله الله“
#د_پنځم_تلین_په_مناسبت


غزل

مړ د شمۀ ښۀ ده لا تر دې چې ځې
نیسي مې دستي تبې سړې چې ځې

اوښکې مې شي پنډې تر بڼو لاندې
ته چې رُخصت اخلې له ادې چې ځې

پورې وُورې وځي له وجوده مې
ستا د بېلتانه تیرې لیشې چې ځې

مه وایه دَ تلو راته بس! ځه قرباااان
وژني مې شیبې د مخې ښې چې ځې

وړاندې د له تا نه شي زما نوبت
ته په مرګ ویده تر هدیرې چې ځې

روح به د زندۍ زړۀ به د مات وي بیا
یار د چې شهید وي ور پسې چې ځې

ځوان نسیم منصور به زره چاودی شي
هیلې به یې شي درپسې مړې چې ځې

نسيم منصور...


غزل

خدایۀﷻ توبه!

اېښودی مې تندی دی په سجدۀ، خدایۀﷻ توبه!
کړۀ سمه مې آخِـرۀ خاتِــمۀ، خدایۀﷻ توبه!

لحد کې مې نکیر منکر ته مه کړې ملامتۀ
کړۀ پاک مې له ګناه و مې وبښۀ، خدایۀﷻ توبه!

نعمت د ژوندانه او جوړ صحت ؤ تا را کړئ
ما نه کړۀ برابره څه توښۀ؟ خدایۀﷻ توبه!

عمل کې مې بدۍ ډیرې ښېګنې بیخي نشت دي
دا لږ ښۀ مې د قبر کړۀ ډیوۀ، خدایۀﷻ توبه!

شېبه د ځنکدن کې دا قؤت را ذوالجلاله
چې ذِکر کړم شیرینۀ کلیمه، خدایۀﷻ توبه!

حبیب دې دَ نسیم منصور شفېع په آخرت کړۀ
استغفرُ اللهﷻ تاته مې توبه، خدایۀﷻ توبه!


غزل

دا ستا د قیادت ویاړ برکت دی مرحوم مشره!
بښنې ته اړ کړئ مو جهان دی دا کافي دی

چې تا نارۀ د حی علی الجهاد وه پورته کړې
په جهرۀ لا تازۀ هغه آذان دی دا کافي دی

هیواده نور وګړي دِ ټول کښینې په آرامه
دفاع ته دې را وتی طالب ځوان دی دا کافي دی

رهبرۀ! بُتشکن ثالث مُـلا محمد عمرۀ!
لښکر دې پر قدم ثابت روان دی دا کافي دی

له مرګه، له تعذیب او له زندانۀ په شا نه ځو
په زړونو کې ژوندی مو لا ایمان دی دا کافي دی

د مینې ورورګلوۍ او امن کور نسیم منصوره!
سپېڅلی امارت شُکر ودان دی دا کافي دی

#ثالث_عمر
#TheLegendaryLeader


Репост из: {قــاري مــحـمــد الــیــاس}
‏د ثور ۴ د مرحوم اميرالمومنين ملا محمدعمر مجاهد رحمه الله د وفات ورځ د نوموړي د تلین په مناسب د الاماره ترانې ویب پاڼې لخوا په هم دې مناسبت یو ځانګړۍ البوم د ګډو ترانه ویونکو په ښکلو آوازونو کې ترتیب شوی دی چې ډیر ژر به نشر ته وسپارل شي ان شاء الله...

ویب سایټ
www.taraani.com
ټلګرام
https://t.me/Taraanicom
ټویټر
https://twitter.com/AlEmaraTaraani

#ثالث_عمر
#TheLegendaryLeader


Репост из: {قــاري مــحـمــد الــیــاس}
ملا فقیر محمد درویش, [17.04.21 01:43]
‌🌺🌱ضروري اعلان 🌺🌱

دمکار چالاک دشمن نوي پلان

(۰۰۴۴۷۴۵۱۲۲۶۹۸۴)

۰۰۱۵۵۱۶۶۶۴۴۸۹
۰۰۱۵۵۱۶۶۶۴۴۱۲
۰۰۱۵۵۱۶۶۶۴۰۸۴
👆🏿👆🏿👆🏿👆🏿👆🏿👆🏿

دغه شميري دامريکايانو دي

ټول مجاهدين ملګري دي خبر وي
امريکايان په دغه شان په سلهاوو ګروپان لري چي پکي دمجاهدينو دواټساپ بندي شميري په امريکايي شميرو بدلوي او خلاصوي يي خو دخطر خبره داده چي دواټساپ له ګروپانو سره به مو دموبايل او انټرنيټ د هري شبکي هرڅه د
امريکايانو په کنټرول کي وي او دسټلايټ سپوږمکۍ له لاري مو ټولي خفيه اړيکي ددوي تر نظارت او څار لاندي وي

نو لطفا خپل مجاهدين وروڼه خبر کړي چي خپل ځان تري وساتي . او د ډير شناخته ملګرو شميري يي خلاصي کړي او په کنټرول يي دي او په هغو شميرو درسره په ګروپانو کي اعلانونه کوي او بيا په شخصي کي درته وايي چي بندي شميري مو خلاصوو .
نو مسلمانو مجاهدينو وروڼو

👇🏿🎤👇🏿🎤👇🏿🎤👇🏿🎤👇🏿🎤

احتياط احتياط احتياط

کله چي دواټساپ شميره در خلاصوي نو ستاسو مبايل ته کمپنۍ يو کوډ راليږي نو هغه کوډ .(خفيه نمبر )په هيڅ صورت هم مه ورليژۍ ..بيا به هر څه محفوظ وي ‌

_👇🏿دپاي ټکي👇🏿 __

په بلي نوي شميري نوئ واټساپ فعاله کړه خپل جهادي خدماتو ته دوام ورکړه
ددعاوو په هيله مو .


دالحکمت خپرنیون لخوا وړاندي کیږي
خوږ ذکر په خوږ انداز او نوي جوړښت سره

استغفرالله استغفرالله استغفرالله
یارب الاعلا خالق ددنیا غواړمه لتا عفه دګناه

خوږ اواز - د نعمت الله ځلاند
شاعر ګران ورور نسیم منصور
—————————————
👇👇👇👇👇👇
https://t.me/AlhikmatNaat
*•┈┈••🌿🌺🌿••┈┈•*


Репост из: د ملافقیرمحمد درویش ټولې ترانې
خوږ اواز - د نعمت الله ځلاند
شاعر ګران ورور نسیم منصور


غزل

په وینو سور مات وجود پروت یمه د غْـرۀ په څوکه
قدم مې ایښی د یوه نوي ژوندانه په څوکه

راځه آشنا د بدن برخې مې کړۀ ژر را ټولې
ساه مې ختلې ډرون ویشتلی یم د زړۀ په څوکه

د خپل سپېڅلي آرمان سیوري ته مې ځان دمه کړ
شومۀ هوسا د شهادت د منارۀ په څوکه

ښه مې ایرۀ کړه بخملي سینۀ مې کېښودلۀ
د بارودي لمبو وهلي تنارۀ په څوکه

د شهادت خوږۀ مرمۍ مې شُکر و موښته
نسیم منصوره! د زړګي د دېوالۀ په څوکه



د ښکلیو شهزادۀ حضرت یؤسف یې مقتدي دی
إمام الأنبیاء نبي اکرم دی محترم دی

🌹 مُحَمَّدﷺ🌹

Показано 20 последних публикаций.

384

подписчиков
Статистика канала