...........نړۍ ته.............
..مفتون....
اې د دې پـېــړۍ نـړۍ
غـوږ شه یو ګړۍ نـړۍ
تـه ځـمـا پـه دې وینـا
خلاصه کړه کوپړۍ نړۍ
تـاسره مې خدا کا شي
دا وړۍ شــړۍ نـړۍ
وزن دې چـیـټاک نه دی
لاپـې دې دړۍ نـړۍ
شر او پـه فساد کې یې
ډوبــه تـر څــړۍ نـړۍ
سپینو ته یې توره کړې
دې سپیـنې ماڼـۍ نړۍ
تـه یې د ایټمونو مور
تـه یې خـونـړۍ نړۍ
تــاتــه بــه تـاوان وکا
دا د جــنــګ لـړۍ نړۍ
شي به دې د زور ځنځیر
مات کــړۍ کـــړۍ نـړۍ
دا اغــزن اغــزان هېواد
تــه يـې پوکـڼـۍ نړۍ
جنګ کې به زه وږی شم
تــه بـه شـې مــړۍ نړۍ
لاس له ژونـده ووینځـه
غـرقــه دې بـېـړۍ نړۍ
سـتا ګـرېوان به کړمه زه
تــار تـڼـۍ تـڼــۍ نـړۍ
مــاسـره بــه نــه چېړې
سـپـکــې لــغـړۍ نـړۍ
زه د لــوپــټــو کلــی
واک مــې د پګــړۍ نړۍ
زه مفتون په سپین بیرغ
ویـاړ کــوم نــړۍ نــړۍ
..مفتون....
اې د دې پـېــړۍ نـړۍ
غـوږ شه یو ګړۍ نـړۍ
تـه ځـمـا پـه دې وینـا
خلاصه کړه کوپړۍ نړۍ
تـاسره مې خدا کا شي
دا وړۍ شــړۍ نـړۍ
وزن دې چـیـټاک نه دی
لاپـې دې دړۍ نـړۍ
شر او پـه فساد کې یې
ډوبــه تـر څــړۍ نـړۍ
سپینو ته یې توره کړې
دې سپیـنې ماڼـۍ نړۍ
تـه یې د ایټمونو مور
تـه یې خـونـړۍ نړۍ
تــاتــه بــه تـاوان وکا
دا د جــنــګ لـړۍ نړۍ
شي به دې د زور ځنځیر
مات کــړۍ کـــړۍ نـړۍ
دا اغــزن اغــزان هېواد
تــه يـې پوکـڼـۍ نړۍ
جنګ کې به زه وږی شم
تــه بـه شـې مــړۍ نړۍ
لاس له ژونـده ووینځـه
غـرقــه دې بـېـړۍ نړۍ
سـتا ګـرېوان به کړمه زه
تــار تـڼـۍ تـڼــۍ نـړۍ
مــاسـره بــه نــه چېړې
سـپـکــې لــغـړۍ نـړۍ
زه د لــوپــټــو کلــی
واک مــې د پګــړۍ نړۍ
زه مفتون په سپین بیرغ
ویـاړ کــوم نــړۍ نــړۍ