*╭═✦🍃↓🌺ꙮ🌺↓🍃✦═╮*
https://t.me/hktjhjgfj8jbgdkcfjmgd880
*╰═✦🍃↑🌺ꙮ🌺↑🍃✦═╯*
*د حضرت سلیمان(علیه السلام) حکایت*
*یو وخت کې حضرت سلیمان(علیه السلام) ته الله حکم وکړ، چې په پلانکـي ورځ باندي پلانکـي دریاب ته لاړ شه، هلته به یوه نادره وگورې. له حضرت سلیمان(علیه السلام) سره په دې سفر کې ډیرو پیریانو هم گډون وکړ، کله چې هغوی دریاب ته ورسیدل، یو پیري ته یې وویل، چې په دریاب کې یوه غوټه ووهه،هغه په دریاب کې غوټه ووهله خو هیڅ شی یې پیدا نکړل، هغه بیرته راووت ، بل پیري ته یې وویل، چې ته په دریاب کې غوٺه ووهه، هغه چې کله دریاب ته داخل شو، نو له ځان سره یې یوه قبه راوویستله، هغه یې د حضرت سلیمان(علیه السلام) مخې ته کېښوده، هغه چې کله ورته وکتل، ویې لیدل، چې په منځ کې یې یو سړی په لمانځه ولاړ دی، حضرت سلیمان (علیه السلام) هم قبې ته ورداخل شو، له ځان سره یې وویل، چې ډیره عجیبه ده، ماته الله تعالی ویلې ٶ، چې ډیره نادره به وگورې، له سړي څخه یې پوښتنه وکړه چې دا څه وجه ده، چې ته دلته په دریاب کې ژوند کوې، دلته خوراک له کومه کوې؟*
*سړي ځواب ورکړ، چې ما به د خپلو والدینو ډیر زیات حدمت کاوه، پلار مې چې کله وفات کېده، ماته یې دعا وکړه ، چې الله تعالی دې اوږد ژوند درکړي، چې د الله تعالی عبادت پکې وکړې، او مور مې چې کله وفات کېدله ، داسې دعا یې راته وکړه،چې الله تعالی دې په داسې ځای کې عبادت نصیب کړه چې هلته د شیطان تسلط هم نه وي، کله مې چې مور او پلار دواړه وفات شول، تر هغه وروسته زه ددغه دریاب څنډې ته روان وم ، چې دغه قبه مې ولیدله، کله چې زه ور داخل شوم ، یوه پریښته راغله، دا قبه یې پورته کړه او د دریاب په تل کې یې کېښوده، له هغه وروسته زه په همدې دریاب کې ژوند کوم، حضرت سلیمان(علیه السلام) پوښتنه ورڅخه وکړه، چې هغه کومه زمانه وه؟*
*سړي ځواب ورکړ، چې هغه د حضرت ابراهیم (علیه السلام) زمانه وه، حضرت سلیمان(علیه السلام) چې کله حساب وکړ، 1500 کلونه ورباندې تیر شوي وو، حضرت سلیمان(علیه السلام) پوښتنه ورڅخه وکړه، چې په دې قبه کې څه شی خورێ؟*
*هغه ځواب ورکړ، چې هره ورځ یو شین مرغه راځي ماته خوراک راوړي، په دې ډول زه دلته د الله تعالی په عبادت بوخت یم، دا ټول مور او پلار دعا ده.*
*روضة الریاحین کې دغه حکایت لیکل شوی*
*╮═✦☆🍃🌺🍃☆✦═╭*
*.خادم حقانی غفرله الباری.*
*╯═✦☆🍃🌺🍃☆✦═╰*