اکـرام الـدیـن مـفـتـون


Гео и язык канала: не указан, не указан
Категория: не указана


قدرمنو ان شآءالله چې په دې چېنل کې به کله کله ځما یو نيم شعر تاسې ته خپريږي.
ستاسې د ښه نظر په هيله
والسلام ستاسې ورور مفتون.

Связанные каналы

Гео и язык канала
не указан, не указан
Категория
не указана
Статистика
Фильтр публикаций


...........نړۍ ته.............

..مفتون....

اې د دې پـېــړۍ نـړۍ
غـوږ شه یو ګړۍ نـړۍ

تـه ځـمـا پـه دې وینـا
خلاصه کړه کوپړۍ نړۍ

تـاسره مې خدا کا شي
دا وړۍ شــړۍ نـړۍ

وزن دې چـیـټاک نه دی
لاپـې دې دړۍ نـړۍ

شر او پـه فساد کې یې
ډوبــه تـر څــړۍ نـړۍ

سپینو ته یې توره کړې
دې سپیـنې ماڼـۍ نړۍ

تـه یې د ایټمونو مور
تـه یې خـونـړۍ نړۍ

تــاتــه بــه تـاوان وکا
دا د جــنــګ لـړۍ نړۍ

شي به دې د زور ځنځیر
مات کــړۍ کـــړۍ نـړۍ

دا اغــزن اغــزان هېواد
تــه يـې پوکـڼـۍ نړۍ

جنګ کې به زه وږی شم
تــه بـه شـې مــړۍ نړۍ

لاس له ژونـده ووینځـه
غـرقــه دې بـېـړۍ نړۍ

سـتا ګـرېوان به کړمه زه
تــار تـڼـۍ تـڼــۍ نـړۍ

مــاسـره بــه نــه چېړې
سـپـکــې لــغـړۍ نـړۍ

زه د لــوپــټــو کلــی
واک مــې د پګــړۍ نړۍ

زه مفتون په سپین بیرغ
ویـاړ کــوم نــړۍ نــړۍ


. . . . . دعايہ مبارکي . . . . .

غمجن افغانستان يم خوښۍ ټولې غيږ کې راکړہ
دا سـولـہ ګلابـي لکـہ هـمزولـې غـيږ کې راکړہ

خاونـدہ دا اختر مې کړہ پېغام د سپينې سولې
راتلونکى هر اختر راتہ د سـولـې غـيږ کې راکړہ
. . . . . . . . . . . . . . . . .

ټولو مسلمانانو او پہ ځانګړي ډول دردمنو افغانانو او د دې کاروان ملګرو تہ دې دا ستر اختر ډېر ډېر مبارک وي
د سوچہ اسلامي نظام د بشپړ حاکميت پہ هيلہ. .
ستاسې ورور مفتون. . . .
11/8/2019


سبحان الله
د خوښی اوښکي مي له سترګو ورته توی سوی.

مفتون صیب وایی👇
تہ لکہ يوسف زندان مات نکړلې
ځکہ بادشاهان درتہ سلام کوي


لکه رانجه تور دی:

په ژوندي تور دى او په مړه تـــور دى
دلته په هر چا څه نا څه تــــــــــور دى

دوی د بدرنګو تور قانـــــــــون نه مني
په دې خاطر په پښــــــــــتانه تور دى

مونږ ته همغه سړى ښه سپين ښـــکاري
څوک چې کفري لښـــکر ته ښه تور دى

د ديموکراتو ډمـــــــــــخانې قانوني
زموږ جـــــــــنازه او په واده تور دى

په باروتي لمبه شهـــــــــــــــيد فدايي
ډېر خـــــــــــوندور لکه رانجه تور دى

له هغه چا څخه زه تور نه خــــــــورمه
څوک چې د عشـــــــق په تناره تور دى

مخ او پيـــــــکي ته دې سوچ وړى يمه
له شودو سپـــــين او له سکاره تور دى

داسې به نه وايي، که څه خـدمت وى؟
له دې جــــــــــــملې نه زما زړه تور دى

د چا چې نيت تور دى عمل يي تور دى
مفــــــــــتون هغوى ته په نامه تور دى




محترم اکرام الدین مفتون صیب ته:

ته یې د ستړي ژوند کتاب مفتونه
اې د اشعارو ستر دریاب مفتونه

کړې راښکاره د انقلاب آینې
د جهادي اسمان صحاب مفتونه

ستا په کلام کي خدای تأثیر ایښي دي
ته مي پوښتنو ته جواب مفتونه

ته یو سرتیري یې ددین د لښکر
پر ځان منلي دي عتاب مفتونه

رب دي اجرونه بې شماره درکړي
په ستره ورځ کي د حساب مفتونه

ته د ادب یو حقیقي ستوري یې
یې د پښتو د غیږي باب مفتونه

حسان ضعيف تل په تا فخر کوم
خدای دي همېش لره کامیاب مفتونه


Видео недоступно для предпросмотра
Смотреть в Telegram
مفتون صیب او ملګري د اختر پر موقع د نویو شعرونو څخه.
دویمه برخه ۲


دګران اکرام الدين مفتون صیب شعرم درته راوړئ ده هیله ده چی خوښ به موشی .....

ښه نۀ ښـــکاري د تشـــو ارادو په لـــــوپټه کې
دژوند شهزادګۍ خوندکا د جذبو په لوپټه کې

طالب زړه مې پرې ځکه ځان سيزي لکه پتنګ
د دين شمــع چې ګوري د لمبو په لــــوپټه کې

د هيلــــو ســوي باغ ته به راؤړم د حسن ناوې
د وينو د سپېڅلـــــو پســــــرلو په لـــوپټه کې

زمـا پښتون تندي ســــــره د زخم تاج مـزه کا
د ستا پښتنې سترګې د رنجـــــو په لوپټه کې

د وخت هوښيار شلولى د وطن د پېغلې شال دى
ګلـــــونه ورته ايښــي لېونو په لــــــوپټه کې

جهــان د دې يتيمې مـــاشومګۍ دى پوروړى
چې تاؤ ده د دې څو رنګه ټوټو په لوپټه کې

د درد په تيلي بلې کړه دا مړې ډيوې د اوښکو
خوند واخله د وصال د تورو شپو په لوپټه کې

آخ بيا بمبارۍ وشوې بيا به ډېرې پېغلې يوسي
د هيلـــــو جنازې د سلګکــــو په لـــــــوپټه کې

داڅوک چې د پښتون په نوم خيرات غواړي پردو نه
همدوى داغـــونه کېښول د پښتو په لـوپټه کې

"مفتونه"چې نامه د شهيد تله راتله په شونډو
حيا محسوســـــــوله اننګــــــو په لـــــوپټه کې


Видео недоступно для предпросмотра
Смотреть в Telegram
مفتون غرق پرق، عقابي جانان،او ملګري د اختریز چکر په موقع.
ترانه ویونکي: ارشادالله عقابي او ذیشان الله جلالي
شاعر: مفتون غرق پرق


اکرم الدین مفتون حفظه الله

کـوم زړه کـې چې د زړونو د رشتو اراده نشته
دې زړه د جـهـالـت نـــه د وتــو اراده نشته

يا مړ دى او که مړ نه وي نو پړ دى خپل خالق ته
چې چـا سره د خپـل حـق د غوښـتـو اراده نشته

تر څو چې د اسلام دښمنان ځمکه کې موجود وي
تـر هـغې مې سپـوږمـۍ تـه د خـتـو اراده نشـته

چـې تـه راتـه پخپله د خپل مـرګ جـواز رانکـړې
نو ماسره هيڅ وخت ستا د ويـشـتو اراده نـشته

پښتون هغه پښتون نه دى پښتو چې پښتنه کړي
پښتون سره اوس هـغـه د پـښـتو اراده نـشـته

انـسان يم مسلـمان يم مکلـف يمـه خـوشـال يم
لـه دغـې دائــرې مــې د وتــو اراده نـشـتـه

مفتـونـه مجاهـد يـمـه په پاک مسيـر روان يم
په مـرګ مـې ترېـنـه هـم د اوښـتـو اراده نـشته


Видео недоступно для предпросмотра
Смотреть в Telegram
د مفتون صیب نوی شعر


زه د غزل په تار کې ځکه ترېنه هار جوړوم
خـبـرې ټـولـې ملغلرې دي سـوچـه د شاعر

درد او ګیلې او هر انداز د جانان لیک دی پکې
زمـا زړګـی هـم لـکـه سـمـه کـتـابـچه د شاعر

د ذهن غوړ د زړګي وینه ده څه ټوکې نه دي
په یوه شعر کیږي اشنا دومره خرچه د شاعر

مفتون حفظه الله


د زړه حـــــــــــــرم /

د خوښى زخم ته مرهم ساتمه

مدام د زړه په جېب کې غم ساتمه

د مایوسۍ جل مې وهلی نه شی

د مخ خولې لکه زمزم ساتمه

د طوفانونو غېږ کې ژوند تېروم

عزم د غره په شان محکم ساتمه

راته هېڅ نه دی کږلیچونه د وخت

هدف سپېڅلی او نیت سم ساتمه

ځکه مې تل تازه وي ګل د زړګي

د تړمو اوښکو پرې شبنم ساتمه

د ازادۍ نیمګړي نوم لپاره

په زخمی ګوتو کې قلم ساتمه

ښامار ته غشی اولینده لرمه

مار او لړم لپاره دم ساتمه

د وخت کږو تور فکرو خلکو لره

دا کږه سپېنه توره هم ساتمه

د حال کتاب کې د نفاق مضمون ته

عنوان دا تور او خړ طورخم ساتمه

اې د «مفتون» طالب، طالبه غمه

په تا آبــاد د زړه حــرم ساتمه


موژ دخزان بادونۂ نۂ یو چی سپرلی ماتوو
موژ نسیمونۂ یو غوٹی دسحرکی ماتوو

موژ مجاھدیو ماتوومغرور ظالم سرونۂ
موژ ھغۂ نۂ یو چی ازار اخلو زڑگی ماتوو

دشھادت جام پسی دومرۂ تگی تگی یو موژ
چی ددی تندی ماتیدو پسی تندی ماتوو

دجینکو پۂ شان پۂ کور اوپۂ گودر کی نۂ مرو
پۂ سنگرونو داچنار چنار زوانی ماتوو

دخپلواکی احساس مودومرۂ پۂ مستی کی دی چی
غلامان وژنو او بادارتۂ یی مستی ماتوو
مفتون


اکرام الدين ،،مفتون،،

{افغانستان لېونى کړى يمه}

يـو د حـالاتــو تـريـخ دوران لـېـونـى کـړى يمـه
بـل د يـو چـا سـتړي هجران لـېـونـى کـړى يمـه

قرآن حاکم واى نړۍ سپينه واى په سپينو جنډو
دې تـصــور او دې ارمــان لـېـونـى کـړى يـمـه

ټوپک پہ لاس د جنګ ډګر کې د بارودو ګرد کې
اى مجاہدہ ستا اذان لېونى کړى يمہ

په سپين تندي يي کلمه ليک وه، وصيت يي کاوه
يـوه زلـمـوټي طـالـبـجـان لـېـونـى کـړى يـمـه

د جـنـازو او د ودنـو پـکې فــرق نــه کــيـږي
مـفـتـونـه! ګــران افغانستان لـېـونـى کـړى يـمـه


Репост из: سنګرمیډیاSUNGERMEDIA
مفتون صیب وایئ👇
اغــزى وي ، وغـوړيـږي ګل شي
پـردى وي لــرې وي راخـپـل شي

تريخ وي، خو خوږ لکہ عسل شي
بــد عــادتــونــہ يـې بــدل شي

شــيــريــن زبــان لـکـہ بلـبـل شي
مـفـتـونـہ ښکلـى يو پہ سل شي

څوک چې طالب سرہ پہ څنګ کې پاتې شينہ

#نوټ دجارقلم نوی عکس


د جنازې اعلان....

ګرانو ملګرو السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!
د محترم مفتون والد صاحب د ورپېښې ناروغۍ له امله نن پنجشنبه ماځیګر په حق ورسېد
نن ماښام د جمعې شپه ده حیات اباد ۷ فیز ته مخامخ شاکڅ فاروقیه مدرسه کې ماښام جماعت نه متصل پس د جنازې لمونځ اداکیږي

انا لله و انا الیه راجعون..
ستاسې ورور اکرام الدین مفتون


دا ماشوم زړه د اختر په نوم کرار کړم
کنه هجر دې روژې د ځوانۍ مرګ دی

...مفتون... ټولو ته د واړه اختر مبارکي وایم مبارک مو شه


د سترجهادي او سیاسي رهبر شهید منصور په یاد...مفتون...

داسې اختر وې چې پېغام د اخترونو شولې
ته لـه مـمبـره تر سنګره غږ د زړونو شولې

ستا شهادت به ستا په شانته منصوریان پیدا کړي
منصوره ستوری د تاریخ د اسمانونو شولې


........د معارف ترانه.........

رب سرچینه را کړې راته قرآن د علم
له لمر ځلانده ګڼو سپېڅلی شان د علم....
۱..
د یو الله منونکي مونږ د ایمان خاوندان
د ژوند له رازه خبر مونږه کامل انسانان
توپیر د حق او باطل کوو په توان دعلم....

۲...
دظلم شپې ماتوو دعدالت په وړانګو
وحشت او کرکه وژنو دمحبت په وړانګو
مونږ د خوښیو ستوري یو په اسمان د علم....
۳...
مونږ انسانیت خلاصوو د بدرنګۍ له پنجو
د جهالت له بلا د ځانځانۍ له پنجو
غواړو خوږه ورورولي مونږ په امکان د علم....
۴...
سکون او سوله بښو خفه ستومان ژوندون ته
راوړو رنګین پسرلی خزان خزان ژوندون ته
له دې جهان جوړوو یو ګلستان د علم.....

۵...
قلم مشال دی زمونږ، قلم خنجر دی زمونږ
کتاب قانون دی زمونږ عالم رهبر دی زمونږ
مونږه عسکر د اسلام مونږ پلویان د علم...
۶...
د مور له غېږې څخه آن تر لحده طلب
کوو د علم پسې د مرګ تر حده طلب
مونږ د جهان استاذان مونږ شاګردان د علم.....
۷...
تاریخ پرې وځلیږي ویاړ د ملت وګرځي
یو ډېر سپېڅلی غمخور د انسانیت وګرځي
هار چې په غاړه کاندي کوم یو انسان د علم......
۸...
عطرورینه فضاء د شریعت راولو
بیا نازولی دوران د امارت راولو
په دې غښتلي تکل یو لارویان د علم.....
۹...
یو حقیقي مخنیوی د فسادونو لرو
پاک شرنګېدلی احساس د جهادونو لرو
مفتونه مونږ مجاهد مونږ طالبان د علم.......

Показано 20 последних публикаций.

2 556

подписчиков
Статистика канала