م: محمدکامل وفا


Гео и язык канала: не указан, не указан
Категория: не указана


اشعارمي دزړه خبري:
د{کامل وفا} زخمي زړه ته تصله
یوکاته نه دي قربان د غزل توري
ورورمو: محمدکامل وفا
تبادلي لپاره @kamelwafa1

Связанные каналы

Гео и язык канала
не указан, не указан
Категория
не указана
Статистика
Фильтр публикаций


بسمه تعالی جلَّ شانَهُ
تقبل الله منا ومنکم صالح الاعمال

درنو هیوادوالو:
لوی اخترمو مبارک او بختورشه
سترځواکمن مو قربانی او هر راز زحمات او ټوله نیک اعمال قبول او مقبول وګرځوه:
لوی څښتن دي د ټولو شهداؤ شهادتونه قبول او لوړي مرتبي دي ورته قسمت کي کړې:
او زخمیانو ته دي رب العزت شفاء عاجله کامله نصیب کړي:
او ټوله ځوریدلو مسلمانانو ته د نعم البدل او اجر غوښتونکی یم:

❣د خپلواک آباد اسلامي افغانستان په هیله❣
ورورمو: م: محمدکامل وفا


دا پېښه زموږ او د ټولو هيوادوالو لپاره ډېره خواشينوونکې وه، موږ ټول له دوی سره په غم کې شريک يو او مسؤلينو ته مو پر وخت دنده سپارلې چې د پېښې ځايونو ته ځانونه ورسوي او ژر تر ژره له خلکو سره اړينې مرستې وکړي، زه پوره باوري يم چې د مرستې په رسولو کې مسؤلينو خپله دنده په شفافيت او ښه توګه ترسره کړې ده.
ــ په هیواد کې د بیوزلو، یتیمانواو معلولینود کورنیو او نورو محتاجو خلکو د احتیاج پوره کولو لپاره ډيره هڅه په کار ده، اسلامي امارت د دغه ځوریدلي قشر لپاره ځانګړې توجه لري، د شهیدانو او معلولینو، او مهاجرینو وزارتونو او د سرې میاشتې ریاست ته لارښوونه شوې، چې د خپلو امکاناتو په دایره کې له بیوزلو، همدا ډول د یتیمانو او کونډو له کورنیو او نورو محتاجو هیوادوالوسره بلا تفاوته هره ممکنه مرسته وکړي، په دې کار کې د شتمنو او مالدارو هېوادوالو او تجارانو وروڼومسئولیت هم ډیر دروند دی، چې خپلو بیچاره هېوادوالوته ډيره پاملرنه اوتوجه وکړي او په دې سختو اقتصادي شرائطو کې تر هر څه ډیره مرسته
ورسره وکړي او خصوصا د اختر په مبارکو شپو ورځو کې بیا خاصه پاملرنه ورته په کار ده.
په پای کې ټولو هیوادوالوته یوځل بیا د لوی اختر مبارکي وایم او هیله لرم چې هېوادوالو به په بشپړه ډاډمنه او خوشحاله فضا کې د اختر شپې ورځې تیرې کړي.
والسلام
د اسلامي امارت زعیم امیرالمؤمنین شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده
۷/۱۲/۱۴۴۳هـ ق
۱۵/۴/۱۴۰۱هـ ش ــ 2022/7/6م


ــ اسلامي امارت ټولو هغو مشکلاتو ته متوجه دی چې زموږ خلک ورسره مخ دي، د اقتصاد پياوړتیا، بیا رغونه او د باقي پاتې مشکلاتو لیری کول زموږ او زموږ د ملت مشترک مسئولیت دی، راځئ چې لاسونه سره ورکړو، په ټولو مشروع امورو کې یو د بل ملاتړ وکړو او دا هیواد پخپل لاس بیرته آباد او سوکاله کړو.
په خپل ولس مو باور دی چي د تل په څير به له اسلامي نظام څخه خپل کلک ملاتړ ته دوام ورکوي، د هغو علماوو متدینو مخورو او سپين روبو اقدامات د قدر وړ دي چې په دا وروستیو کې په کابل کې په یوه ستره غونډه کې سره راټول شول، له اسلامي امارت څخه يې خپل حمایت اعلان کړ او د ملت په خیر او ګټه سپارښتنې يې وکړي.
له دغو علماء کرامو او مشرانو څخه غواړو چې لا هم خپلې هلې ځلې ونه سپموي او د سولې، امنیت او آبادۍ د دوام او استحکام لپاره لاهم له اسلامي امارت سره همکاره واوسي.
ــ د ښوونې او روزنې بهیر ته اسلامي امارت خاصه توجه کوي، خصوصا په دیني لحاظ د اولادونو تعلیم او تربیې ته او ترڅنګ یې د عصري علوموتربیې ته، دا ټول هغه څه دي چې اسلامي امارت يې اهمیت درک کوي او د ترقي لپاره به يې هڅې کوي. ان شاءالله تعالی
ــ اسلامي امارت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په چوکاټ کې د سمع شکایاتو اداره لري، هیوادوال کولای شي چې د هرډول ظلم او زیاتي په صورت کې د سمع شکایاتو له ادارې سره تماس ونیسي او خپل شکایت ثبت کړي.
همدا ډول د سمع شکایاتو کارکونکوته ځانګړې لارښوونه کوم چې د خلکو د شکایت په اوریدو کې خورا جدي واوسي، هر شکایت ښه تعقیب کړي، رسیدګي ورته وکړي او د شکایت کوونکي شکایت رفع او دفع کړي، په دې لاره کې که لا ډيرو اجراآتو ته اړتیا پيښیده له سترې محکمې او نظامي محاکمو څخه ځانګړې همکاري غوښتلی شي.
ــ د روغتیا په برخه کې خلکوته تر ممکنه حده پورې سهولت برابرول هم د اسلامي امارت دنده ده، د صحت وزارت ته مو لارښونه داده چې حتی الامکان په ټولو نیږدې او لیرې پرتو سیمو کې روغتونونه، صحي کلینیکونه او مرکزونه فعال وساتي، وده ورکړي او د صحت مسئلې ته لاهم توجه وکړي، له نړیوالو او داخلي صحي نهادونوسره د دوامداره اړیکې په وسیله د خپلو هیوادوالو لپاره د صحي چاپریال په پراخولو او لا ډير خدمت کولو کې ډير کوښښ وکړي.
ــ دیني علماء کرام دې په ټول هیواد کې د خلکو په دین پوه کولو او د خلکو د اعمالو اصلاح ته د امربالمعروف، معارف او عالي تحصیلاتو وزارتونو سره په همکاري ډيره توجه وکړي، هر ملت او هیواد هغه مهال د عزت او ريښتونې امن او سوکالۍ خوند څکلی شي چې د الله تعالی څخه بغاوت او سرکشي په کې نه وي، نو د خلکو د اصلاح او په دین باندې د خبرولو دنده علماء کراموته سپارل شوې، هغوی باید په دې برخه کې لاهم خپل مکلفیت په احسنه وجه ادا کړي، په مساجدو، غونډو، رسنیو او پروګرامونو کې د خلکو د اصلاح او ذهني تنویر کوښښ وکړي او هغوی ته د نیک هدایت وسیله شي.
ــ اسلامي امارت د هېوادوالو هرډول حقه حقوقوورکولوته ژمن دی، ځکه چې اسلام موږ ته د ټولو خلکو د حقوقو د ورکولو او ساتلو امر کوي، همدا راز به د شریعت مطهره په چوکاټ کې د ښځو د حقوقو په تامین کې کوښښ کیږي. ان شاءالله.
اسلامي امارت د اسلامي اصولو او شریعت په رڼا کې د هیواد د ملي منافعو په چوکاټ کې د بیان آزادۍ ته متعهد دی، ژورنالیستان دې د دغو دوه مهمو ټکو په نظر کې نیولو او د ژورنالیزم د اصولو په مراعاتولو سره خپل فعالیت کوي.
ــ ټول سالم او متدین مخلص، با استعداده او مسلکي اقشار، چې بې داغه سابقه ولري، ډاکټران، انجنیران او تعلیم یافته او ټول هغه کدرونه چې د ولس خدمت کولای شي، ملي تجاران او سرمایه ګذران باید پوه شي چې زموږ هیواد د دوی استعدادونو، لارښونې او کار ته ډيره اړتیا لري، اسلامي امارت دوی ته د قدر په سترګه ګوري، ټول به په مشترک او متعهد ډول خپل ویجاړ هیواد بیرته ودانوو.
ــ د اسلامي امارت ټول امنیتي ځواکونه باید خپلو ورځنیو اعمالو، په خدمت کې اخلاص او ښه نیت، د خپلو مسئولینو اطاعت او له ولس سره نیک چلند ته خاصه پاملرنه وکړي، له غرور او تکبر څخه ځان وساتي او پخپل مینځ کې لا ښه اتفاق او هماهنګي سره ولري.
د بیت المال ساتنه او پالنه له موږ ټولو څخه ډیره توجه غواړي، خصوصا وسلې، نظامي وسائط، مهمات، حکومتي ودانۍ، ملي شتمنۍ او د بیت المال اړوند ټول شیان، د دې ملت امانت دي، هيڅوک يې د ضایع کیدو، خرابیدو او بې د مشرانو له اجازې په کې د تصرف کولو حق نه لري.
ــ په دې وروستيو کې د هيواد په ځينو برخو کې د زلزلې له امله ډېری هيوادوال متأثره شول، د کورنۍ غړي يې شهيدان او زخميان شول، الله تعالی دې شهيدان وبخښي او دردېدلو ته دې صبر او اجر ورکړي.


د نېکمرغه لوی اختر په مناسبت د عالیقدر امیر المؤمنین شیخ الحدیث مولوي هبة الله آخندزاده (حفظه الله) د مبارکۍ پیغام
بسم الله الرحمن الرحیم
الله أکبر الله أکبر، لآ إله إلا الله والله أکبر، الله أکبر ولله الحمد
إن الحمد لله نحمده ونستعينه ونستغفره، ونعوذ بالله من شرور أنفسنا ومن سيئات أعمالنا من يهده الله فلا مضل له، ومن يضلل فلا هادي له، ونشهد أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له، اعز جنده، ونصرعبده و هزم الاحزاب وحده، ونشهد أن محمدا عبده ورسوله صلى الله وسلم عليه وعلى آله وصحبه أجمعين, أما بعد:
فقد قال الله عزوجل: إِنَّآ أَعْطَيْنٰكَ الْكَوْثَرَ ، فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَرْ، إِنَّ شَانِئَكَ هُوَ الْأَبْتَرُ. صدق الله العظیم.
ژباړه: بیشکه موږ درکړی مو دی تاته کوثر(ډير خیر یا ویاله په جنت کې) نو لمونځ کوه، لپاره د رب خپل او قرباني کوه، بی شکه دښمن ستا همغه دی بی بنیاده، له هره خیره منقطع.
و ایضا قال الله تعالی: قُلْ إِنَّ صَلَاتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ ‎﴿١٦٢﴾‏ لَا شَرِيكَ لَهُ ۖ وَبِذَٰلِكَ أُمِرْتُ وَأَنَا أَوَّلُ الْمُسْلِمِينَ ‎﴿١٦٣﴾‏.
ژباړه: ووایه (ای محمده! دوی ته) بیشکه لمونځ زما او قربانۍ زما او (طاعتونه) ژوند زما او مرګ زما (پرصالح عمل) خاص الله لره دي، چې رب (پالونکی) د ټولو عالمیانو(د جهان) دی، نشته هیڅ شریک ده لره (په دغو تیرو عبادتونو کې) او په همدې (توحید) امر(حکم) کړی شوی دی او زه اول د مسلمانانو یم (الله ته د غاړې ایښودونکو) څخه یم.
د افغانستان مسلمان او مجاهد ملت او ټول اسلامي امت ته!
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
ــ لومړی ټولو مسلمانانو، هېوادوالو، د شهیدانو کورنیو، کونډو او یتیمانو ته د نیکمرغه لوی اختر په مناسبت مبارکي وایم، الله تعالی مو قربانۍ، حجونه، صدقات، دُعاګانې او ټول نیک اعمال په خپل عالي دربار کې قبول کړه.
الله تعالی دې زموږ د ملت ستونزې او ستړیاوې او د ټولو اقشارو هغه ستومانۍ پخپل عالي دربار کې قبولي او منظورې وګرځوي چې د هېواد د آزادۍ او اسلامي نظام د اقامې لپاره يې وګاللې ، آمین یاربَّ العلمین.
ــ ګرانو هېوادوالو!
الحمدلله داځل لوی اختر په داسې حالت کې لمانځو چې د الله جل جلاله په فضل او کرم سره هېواد مو په بشپړ ډول آزاد شوی، اسلامي نظام قایم ده، ټول ملت مو د امن، آرام او اخوت په فضا کې ژوند کوي.
دا ستره فتحه یوازې د اسلامي امارت او د سنګر د مجاهدینو نه؛ بلکې د ټول ملت را سره شریکه ده چې په شل کلن جهاد کې يې هر ډول تکلیفونه راسره وګالل تر څو مو هېواد له اشغال څخه آزاد شو.
ــ د افغانستان اسلامي امارت په هیواد کې د اسلامي شرعي نظام د قیام ترڅنګ، امنیت، پرمختګ او د دې هیواد د بیا رغونې لپاره هر ډول هلوځلو ته خورا جدي متوجه دی.
ـــ الحمدلله وروسته له ځنډ څخه سږکال زموږ ډېر هيوادوال یوځل بیا د اسلام د یوعظیم رکن د حج سترې فريضې اداء کولو لپاره حرمينو ته تللي دي، الله تعالی دې د دوی ټول عبادتونه او دعاګانې قبولې کړي او الله تعالی دې په خير خپلو کورونو ته راورسوي او الله پاک جل جلاله دې د دوی او د ټولو حاجیانو حج مبرور وګرځوي. هيله لرو چې حاجي صاحبان په خپلو نېکو دعاګانو کې موږ او د اسلامي امارت ټول مسؤلين ياد کړي، د هيواد د پرمختګ او د اولس د هوساينې او خوښيو لپاره هم دعاګانې وکړي.
ـــ موږ ګاونډیو او د سیمې او نړۍ هیوادونو ته پوره ډاډ ورکوو، چې افغانستان به هیچا ته اجازه ورنه کړي چې زموږ له خاورې څخه په استفاده د نورو هېوادونو امنیت ته ګواښ پيښ کړي.
همدا ډول له نورو هیوادونو څخه هم غواړو چې زموږ په داخلي چارو کې هيڅ ډول مداخله ونه کړي.
ـــ موږ د امریکا په شمول له ټولې نړۍ سره د متقابل تعامل او تعهداتو په چوکاټ کې ښې او پياوړې دپلوماتیکي، اقتصادي او سیاسي اړیکې غواړو او دا د ټولو جهتونو په خیر بولو.
ــ افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، د هېواد په بیا رغونه کې باید ټول ونډه واخلو دا مو هیوادنۍ مکلفیت او دیني وجیبه ده، په ټولو جهتونو ږغ کوو چې موږ له هیچا سره ذاتي دښمني نه غواړو، زموږ غیږه د خپلو هېوادوالو پرمخ خلاصه ده. زموږ دوستي او دښمني د اسلامي اصولو پر بنا ده.
ــ دا چې له بهر څخه افغانان بیرته خپل هیواد ته د راتګ په حال کې دي، نو د تماس کمیسیون ته لارښوونه کوم هغه افغانان چې هېواد ته راځي د هغوی سره ټولې شوې ژمنې پوره کړي، د هغوی سر، مال او عزت ته څوک زیان درنه ونه رسوي.
ــ څوک چې له اسلامي نظام سره د مخالفت هڅې کوي او په هېواد دننه او بهر د دسیسو ښکار ګرځي، په هغوی ږغ کوم چې باید له تیرو ترخو تجربو څخه زده کړه وکړي، نور د فتنو او فساد خپرول، د جنګ او بې امنۍ کوښښ کول د هیچا په ګټه نه دي، غوره ده چې د دغسې ناوړه حرکاتو څخه لاس واخلئ او د اسلامي شرعي نظام د حاکمیت تر چتر لاندې هوسا ژوند ته را وګرځئ.


داځل اختر:

امـــن دي وزرې غــوړولــې د هیواد غیږکې
داځل اختر لمانځو افغانان د اتحاد غیږکې

داچي د ګلاب پرپانړو پروت شبنم د میني دی
ځکه چــي ډاډه دی د بهار د اعتماد غیږکې

مینه ژوندۍ سـوې نفرت مـړ دی جنازه یـي ده
داچي حاسدان په غم اخته دي د فریاد غیږکې

ژونـد جنت جنت دی اسـتـقـلال او آزادي لــرو
رب دي تل لري خپلواک امام د زنده باد غیږکې

نن چې هسکه غاړه د نړۍ سترګوکي خارګرځو
داده هغـو پـاکـو وینو رنګ دی د جهاد غیږکې

جار(کامل وفا) اوښکنۍ سترګي دي نورپاکي کړه
خیّرکـه جانان دي په زړه شوی دی د یاد غیږکې

@kamelwafa


حرم او انځور🥲

په ښادی کي اوپه غم کي انځور اخلو
تَـعَـجُّــبْ دی پـه حرم کي انځور اخلو

څه نادره ده د خوږجانان روضه کي
ښه وختې په صبحدم کي انځور اخلو

د ګناه پیټـې مـو نـوري لادرنـې شـې
چي طواف کړو هرقدم کي انځور اخلو

پـه صفـا او پـه مــروا او عـرفـات کـي
چي راځوپه خوږ زمزم کي انځور اخلو

هلته لاړشوچي څښتن ته اوښکې توی کړو
خـو د وَچُـوْ سترګـو نـم کي انځور اخلو

ای (کامل وفا) د یار د مزار څنګ ته
درود نــه وایـو هـــردم کي انځور اخلو

# زما شخصي نظر
@kamelwafa


. العصر خپرندويه اداري لخوا وړاندي کیږي
نــوي تــرانه
امــارت اباده وو
داګل افغانستان به په وحدت اباده وو
ده لریو که ده بریو امارت اباده وو

ترنم صبغت الله مسافرجانان
شاعرکامل وفا
#العصردترانو_سترمرکز
#العصردترانو_سترمرکز
https://t.me/alasar_012


Репост из: Alasar channel


د مولانا بسمل صیب د شعر پر لیکه
البته مشاعره کي لیکل سوۍ
نیمګړتیاوي معاف،،،

پرکم دښته او صحرا درپسې مړ شم؟
بــي یـاسـیـنـه او ملا درپسې مړ شم؟

ستا د عشق قصه به بیا له سره پیل کړم
چي دوهم ځلــې آشنا درپسې مړ شم

په دي کـار کـي بایلل سته او ګټل نسته
خوزه خوښ چي بي نوا درپسې مړ شم

هو منم د زړه تڼاکـي بـه مـي وَچْوي
که بیـا وکــړم اقتدا درپسې مړ شم

ته ګلاب یې ته ریحان یې اوغاټول یې
زه به ستا مین بـورا درپسې مړ شم

کـه {کامل وفا} تـرکـلـــي در نـه غــلـم
کړم به تیر ژوند په ژړا درپسې مړ شم

م: کامل وفا
@kamelwafa


عقیده کلکه ساته،

پرخپل ایمان پرخپل باور عقیده کلکه ساته
پرخپل دریـز پرخپل نظر عقیده کلکه ساته

پـام دوکـه نشـي پـه فریبـونـو د نـړۍ زلمیـه
دین مذهب ساته دي په سرعقیده کلکه ساته

حقه حقوقو ته د هـر وکــړي ژمن واوسه
افراط تفریط نه شه بهر عقیده کلکه ساته

دآبوجهل زامن چي څه وایي پري باک مکوه
پـر یـوڅښـتـنـه او پیغمبرعقیده کلکه ساته

وخپل هدف ته ګړندۍ درومه ترشاه رانشــي
له هیڅ چامکړه خوف خطر عقیده کلکه ساته

{کامل وفا} مـیـنـه عجیـبه کلیمه ده پـاکـه
مین واصل کړي تر کوثر عقیده کلکه ساته

@kamelwafa


نوي عامه زمزمه


کسر
قربان دي له مڔو سترگو التفات شه پسي زیات شه
راټول دي یـــاد دزڔه پر عرفات شه پسي زیات شه

اوازونه
مخلص جانان
زهیرمل مستغفر

شاعر
م کامل وفاءصاحب

https://t.me/kamelwafa


د سترپوهاند سیاسي او ملي اتل مدبر او هوښیار شخصیت شمس الشهداء امیرالمؤمنین شهید ملااخترمحمد منصور تقبله الله تعالی د شپږم تلین په مناسبت
داڅو کرښي مي قبولي کړۍ👇

په کلک دریز او سیاست دي جهان ولړزوی
شهیدامیره نـنـګ غیرت دي جهان ولړزوی

ستا قیادت شو وکفري نړی ته زنګ د خطر
مشره سپیڅلـي قیادت دي جهان ولړزوی

ستاوتدبیرته جهانیان ګوته په غاښ پاتي شول
مـلي اتـلـه رُعـب هیبت دي جهان ولړزوی

تاده عمر ارمان له خاورو سره خاوري نکړو
اخلاص وفا او صداقت دي جهان ولړزوی

د هرمظلوم پرسر وي سیوری درحمت رهبره
په ورورولۍ اوپه وحدت دي جهان ولړزوی

{کامل وفا} دي له دیدن څخه محروم پاتي شوم
اخ ژرشهیدشوي په رحلت دي جهان ولړزوی

@kamelwafa


د شهادت آوازه یي داسي معمولي خبره نه وه
بلکي د سیاست تدبیر پوهي او میړاني یو ستر غر وو چي ونړیدی او افغان اولس ددي ستري هستۍ محروم پاتي شو
تقبله الله
#شهید امیرالمؤمنین


عشق څه دی؟

عِشَق څه دی عِشْق حیات دی
بـي لـه عشقـه ژوند ممات دی

عـاشقـانــو فَـتـوا ور کـــړی
پـردي ښکلـي څـو زکات دی

زه طـالــب د مـدرســـي یـم
زکات ماتـې ثـواب زیات دی

نـوم یي داسـي خـــوږ را لګـي
لـکـه قـنـد او لـکــه شـات دی

ورنځــور زړه تـه شِـفـاء شــي
ستاده دوو سترګو سوغات دی

صوفي ته اوس بیخي وران یي
کـنـه سـتـاکـار خـــو صلات دی

د تسبیحو پرځای دي خـوله کـي
اوس د هــر ښکـلــي صفات دی

کــه {کامـل وفا} مـجـــــرم دی
دچـا څـه بـانــــــدي اثبات دی؟

@kamelwafa


🌹 درودشریف موھیر نسي🌹

*🎋ﷺ ﷺ ﷺ❤ﷺ🌹 ﷺ ﷺ🎋*
*🎋ﷺ ♻ ♻ﷺ ﷺ♻* ♻ ﷺ🎋❤❤
*🎋ﷺ♻* *♻ﷺ♻* *♻ﷺ🎋* *🎋ﷺ ♻* ♻ *♻ ﷺ🎋*
*🎋ﷺ♻ ♻ ﷺ🎋*
*🎋ﷺ ♻ ♻ ﷺ🎋*
*🎋ﷺ ♻ ❤مُـﺣـَمَّـد ❤ ♻ ﷺ🎋*
*🎋ﷺ♻ ♻ ﷺ🎋*
*🎋ﷺ♻ ♻ﷺ🎋*
*🎋ﷺ ♻ ♻ ﷺ🎋*
*🎋ﷺ ♻ ﷺ🎋*
*🎋ﷺ🎋*
َ 🌺 *ﷺ*🌺
❤اللـــهم ﷺ صــــل ﷺ عــلى ﷺ ســيدنا ﷺ محـــمد🌹
❤*ﷺ وعــلى ﷺ الـــه ﷺ وصـــحبه ﷺ وســلم ﷺ🌹
*🍒❤ اللَّهُـــــــمّ 🍒 صَــــــل 🍒ٌ علَےَ 🍒*❤
💐مُحمَّـــــــد 🍒💐ْ و عَلی 🍒 آل* 💐*مُحَمَّــــــــدٍ 🌹

🌹 *ﷺ🌹*ﷺ 🌲*ﷺ*🌲 ﷺ ❤ 🌻*ﷺ*🌻


#دمیني تورات:

قربان دي د مړوسترګواِلْتِفات شه پسي زیات شه
راټول دي یاد دزړه پر عرفات شه پسي زیات شه

بیخي به دي مجنون زړه د لیلا له عشقه سوړ وي
ځـه ته راته کنه پـه جوابـات شه پسي زیات شه

مـؤمنـه یو وخت خامخا حضـور ته درب درومي
لاوخت شته لاس په سرله منکرات شه پسي زیات شه

د سپین مخ په ښکلادي هیواد څومره ښکلا وموند
په حُـسـن دي طـالـبـه بـرکات شه پسي زیات شه

مـنـنـه دزړه ســـره د رنځـــور زړګـــي غـوښـتـنـه
چي ودي منل نورهم پسي زیات شه پسي زیات شه

{کامل وفا} د مینـي تـورات تـا کــوي لـوَسْتلـی
نوته له کوهِ طُور په حِکایات شه پسي زیات شه

@kamelwafa


لِلّه فِي اللّه...

که دوستي که دښمني لِلّه فِي اللّه وي
د مُسْلِـم ټـول زنـدګـي لِلّه فِي اللّه وي

دا د وخت او د مطلب یاران دي ورک شي
ورورولــي او ملګـري لِلّه فِي اللّه وي

د ښایست مینه خپل ځان دوکه کول دي
مُحــبّــتِ اِلــهِــــــي لِلّه فِي اللّه وي

د مجنون او د لیلا قیصه دي پریږده
د بلال رنګ عاشقي لِلّه فِي اللّه وي

کینه کرکه او حسد په زړه کـي مـړکــړه
د سپین زړه نورصفایي لِلّه فِي اللّه وي

هو {کامل وفا} ثـواب پـري مـرتـب وي
که دي شعر او شاعري لِلّه فِي اللّه وي

@kamelwafa


بسمه تعالی جلَّ شانَهُ

درنو هیوادوالو
وړوکی اخترمو مبارک او بختورشه
سترځواکمن ذات مو صیام قیام صدقات او ټوله اعمال صالحه قبول او مقبول وګرځوه
لوی څښتن دي د ټولو شهداؤ شهادتونه قبول کړي
او زخمیانو ته دي رب العزت شفاء عاجله کامله نصیب کړي او ټوله ځوریدلو مسلمانانو ته د نعم البدل او اجر غوښتونکی یم

ورورمو: مولوي محمدکامل وفا


اخترته👇

د محبت پـه شـمـال مـړه کـړه نفرتونه
داځل اختره چي راځي
زړوکي راشنه دي کړه د میني غاټولونه
داځل اختره چي راځي

ومــړاوو هـیـلـــو تـه بـهـارشـه
ورته شبنم شه
ورته یوښکلــی روڼ سـهارشـه
او صبحدم شه
کــړه را تـازه بیا جـل وهـلـي ګـلابـونه
داځل اختره چي راځي

زهیر اولس مو کړه خوشحاله
خپل په راتګ دي
مسکــی کــړه هــر یــوکلیواله
خپل په راتګ دي
ځکه شل کاله یی کړه تیر ترخه وختونه
داځل اختره چي راځي

داځل په امن او خوښی کي
وبه دي لمانځو
پـه تـکـي سپینـي ازادی کي
وبه دي لمانځو
د ګل هیواد غیږکي اوس نشته وحشتونه
داځل اختره چي راځي

پام کوه ستړي مجاهده
او خفه نشي
د شـرفساد ضـدّمعـانده
چي دمه نشي
د هــر شهید د بچــي وکـــړه تپوسـونه
داځل اختره چي راځي

دا یــو پیغـام درســره راوړه
اوبس رادرومه
جواب کي جام درسره راوړه
اوبس رادرومه
{کامـل وفا} یــار تـه لـیـږلــي سلامـونه

@kamelwafa


د وخت ولیُّ الله مرحوم امیرالمؤمنین مجاهدالاکبر ملامحمدعمرمجاهد رحمه الله د نهم تلین په مناسبت داڅو کرښي مي واخلۍ👇

شل کلن انقلاب ټول شو لا ته ورک یي
افغانان بیا یـو کهول شو لا ته ورک یي

تـه خـبـر یــی او کـنـه مسـت قـلـــنـدره
بیرته جوړدي مات کچکول شو لا ته ورک یي

تا چـي کـمـي پیشګـویانـي وي ویلـي
و هغوته پیدا شپول شو لا ته ورک یي

رقیب ولاړی پښي یې سپکي له دي ښار کړي
د رســی سر ځنـي شُوْل شولا ته ورک یي

چي لا ورک سوي پسي ورک سوي آن تر ننه
ستا یعقوب د ملت خُول شولا ته ورک یي

پـر {کامل وفا} دي هـجـر تـنـها زور دی
ورنه جوړ ملنګ بهلول شو لا ته ورک یي

@kamelwafa

Показано 20 последних публикаций.

292

подписчиков
Статистика канала