د نېکمرغه لوی اختر په مناسبت د عالیقدر امیر المؤمنین شیخ الحدیث مولوي هبة الله آخندزاده (حفظه الله) د مبارکۍ پیغام
بسم الله الرحمن الرحیم
الله أکبر الله أکبر، لآ إله إلا الله والله أکبر، الله أکبر ولله الحمد
إن الحمد لله نحمده ونستعينه ونستغفره، ونعوذ بالله من شرور أنفسنا ومن سيئات أعمالنا من يهده الله فلا مضل له، ومن يضلل فلا هادي له، ونشهد أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له، اعز جنده، ونصرعبده و هزم الاحزاب وحده، ونشهد أن محمدا عبده ورسوله صلى الله وسلم عليه وعلى آله وصحبه أجمعين, أما بعد:
فقد قال الله عزوجل: إِنَّآ أَعْطَيْنٰكَ الْكَوْثَرَ ، فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَرْ، إِنَّ شَانِئَكَ هُوَ الْأَبْتَرُ. صدق الله العظیم.
ژباړه: بیشکه موږ درکړی مو دی تاته کوثر(ډير خیر یا ویاله په جنت کې) نو لمونځ کوه، لپاره د رب خپل او قرباني کوه، بی شکه دښمن ستا همغه دی بی بنیاده، له هره خیره منقطع.
و ایضا قال الله تعالی: قُلْ إِنَّ صَلَاتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿١٦٢﴾ لَا شَرِيكَ لَهُ ۖ وَبِذَٰلِكَ أُمِرْتُ وَأَنَا أَوَّلُ الْمُسْلِمِينَ ﴿١٦٣﴾.
ژباړه: ووایه (ای محمده! دوی ته) بیشکه لمونځ زما او قربانۍ زما او (طاعتونه) ژوند زما او مرګ زما (پرصالح عمل) خاص الله لره دي، چې رب (پالونکی) د ټولو عالمیانو(د جهان) دی، نشته هیڅ شریک ده لره (په دغو تیرو عبادتونو کې) او په همدې (توحید) امر(حکم) کړی شوی دی او زه اول د مسلمانانو یم (الله ته د غاړې ایښودونکو) څخه یم.
د افغانستان مسلمان او مجاهد ملت او ټول اسلامي امت ته!
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
ــ لومړی ټولو مسلمانانو، هېوادوالو، د شهیدانو کورنیو، کونډو او یتیمانو ته د نیکمرغه لوی اختر په مناسبت مبارکي وایم، الله تعالی مو قربانۍ، حجونه، صدقات، دُعاګانې او ټول نیک اعمال په خپل عالي دربار کې قبول کړه.
الله تعالی دې زموږ د ملت ستونزې او ستړیاوې او د ټولو اقشارو هغه ستومانۍ پخپل عالي دربار کې قبولي او منظورې وګرځوي چې د هېواد د آزادۍ او اسلامي نظام د اقامې لپاره يې وګاللې ، آمین یاربَّ العلمین.
ــ ګرانو هېوادوالو!
الحمدلله داځل لوی اختر په داسې حالت کې لمانځو چې د الله جل جلاله په فضل او کرم سره هېواد مو په بشپړ ډول آزاد شوی، اسلامي نظام قایم ده، ټول ملت مو د امن، آرام او اخوت په فضا کې ژوند کوي.
دا ستره فتحه یوازې د اسلامي امارت او د سنګر د مجاهدینو نه؛ بلکې د ټول ملت را سره شریکه ده چې په شل کلن جهاد کې يې هر ډول تکلیفونه راسره وګالل تر څو مو هېواد له اشغال څخه آزاد شو.
ــ د افغانستان اسلامي امارت په هیواد کې د اسلامي شرعي نظام د قیام ترڅنګ، امنیت، پرمختګ او د دې هیواد د بیا رغونې لپاره هر ډول هلوځلو ته خورا جدي متوجه دی.
ـــ الحمدلله وروسته له ځنډ څخه سږکال زموږ ډېر هيوادوال یوځل بیا د اسلام د یوعظیم رکن د حج سترې فريضې اداء کولو لپاره حرمينو ته تللي دي، الله تعالی دې د دوی ټول عبادتونه او دعاګانې قبولې کړي او الله تعالی دې په خير خپلو کورونو ته راورسوي او الله پاک جل جلاله دې د دوی او د ټولو حاجیانو حج مبرور وګرځوي. هيله لرو چې حاجي صاحبان په خپلو نېکو دعاګانو کې موږ او د اسلامي امارت ټول مسؤلين ياد کړي، د هيواد د پرمختګ او د اولس د هوساينې او خوښيو لپاره هم دعاګانې وکړي.
ـــ موږ ګاونډیو او د سیمې او نړۍ هیوادونو ته پوره ډاډ ورکوو، چې افغانستان به هیچا ته اجازه ورنه کړي چې زموږ له خاورې څخه په استفاده د نورو هېوادونو امنیت ته ګواښ پيښ کړي.
همدا ډول له نورو هیوادونو څخه هم غواړو چې زموږ په داخلي چارو کې هيڅ ډول مداخله ونه کړي.
ـــ موږ د امریکا په شمول له ټولې نړۍ سره د متقابل تعامل او تعهداتو په چوکاټ کې ښې او پياوړې دپلوماتیکي، اقتصادي او سیاسي اړیکې غواړو او دا د ټولو جهتونو په خیر بولو.
ــ افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، د هېواد په بیا رغونه کې باید ټول ونډه واخلو دا مو هیوادنۍ مکلفیت او دیني وجیبه ده، په ټولو جهتونو ږغ کوو چې موږ له هیچا سره ذاتي دښمني نه غواړو، زموږ غیږه د خپلو هېوادوالو پرمخ خلاصه ده. زموږ دوستي او دښمني د اسلامي اصولو پر بنا ده.
ــ دا چې له بهر څخه افغانان بیرته خپل هیواد ته د راتګ په حال کې دي، نو د تماس کمیسیون ته لارښوونه کوم هغه افغانان چې هېواد ته راځي د هغوی سره ټولې شوې ژمنې پوره کړي، د هغوی سر، مال او عزت ته څوک زیان درنه ونه رسوي.
ــ څوک چې له اسلامي نظام سره د مخالفت هڅې کوي او په هېواد دننه او بهر د دسیسو ښکار ګرځي، په هغوی ږغ کوم چې باید له تیرو ترخو تجربو څخه زده کړه وکړي، نور د فتنو او فساد خپرول، د جنګ او بې امنۍ کوښښ کول د هیچا په ګټه نه دي، غوره ده چې د دغسې ناوړه حرکاتو څخه لاس واخلئ او د اسلامي شرعي نظام د حاکمیت تر چتر لاندې هوسا ژوند ته را وګرځئ.