غزل
خدایۀﷻ توبه!
اېښودی مې تندی دی په سجدۀ، خدایۀﷻ توبه!
کړۀ سمه مې آخِـرۀ خاتِــمۀ، خدایۀﷻ توبه!
لحد کې مې نکیر منکر ته مه کړې ملامتۀ
کړۀ پاک مې له ګناه و مې وبښۀ، خدایۀﷻ توبه!
نعمت د ژوندانه او جوړ صحت ؤ تا را کړئ
ما نه کړۀ برابره څه توښۀ؟ خدایۀﷻ توبه!
عمل کې مې بدۍ ډیرې ښېګنې بیخي نشت دي
دا لږ ښۀ مې د قبر کړۀ ډیوۀ، خدایۀﷻ توبه!
شېبه د ځنکدن کې دا قؤت را ذوالجلاله
چې ذِکر کړم شیرینۀ کلیمه، خدایۀﷻ توبه!
حبیب دې دَ نسیم منصور شفېع په آخرت کړۀ
استغفرُ اللهﷻ تاته مې توبه، خدایۀﷻ توبه!