https://www.clubhouse.com/event/PGR2pZzgفلسفي اسلام پوهنه ".
لومړۍ جلسه: فلسفي اسلامپوهنه څه ده، اړتیا یې څه ده او د کومو مسایلو څخه بحث کوي؟
دوهمه جلسه: عقل څه دی؟ د غربي عقلانیت نیمګړتیاوې او د وحیانی عقلانیت مزیتونه
درېیمه جلسه: د اسلامي تمدن ځلنګړتیاوې
څلورمه جلسه: د غربي تمدن ڼیمګړتیاوی او د اسلامي تمدن حل لارې
پنڅمه جلسه: تمدني مسايل؛ د نړیوال چاپیرالي ستونزو په هکله د اسلام موقف
شپږمه جلسه : په اسلام کي د قدرت ویش ميکانيزم او د ټاکنو نهاد فلسفي نقد
اومه جلسه : د ښځو د کار په هکله د اسلام موقف
اتمه جلسه: اسلام او نړیواله سوله
نهمه جلسه: د اسلامي اقتصاد ارزښتونه او د معاصر نړیوال اقتصادي نظم نقد .
لسمه جلسه: د دموکراسي فلسفي نقد او د اسلامي نظام بدیلې لارې.
یولسمه جلسه: د بیان او مطبوعاتو آزادي حد او حدود په اسلام کې .
ـــــــــــــــــ
له پورته موضوعاتو به هره شپه په یوه موضوع ، ستر دیني عالم او فیلسوف استاد خیبر سیال په کلب هاوس کې هره له شپږو تر اوو بجو د اسلام په رڼا کې فلسفي دیني ، او منطقي بحث کوي.
په بحث کې به له شپږو تر پاوکم اوو بجو لکچر ورکول کېږي ، له هغه وروسته به د اوریدونکو پوښتنې ځوابیږي.
که تاسې هم په دې بحث کې ګډون کول غواړئ پۀ پورته لینک (تړوني) کلیک وکړئ او په کلب هاوس کې ګروپ فالو کړئ.
که مو کلب هاوس نه وي جوړ کړي اپلیکیشن ډانلوډ کړئ ، کوم ملګري ته مو نمبر ورکړئ چې انوایټ مو کړي ، او له هغه وروسته ګروپ فالو کړئ.