ادریس حقیار لوګروال


Гео и язык канала: не указан, не указан
Категория: не указана


پخواني چینلونه مې له لاسه وتلي دي
دلته راسره پاتې شئ
وخت ناوخت به ماتې ګوډې کرښې او ترنم شوي شعرونه درسره شریکوم
د چینل پۀ نشرولو کې راسره مرسته وکړئ
♥مننه ♥
شخصي رابطې لپاره 👇
@Haqyar222

Связанные каналы

Гео и язык канала
не указан, не указан
Категория
не указана
Статистика
Фильтр публикаций


کابله څۀ یاغي باغي ککرو ته زوال شوې
کابله بیا پۀ سپینو پاج پګړیو مالامال شوې

کابله د وحشت بلا دې پورته شوه له غېږې
کابله د یرغل تور ماښامونو ته مشال شوې

کابله د بنګنو او څرخو له شور خلاص شوې
کابله د یرغل تورو دېوانو ته وبال شوې

کابله پۀ سپېڅلي سیاست دې جهان مات کړ
کابله یقینأ چې تۀ سرخېل پۀ دې کمال شوې

کابله له ښکلا او له وږمو نه دې خوند اخله
کابله برخمند بیا له زرین خوږ استقلال شوې

کابله زۀ ادریس حقیار درځمه تبریکۍ ته
کابله پۀ نظام د امارت چې تۀ سمبال شوې


ادریس حقیار لوګروال


د غم پر ځای مې اوښکې ځي له سترګو د خوښۍ
تۀ څـــومــــره بخـــتوره یـــې اې سپــیــنې ازادۍ

تبریک دې شه دا ستر ویاړ د افغان غیرتي خاورې
ســر کــوبه دې پۀ غېـږه کې شوه نن سپینه ماڼۍ

شمله دې د عضمت واړه جهان ته ور ښکاره کړه
پـــامـــیره لـــه غـــروره کــګه وړه پــۀ سر پګړۍ

له ډېرې مــودې ورکــه د بـــاردو پۀ غــــبار وې
کـــوم دې ننداره نن پۀځیر ځیر باندې سپوږمۍ

راځـــي به هسـکه غــاړه لتا اې د وحشت کوره
باګــــرامه ســـتا به مـــاتې شي ولچکې هتکړۍ

نــور نه به کـړم مــنزل پۀ تروګمـیو کې د شاړو
اوس بلــه بــه ســاتـمــه تــر ســهـاره ډېوه ګۍ

پۀ فکر کې مې نـــوي ژونـد ته داسې اراده دی
رمــه چـې راســـره وي غـــږوم غره کې شپېلۍ

نور نه به وي زما د شعر لمــن کې دردمن توري
پلو کـې د غزل راوړم ادریــس حقیار مــستۍ


الله اکبرولله الحمد
ټول مسلمه امت ته دافغانستان دآزداي مبارکي وایم
داسي توري نشته چي دالله جل جلاله دالوی احسان پرې تعبیرکړم
فقط مبارک مبارک مبارک

ستاسو ورور ادریس حقیار لوګروال




Репост из: العصر خپرندوی ادراه
د الـــــعصر خپرندويه ادارې لخوا وړاندي کيږي

دنويو اختریزو ترانـــوالبوم
دبرياوو اختر
3 مه حصه
نشر ته وسپارل شو
تاسې يې زموږ د ټيليګرام چينل څخه تر لاسه کولى شۍ
له ملتيا مو مننه
همدالته راسره ملګري شۍ
👇👇👇👇👇👇

#العصرځانکړي_نشرياتې_اداره
https://t.me/alasar_mediaa


























Репост из: العصر خپرندوی ادراه
د الـــــعصر خپرندويه ادارې لخوا وړاندي کيږي

دنويو ترانـــوالبوم
دامن اختر
دګرانو ورور ترانه ویونکي
مولوي احمد علي معتصم
نشر ته وسپارل شو
تاسې يې زموږ د ټيليګرام چينل څخه تر لاسه کولى شۍ
له ملتيا مو مننه
همدالته راسره ملګري شۍ
👇👇👇👇👇👇

#العصرځانکړي_نشرياتې_اداره
https://t.me/alasar_mediaa


بیا مې ساتلی نم پۀ سترګو ګرېوانۀ اختر ته
څنګه زړۀ ښۀ کړم څنګه وخاندمه زۀ اختر ته

تۀ خو شهید شوې کړې ژمنه دې پوره نکړله
تا خو ویل یاره درځمه به واړۀ اختر ته

ما د شهید جانان پۀ وینو باندی کړی سینګار
نشته له ما سره نکریزي او رانجۀ اختر ته

هغۀ رنځورې هیلې زما درسره هم مړې شؤلې
څنګه خوشحال به وم راتللې به چې تۀ اختر ته

تۀ چې شهید نه وې او تۀ به مې تر څنګ ګرځېدې
لکه بادشاه چې یم خوشحال به وم د غرۀ اختر ته

چې سر ببر څېرې ګرېوان یتمان ګورم چم کې
سم ویلې ګېږمه پۀ تن لکه اوبۀ اختر ته

جوړه جشمان به تورمه پرې ادریس حقیاره
را ټولې کړې مې دي خاورې ستا د پلۀ اختر ته

ادریس حقیار لوګروال


له ډېرې مودې بعد مې سلامونه او احترامات ومنئ
هیله دی چې ښۀ به یاست

Показано 20 последних публикаций.

115

подписчиков
Статистика канала