parwan.com پروان ټکی کام


Гео и язык канала: не указан, не указан
Категория: не указана


‏يوه ازاده او خپلواکه پاڼه ده. له همدې پاڼې څخه پر وخت داخلي او خارجي خبرونه، اوهمدا راز نوروپه زړه پوري مطالب کتلئ شئ. بس زموږ هيله ده چې امت له حقايقو خبرسي.
ټيويټر👇

Связанные каналы

Гео и язык канала
не указан, не указан
Категория
не указана
Статистика
Фильтр публикаций


Видео недоступно для предпросмотра
Смотреть в Telegram
سو ورزی داکتر زلمی خلیل طالبانو سره په خبرو آترو اخته دی
داخبری به سو ورزی دوام وکری چه دواره لوری خپله پریکره اعلان کری
ده دی آره دزاخیلوا ل مرکه واوری


Видео недоступно для предпросмотра
Смотреть в Telegram
موږسوله نه اوربندغواړو، داشرف غني سره ولاړيو. داشرف غني خواخوږی اجمل
دلته مفسدين دسولي په مخ کي دشګوبندونه تړي،چي اصلي بادار ⁧ امريکايان ⁩ د غوږکش ورکړي غږ يي بدل شي.
سياسي شنونکی
⁧ ولي ⁩ الله شاهين


عزم(سه شنبه، ۰۱سلواغه، ۱۳۹۸ل): مسیر ورځپاڼې په خپله نننۍ سرلیکنه کې په کابل کې د غلاوو، جنايي پېښو، وژنو او ناامنۍ باندې بحث کړی.
ورځپاڼې د تېرې ورځې پېښې ته په اشاره لیکلي، نامعلومه وسله‌والو د یوې کورنۍ څلور غړي ووژل؛ خو امنیتي ادارو یوازې د خواخوږۍ اعلامیې خپرې کړې، خو نور یې هېڅ ونه کړل.
«په تېرو څو ورځو کې یوځل بیا په کابل کې پرله پسې جنايي پېښې شوې دي. غله لا هم خلک لوټي، موټرونه تښتوي او په یوه کم سارې پېښه کې نامعلومو وسله والو د یوې کورنۍ څلور غړي وژلي دي. دا پېښې له هغه وروسته کېږي چې کورنیو چارو وزارت د غلاوو د مخنیوي ادعاوې وکړې. دا سمه ده چې د غلا او لوټمارۍ له یوې پراخې فضا وروسته یو مثبت بدلون راغی، خو په سرعت کیسه بېرته پخواني حالت ته ګرځي. یوځل بیا غلاوې او شوکې پیل شوې او تازه پېښې شوې دي. پوښتنه دا ده چې د غلاوو، شوکو او جنايي پېښو په مخنیوي کې ولې اساسي ګامونه نه اخیستل کېږي؟»
د مسیر په باور، د کابل په غلاوو کې د امنیتي ادارو سربېره د ولسي جرګې، مشرانو جرګې او آن د ارګ چارواکي هم شریک دي؛ ځکه د دوی پر ضد داسې ګام نه اخیستل کېږي، چې خلک له یوې مخې بې‌غمه شي.
«په کابل کې جنايي جرمونه، غلاوې او شوکې په منظم، پلان شوي او سیستماتیک ډول کېږي، چې پکې ځینې زورورې کړۍ او ان په حکومت کې دننه کړۍ دخیلې دي. کله کله د چارواکو له ویناوو ښکاري چې د دې کړیو رېښې تر ولسي او مشرانو جرګو رسېږي. په پولیسو کې دننه ځینې کړۍ هم له دې چارې سره تړلې ګڼل کېږي. په کابل کې او د کابل په څنډو کې ځینې زورواکي چې له سیاسي رهبرانو سره اړیکې لري او ډېری وخت ارګ هم ورسره د رایو لپاره په معامله کې وي، په دغو غلاوو او شوکو کې اساسي رول لري. د دې لپاره چې دا کړۍ حکومتي، سیاسي او وسله وال زور لري، نو ځکه یې پر وړاندې ګام اخیستل ستونزمن دي. په دې چاره کې سیاسي معاملې او جوړجاړی تر ګردو لوی خنډ دی؛ ځکه چې ډېری وخت حکومتي مشران نه غواړي چې سیاسي مشران خپه کړي او د هغوی د غلو او زورواکو پرضد ګامونه واخلي. آن کله کله دا کسان د سیمه ییزو پولیسو مشران اخلي او یا هم دا  سیمه ییز پولیس د دوی په خوښه او رضا باندې ټاکي.»
مسیر لیکلي، په کابل کې چې کوم غله نیول شوي، واړه غله دي؛ خو د حکومت فېسبوک چلوونکي یې غټ غله ښيي او په داسې کارونو ځانونو ته کمپاینونه کوي.
«د غلاوو او شوکو پر ضد د حکومت وروستیو ګامونو ته په کتو ښکاري چې حکومت هم کوم اساسي ګام نه اخلي، یوازې ځینې نمایشي کارونه کوي چې د خلکو پوښتنو، غوښتنو او نیوکو ته ځواب ووايي. له بله اړخه حکومت او په حکومت کې اشخاص هم هڅه کوي چې د غلو پر ضد په نمایشي ګامونو سره ځان ته کمپاین وکړي. له همدې امله د غلو او جنایتکارانو پر ضد ګامونه خورا واړه او سرسري دي، خو د دوی مطبوعاتي ټیمونه او فېسبوک چلوونکي دا فعالیتونه لوی او بنسټیز ښکاره کوي. واقعیت دا دی چې د غلو او شوکمارو پر ضد اساسي ګام نه دی اخیستل شوی، نیول شوي کسان هم واړه غله دي چې یا له شبکو سره تړلي نه دي او یا یې هم نوی فعالیت پیل کړی دی.»
ورځپاڼې له حکومت غوښتي، چې د غلو پر وړاندې مبارزه رښتیني کړي او هغه مشران دې افشا کړي، چې له غلو سره اړیکې لري او یا یې ملاتړ کوي.
«که حکومت په رښتیا غواړي چې د غلو پر ضد ګام واخلي، دا چاره باید منظمه، پلان شوې او سیستماتیکه وي. لومړی باید یوه قوي اراده وي. دویم باید د غلو د سترو ملاتړو پر ضد ګام واخیستل شي او د غلو اصلي ځالې او مرکزونه ختم کړي. که حکومت پیدا کړي چې سیاسي مشران د دغو غلو ملاتړ کوي، باید مستند یې افشا کړي او پر ضد یې ګام واخیستل شي. دغه راز که په حکومت کې دننه او په ملي شورا کې ځینې کړۍ وي، باید ښکاره شي او پر وړاندې یې عملي ګامونه واخیستل شي.»


http://azamm.org/?p=64637


Видео недоступно для предпросмотра
Смотреть в Telegram
#خبر_دری
محمد سهیل شاهین از جزییات گفتگوی ملا برادر و ستانکزی با خلیل‌زاد و سکات میلر خبر داد


*عراق* :
*د امریکایي ځواکونو حضور نور د منلو نه دی*

د عراقي پارلمان د امنیتي او دفاعي چارو کمیسیون وایي، له خپلې خاورې یې د امریکایي ځواکونو د وتلو لپاره عملي اقدامات پیل کړي دي. د یاد کمیسیون یو غړي علي الغانمي له بغداد الیوم سره په مرکه کې ویلي، له عراقه د امریکایي ځواکونو د وتلو پرېکړه پر خپل ځای ده او دوی په دې اړه عملي اقدامات پیل کړي دي. هغه زیاته کړې، په عراق کې د امریکایي ځواکونو حضور نور د منلو وړ نه دی او روان میلادي کال به له دې هېواده د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو شاهدان اوسي. الغانمي ویلي، د پارلمان له پرېکړې وروسته په دې هېواد کې د امریکایي پوځیانو د حضور هیڅ اړتیا نه لیدل کېږي او دوی په دې اړه له امریکایي لوري څخه غوښتنه کړې ده چې هر څومره ژر پښې سپکې کړي. نوموړي زیاته کړې دوی هڅه کوي امریکایانو ته په سوله ییزه توګه د وتلو لار پیدا کړي او که داسې ونشي نو له نورو لارو چارو به ګټه واخلي.


Репост из: سنګرمیډیاsungermedia


Репост из: سنګرمیډیاsungermedia
شاهین: د تاوتریخوالي کمولو مانا؛
د امریکایانو وتلو ته زمینه برابرول دي، نه اوربند

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وایي، دوی په دوحه کې د روانو خبرو په لړ کې پر څلورو موضوعاتو توافق ته رسېدلي دي. هغه یادو موضوعاتو ته په اشارې ویلي، دا موضوعات له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل، د تاوتریخوالي کمول، د نورو هېوادونو پر ضد د افغان خاورې نه کارول او دغه راز د بین الافغاني خبرو پیلول دي. هغه د تسنیم په نامه له ایراني اژانس سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، د تاوتریخوالي کمولو مانا له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته زمینه برابرول دي نه اوربند. نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې د امریکایانو غوښتنه څه وه ویلي، د امریکایانو لومړۍ غوښتنه اوربند و خو دوی نه ده منلې او ټینګار کوي چې دوی به د امریکایانو وتلو لپاره تاوتریخوالی کموي او له امریکا یې هم غوښتنه کړې ده چې هغوی هم باید د دوی پر وړاندې عملیات ودروي. شاهین ویلي، هوکړه بشپړه شوې او په خبره یې وبه کتل شي چې څه وخت ورباندې د دواړو لورویو له خوا لاسلیک کېږي. د یاونې ده چې افغان حکومت پر اوربند ټینګار کوي او له هغه پرته د سولې لپاره روانې هلې ځلې بې پایلې بولي.


*ټرمپ په تېرو دریېو کلونو کې ۱۶ زره ځله دروغ ویلي*

ډونالډ ټرمپ نن د امریکا د ولسمشر په توګه څلورم کال پیل کړی دی. د ترسره شویو څېړنو له مخې نوموړي د خپلې ولسمشرۍ په تېرو دریېو کلونو کې ۱۶ زره ځله دروغ ویلي دي. د هېل په نامه خپرونې نن د دې خبر په خپرولو سره ویلي، ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په تېرو دریېو کلونو کې ۱۶ زره او ۲۴۱ ځله دروغ ویلي دي او خلک یې تېرایستلي دي. د یاد راپور پر بنسټ په ۲۰۱۹ میلادي کال کې ټرمپ د تېرو دوو کلونو په پرتله دوه برابره ډېرې داسې څرګندونې کړې دي چې وروسته معلومه شوې ده دروغ دي او په دې توګه یې خلک تېر ایستلي دي. د راپور له مخې نوموړي په تېر کال کې په ورځني ډول ۱۰.۲ ځله دروغ ویلي دي. د یادونې ده چې تر دې وړاندې د امریکا د هاروارډ پوهنتون استاد جوزف نای هم ویلي وو چې دروغ هر څوک وایي خو ټرمپ یو افراطي دروغجن دی او د امریکا حیثیت ته یې زیان رسولی دی.


نجینر خان محمد تکل د یار محمد زوی دی، په ۱۳۶۵ل کال د هلمند د ګرمسېر ولسوالۍ په بګت کلی کې زېږېدلی. په ۱۳۸۴ل کال کې د لښکرګاه له لېسې فارغ شوی، په کندهار پوهنتون کې یې د انجینري پوهنځی ویلی، د لېسانس دورې وروسته په هلمند پوهنتون کې استاد شو او په ۱۳۹۴ کال کې یې په هندوستان کې ماسټري کړې ده.
http://azamm.org/?p=64640


*کندز: طالبانو پوسته سقوط کړې او ۱۱ عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې*
https://wp.me/p54r7z-F5g
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱ سلواغ ه، ۱۳۹۸ل): طالبانو د کندز ولايت په علي اباد ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په پوسته بريد کړی دی چې په نتيجه کې يې اته عسکر وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د علي اباد ولسوالۍ اړوند کوچه قزاق سيمه کې يې د امنيتي ځواکونو په پوسته بريد کې کړی دی او دولتي عسکرو ته يې ياده مرګ ژوبله ور اړولې ده.

https://twitter.com/Zabehulah_M33/status/1219498997397774337

مجاهد ويلي دي چې پوسته هم د طالبانو په لاس سقوط شوې ده، يو ټانګ ويجاړ شوی او يوه اندازه وسلې او مهمات د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

بل لور ته د کندز يوې امنيتي سرچينې هم د نوم نه څرګندولو په شرط د اتو عسکرو د وژل کېدو پخلی کړی دی.


مسیر: کابل لا هم امن نه دی

24 دقیقه پیش / محمد / عــزم
عزم(سه شنبه، ۰۱سلواغه، ۱۳۹۸ل): مسیر ورځپاڼې په خپله نننۍ سرلیکنه کې په کابل کې د غلاوو، جنايي پېښو، وژنو او ناامنۍ باندې بحث کړی.
ورځپاڼې د تېرې ورځې پېښې ته په اشاره لیکلي، نامعلومه وسله‌والو د یوې کورنۍ څلور غړي ووژل؛ خو امنیتي ادارو یوازې د خواخوږۍ اعلامیې خپرې کړې، خو نور یې هېڅ ونه کړل.
«په تېرو څو ورځو کې یوځل بیا په کابل کې پرله پسې جنايي پېښې شوې دي. غله لا هم خلک لوټي، موټرونه تښتوي او په یوه کم سارې پېښه کې نامعلومو وسله والو د یوې کورنۍ څلور غړي وژلي دي. دا پېښې له هغه وروسته کېږي چې کورنیو چارو وزارت د غلاوو د مخنیوي ادعاوې وکړې. دا سمه ده چې د غلا او لوټمارۍ له یوې پراخې فضا وروسته یو مثبت بدلون راغی، خو په سرعت کیسه بېرته پخواني حالت ته ګرځي. یوځل بیا غلاوې او شوکې پیل شوې او تازه پېښې شوې دي. پوښتنه دا ده چې د غلاوو، شوکو او جنايي پېښو په مخنیوي کې ولې اساسي ګامونه نه اخیستل کېږي؟»
د مسیر په باور، د کابل په غلاوو کې د امنیتي ادارو سربېره د ولسي جرګې، مشرانو جرګې او آن د ارګ چارواکي هم شریک دي؛ ځکه د دوی پر ضد داسې ګام نه اخیستل کېږي، چې خلک له یوې مخې بې‌غمه شي.
«په کابل کې جنايي جرمونه، غلاوې او شوکې په منظم، پلان شوي او سیستماتیک ډول کېږي، چې پکې ځینې زورورې کړۍ او ان په حکومت کې دننه کړۍ دخیلې دي. کله کله د چارواکو له ویناوو ښکاري چې د دې کړیو رېښې تر ولسي او مشرانو جرګو رسېږي. په پولیسو کې دننه ځینې کړۍ هم له دې چارې سره تړلې ګڼل کېږي. په کابل کې او د کابل په څنډو کې ځینې زورواکي چې له سیاسي رهبرانو سره اړیکې لري او ډېری وخت ارګ هم ورسره د رایو لپاره په معامله کې وي، په دغو غلاوو او شوکو کې اساسي رول لري. د دې لپاره چې دا کړۍ حکومتي، سیاسي او وسله وال زور لري، نو ځکه یې پر وړاندې ګام اخیستل ستونزمن دي. په دې چاره کې سیاسي معاملې او جوړجاړی تر ګردو لوی خنډ دی؛ ځکه چې ډېری وخت حکومتي مشران نه غواړي چې سیاسي مشران خپه کړي او د هغوی د غلو او زورواکو پرضد ګامونه واخلي. آن کله کله دا کسان د سیمه ییزو پولیسو مشران اخلي او یا هم دا  سیمه ییز پولیس د دوی په خوښه او رضا باندې ټاکي.»
مسیر لیکلي، په کابل کې چې کوم غله نیول شوي، واړه غله دي؛ خو د حکومت فېسبوک چلوونکي یې غټ غله ښيي او په داسې کارونو ځانونو ته کمپاینونه کوي.
«د غلاوو او شوکو پر ضد د حکومت وروستیو ګامونو ته په کتو ښکاري چې حکومت هم کوم اساسي ګام نه اخلي، یوازې ځینې نمایشي کارونه کوي چې د خلکو پوښتنو، غوښتنو او نیوکو ته ځواب ووايي. له بله اړخه حکومت او په حکومت کې اشخاص هم هڅه کوي چې د غلو پر ضد په نمایشي ګامونو سره ځان ته کمپاین وکړي. له همدې امله د غلو او جنایتکارانو پر ضد ګامونه خورا واړه او سرسري دي، خو د دوی مطبوعاتي ټیمونه او فېسبوک چلوونکي دا فعالیتونه لوی او بنسټیز ښکاره کوي. واقعیت دا دی چې د غلو او شوکمارو پر ضد اساسي ګام نه دی اخیستل شوی، نیول شوي کسان هم واړه غله دي چې یا له شبکو سره تړلي نه دي او یا یې هم نوی فعالیت پیل کړی دی.»
ورځپاڼې له حکومت غوښتي، چې د غلو پر وړاندې مبارزه رښتیني کړي او هغه مشران دې افشا کړي، چې له غلو سره اړیکې لري او یا یې ملاتړ کوي.
«که حکومت په رښتیا غواړي چې د غلو پر ضد ګام واخلي، دا چاره باید منظمه، پلان شوې او سیستماتیکه وي. لومړی باید یوه قوي اراده وي. دویم باید د غلو د سترو ملاتړو پر ضد ګام واخیستل شي او د غلو اصلي ځالې او مرکزونه ختم کړي. که حکومت پیدا کړي چې سیاسي مشران د دغو غلو ملاتړ کوي، باید مستند یې افشا کړي او پر ضد یې ګام واخیستل شي. دغه راز که په حکومت کې دننه او په ملي شورا کې ځینې کړۍ وي، باید ښکاره شي او پر وړاندې یې عملي ګامونه واخیستل شي.»


اتمر: سیاسي مشران دې د سولې دا موکه له لاسه نه ورکوي

19 دقیقه پیش / محمد / عــزم
عزم(سه شنبه، ۰۱سلواغه، ۱۳۹۸ل): د ملي امنیت شورا پخوانی مشر محمد حنیف اتمر وايي، د سولې په تړاو د خلکو هیلې زیاتې شوي، خو سیاسي مشران دې د سولې دغه وروستۍ موکه له لاسه نه ورکوي.
د اتمر له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي«د تاوتریخوالي د راکمیدو په موخه د طالبانو د طرحې په اړه خپرو شویو خبرونو، که له یوې خوا د سولې بهیر د بریالیتوب په مورد د خلکو هیلې زیاتې کړي، ور سره جوخت دسولې د کیفیت او دوام په اړه هم سیاسي بحثونه راپورته شوي دي.»
د خبرپاڼې له مخې، سیاسي مشران دې خپل اختلافات شاته پرېږدي او د سولې لپاره دې ګډ کار وکړي.«د دې وخت را رسیدلی چې د هېواد سیاسي مشران د وروستیو ټاکنو او د حکومتدارۍ د روش پر اړه د جدي اختلافاتو باوجود د سولې له پاره چې زموږ د خلکو آرمان دی، اجماع او اتفاق وکړي.»
د اتمر په قول، که اوس‌مهال لنډمهالی اوربند وشي، نو دایمي اوربند ته به لاره هواره کړي.«په اوسني پړاو کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ د سراسري اوربند ټینګښت که څه هم لنډمهالی وي ترهغه وخته چې د بین الافغاني مذاکراتو د موافقتنامې د تحقق په پایله کې دایمې اوربند کیږي.»
اتمر د حکومت له استازو، سیاسي مشرانو او د مدني ټولنو له غړو غوښتي، چې د بین الافغانۍ مذاکراتو په غونډو کې ګډون وکړي او «په یو وخت کې د بین الافغاني هوکړې او د امریکا او طالبانو ترمنځ د موافقتنامې له پاره نړیوال ضمانت او ملاتړ.» پیدا کړي.
نوموړي له سیاسیونو غوښتي، چې له دې تاریخي فرصت ګټه واخلي او د سولې دغه موکه دې له لاسه نه ورکوي.«د افغانستان سیاسي مشران کولی شي او باید له دې تاریخي فرصت څخه ګټه پورته کړي او زموږ د خلکو د مشروع غوښتنې له حقانیت څخه چې سوله ده د نړۍ ملاتړ په لاس راوړي. شرط زموږ ملي اتفاق دی او هغه هم همدا اوس.»


ویسا: اشرف غني او عبدالله د سولې په تړاو یوه خبره نه کوي

17 دقیقه پیش / محمد / عــزم
عزم(سه شنبه، ۰۱سلواغه، ۱۳۹۸ل): ویسا ورځپاڼې خپله نننۍ سرلیکنه د سولې په تړاو د ګډ حکومت متضادو نظرونو ته ځانګړې کړې ده، چې اشرف غني یوه خبره کوي؛ خو عبدالله عبدالله بله خبره. ورځپاڼې« غني يې له ځانه سره ډنګوي» تر سرلیک لاندې لیکلي، اشرف غني نه د سولې په تړاو یو دریځ لري او نه د افغانستان په اړه.
«د ولسي جرګې پخواني غړي جعفر مهدوي وړمه ورځ له یوې خصوصي رسنۍ سره په بحث کې د سولې په تړاو د حکومت پر دریځ نیوکه وکړه وې ویل چې ولسمشر غني د خپل حکومت له شریک ډاکټر عبدالله سره د سولې په تړاو شریک دريځ نه لري نور د ولس خو پر ځای پریږده. پرون ډاکټر عبدالله د حکومت د سولې پر پروګرامونو د اعتراض په ترڅ کې د مهدوي ادعا تایید کړه. متآسفانه تريخ واقعیت دا دی چې غني د افغانستان برخلیک له سترو بربادیو سره مخ کړی دی، یوه ورځ د سولې تود شعار، بله ورځ د هغو پر وړاندې یو سل او اتیا درجې دریځ بدلول، یوه ورځ له فساد سره د مبارزې شعار، بله ورځ له ارګه د فسادونو بویونه او د تدارکاتو د کمیسیون په نوم د فساد انحصار.»
د ویسا په باور، د اشرف غني په شپږ کلن حکومت کې نه جنایتکار معلوم شو، نه غل، نه ظالم او نه قاتل، بلکې یوه ورځ یې د غل په نامه خلکو ته وروپېژني او بله ورځ د اشرف غني نږدې کس وي.
«یوه ورځ له عطا سره ټټر وهل بله ورځ امتیاز ورکول، یوه ورځ یو څوک د قاتل، ظالم او جنګسالار په نوم له څرخۍ ځوړند کابل ته راوستل او بله ورځ ورسره د معاملو په میز کیناستل، او په سلګونو دغسې اقدامات چې قومونه، سمتونه او د ځواک خاوندان یو د بل پر خلاف دروي او د هېواد راتلونکې له سترو ګواښونو سره مخ کوي.»
ورځپاڼې لیکلي، حکومت د سولې په تړاو د اجماع خبره کوي؛ خو تراوسه خپله حکومت اجماع ته رسېدلی نه دی.
«حکومت اوس ادعا کوي چې له طالبانو سره د سولې د خبرو په تړاو د اوربند شرط د ولس خبره او نظر دی او پر دې ملي اجماع ده. په داسې حال کې چې د حکومت پنځوس سلنه شریک ډاکټر عبدالله وايي چې سوله د یوه سړي او یا د یوه وزارت کار نه دی او نه ممکنه ده چې په دغسې انحصاري تګلاره سوله راشي. دا چې د ډاکټر عبدالله او د ده د ډلې پخوانی نظر د سولې او طالبانو په باب څه ډول ؤ پر دې څه نه وایو، خو د ده وروستۍ څرګندونې دوه ټکي ثابتوي یو دا چې د حکومت د اجماع خبره ردوي. دوهم دا چې په ریښتیني معنا سوله هغه مهال راتلای شي چې ملي اجماع پرې جوړه شي.»
د ورځپاڼې په باور، حکومت له لومړي سره د سولې اراده نه لرله او نه یې اوس لري؛ خو ملت سوله غواړي او د سولې دغه موکه باید ضایع نه شي.
«د حکومت په تېره د ولسمشر غني او د ده د ټیم له نظریاتو او څرګندونو ښکاري چې دوی په هېڅ صورت د سولې پلویان نه دي. خو داسې ښکاري چې د سولې خبرې پر مخ درومي، ولس له جګړې نور بشپړ بېزاره دی که د هېواد سیاسي او ملي کدرونه په هوښیارۍ ګام واخلي د سولې لپاره د ملي محور او ملي اجماع جوړېدو شرایط ډېر برابر دي، خدای دې وکړي دغه فرصت ضایع نشي، د دانش لخوا د امارت راتلو ډنډوره ښايي د همدې لپاره وي چې په ولس کې د سولې لپاره هیلې د حکومت د مزاج پر خلاف دي. خو که ولس د سولې د بهیر ملاتړ وکړي هېڅ کورنی او بهرنۍ لوری یې په مخه کې نشي درېدای.»


ددې کوتک په اړه به څوک معلومات نلري چي څه تاريخ لري،بېخي انټرنېشنل سپک کس ده سپکي خبري کوي.


د ملا برادر اخوند په مشرۍ د طالبانو پلاوي له خلیلزاد او سکاټ ميلر سره ليدلي
https://wp.me/p54r7z-F4U
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱ سلواغه، ۱۳۹۸ل): د طالبانو سياسي مرستيال او د قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر تېر ماښام په دوحه کې د مرکچي پلاوي په مشرۍ د امريکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو له مشر قومندان جنرال سکاټ ميلر سره ليدلي دي.

د طالبانو د سياسي دفتر وياند محمد سهيل شاهين په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي، چې ملا برادر اخوند د شېر محمد عباس ستانکزي او مولوي امير خان متقي په ملتيا له زلمي خلیلزاد او جنرال ميلر سره په راتلونکو ګامونو تفصيلي خبرې کړي دي.

ښاغلي شاهين په دې اړه نور جزئيات نه دي ورکړي، خو وايي، دا ناسته به نن سه شنبه هم روانه وي.

د قطر دفتر ویاند دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د امريکا او طالبانو ترمنځ يو کلن مذاکرات پای ته رسېدلي او دواړه لوري د هوکړې لاسليک د نيټې او اړوندو مراسمو لپاره په سلا مشورو بوخت دي.

ويل کيږي، چې دواړه لوري د جګړې تشدد په کمولو سلا شوي او ښايي د روانې جنورۍ تر پایه د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسليک شي.

په اسلام اباد کې د ا




سهیل شاهین: د طالبانو او امریکايي لوري ګډه ناسته نن هم دوام لري

 نشرونکی: عبد الرحمن

 💕💕درویش وفا

 جنوري 21, 2020


کابل ټکی کام، ١٣٩٨ سلواغه ١، سه شنبه)
پرون دوشنبه د مرغومي په ٣٠ نیټه د قطر په مرکز دوحه کې د طالبانو او امریکایي استازو تر منځ ناسته شوې چې ټاکل شوې ده نن به هم دوام وکړي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین تیره شپه ناوخته پر خپله رسمي ټویټرپاڼه لیکلي، چې نن ماښام د طالبانو سیاسي مرستیال ملابرادر، عباس ستانکزي، ملا امیرخان متقي له امریکايي استازو ډاکټر زلمي خلیلزاد او جنرال میلر سره ناسته کړې.
د ښاغلي شاهین په وینا، په دغه ناسته کې دواړو خواوو د راتلونکو اقداماتو په اړه خبرې کړي زیاتوي چې د مذاکراتي ټیمونو ګډه غونډه به نن هم دوام ولري.
د طالبانو او امریکایانو خبرې وروستیو پړاوونو ته نږدې شوي، د دواړو خواوو تر منځ هوکړه چمتو شوې یوازې لاسلیک یې پاتې دی چې د باوري سرچینو په وینا ښايي نږدې ورځو کې ترسره شي.
تیره ورځ رسنیو ته د طالبانو یوه لوړپوړي غړي ویلي و چې د طالبانو او امریکایي مرکچیانو خبرې یوازې د تړون د لاسلیکولو پر مراسمو ورټولې دي.
د باوري سرچینو له مخې، په ټاکلې موده چې ښایي له شپږو تر اتلس میاشتو په منځ کې به وي ټول بهرني ځواکونه به له افغانستان څخه ووځي.


*اسلامپالي دې همېشه له خلکو سره اوسي!*

https://wp.me/pazXlZ-gN8

ليکنه: سميع الله افغان

له عبدالله بن عمر رضي الله عنهما څخه په يوه روايت کې راغلي چې نبي عليه السلام فرمايلي: المسلم الذی يخالط الناس ويصبر علی اذاهم افضل من الذی لا يخالط الناس ولا يصبر علی اذاهم. په دې مانا چې کوم مسلمان له عامو خلکو سره ګډ اوسي او د هغوی په ضررونو صبر کوي، تر هغه مسلمانه غوره دی چې نه له نورو سره ګډ اوسېدلی او نه د چا په ضررونو صبرېدلی شي.

اوس نو که سړی د دې مبارک حديث په ژورو کې غور او څېړنه وکړي، پرته له شکه چې د هر مسلمان لپاره د بريا او نېکمرغۍ ډېر څه پکې شته. ځکه د دغې نبوي لارښوونې په برکت سره له يوې خوا په مسلمانه ټولنه کې د اختلاف او ځان ځانۍ مخه نيول کيږي، کومه چې د فساد خپرېدو او اسلامي امت د تبايي او هلاکت اصلي جرړه ده. او له بلې خوا د ګردو ملتزمو او ديندارو اشخاصو د خونديتوب او پرمختګ لوی راز پکې پروت دی.

د لا ښه وضاحت لپاره داسې فرض کړئ چې يو نېک او مخلص مسلمان دی؛ چې تر ډېره بريده پر شرعي اصولو پابند او له ډېرو ګناهونو په کلکه ځان ساتي، خو څنګه چې له خلکو سره د ګډ ژوند کولو زغم نه لري، نو همېشه له خلکو ګوښه ګرځي. ځکه دی فکر کوي چې زياتره خلک په نارواؤ سر دي نو له داسې خلکو ليرې اوسېدلی به لوی فضيلت وي!

اوس نو که فرضاً په يوه کلي کې دغه شان لس ملتزم او دينداره وګړي ځانونه له عامو خلکو څنګ ته کړي، طبعي ده چې له يادو اشخاصو به خپل کلي ته د خير رسېدو دروازه يو مخ بنده او د بې حيا او بې شرفو کسانو سپين سترګي به څو برابره لا زياته شي.

البته په دې لړ کې يوه ډېره د پام وړ مهمه نکته دا ده چې د ځينو نورو ديني سپارښتنو په استناد له خلکو ګوښه ګرځېدل هم غوره ګنل شوي او لا دا تأکيد هم شوی چې په کور دننه که د يوې ونې په ډډ خوله لګولی شې، هم صرفه مه کوه. مطلب دا چې که ډېره بې وزلي هم راشي، ډېر له کوره بهر مه وځئ او خپل کور کې صبر کوئ. په دې اړه هم ګڼ روايات راغلي او يوه مسلمه خبره ده. ځکه نو زموږ علماؤ د اعتزال او اختلاط د دغو متناقضو سپارښتنو د تطبيق پر موضوع هم فکر کړی او د قناعت وړ نظريالت يې څرګند کړي دي.

مثلاً: دوی وايي که يو مخلص مسلمان د اغېزناک دعوت، ځواکمن لاس او مخور حيثيت لرونکی وي او په عين حال کې پر دې هم متيقن وي چې فاسق و فاجر کسان خو به هيڅکله د ده له حضوره څه ګټه وانخلي، بلکې دی خپله به دا هم وکړی شي چې ياد مجلس يا ټولنه کې په زړه پورې بدلون هم راولي. نو ښکاره ده چې په يوه ولس کې د دا ډول اشخاصو ګوښه کېدل هرو مرو ډېر زيانونه لري.

خو په بل صورت کې چې يو ملتزم مسلمان کاملاً بې وسه او بې اغېزې وي، نو پرته له شکه چې که نوموړی هر څومره خلکو سر ګډ اوسي، د هيڅ ناوړه چارې مخنيوی به هم ونه کړی شي. لا زياتی دا چې اهل فسق به د خپلو ځانونو د سپينولو کار هم ترې اخلي.

بناء پر دې زموږ ديني علماؤ سپارښتنه کړې چې يو اغېزناک مسلمان دې هر وخت د خلکو په منځ کې اوسي او هڅه دې کوي چې خپل چاپېريال کې تغير او بدلون راولي. په دې توګه يو مسلمان داعي او مجاهد کولی شي ځان سره نور ډېر خلک هم ملګري کړي؛ چې له يوې خوا به دی خپله تر ډېره حده له دښمنه ژغورل شوی وي او له بلې خوا به يې د دښمن پر خلاف نور ډېر کسان هم راپارولي او د باطل پر وړاندې درولي وي.

د دعوتګرو او مجاهدينو لپاره د ولسي ملاتړ موضوع هغه مهال لا زياته مهمه ښکاري کله چې د باطل ځواکونه په سيستماتيک ډول د مسلمانو عوامو د غولونې او ديني قيادت د ګوښه کولو هڅې کوي. په دې صورت کې نو بيا هر دينداره او ملتزم شخص کلکه ذمه وراي او مسؤليت لري چې خپل عوام وګړي تر خپله وسه د اغيارو مداخلو ته يوارې پرې نږدي. په دې لار کې مجاهدينو او داعيانو ته که هر څومره کړاو پيښيږي، تر دې به ورته ډېر ښه وي چې له خپلو پرګنو جلا او سبا يو يو د دښمن په لاس له منځه وړل کيږي، په داسې حال کې چې له ځانه وروسته يې نور خلک هم نه وي روزلي.

البته دا هم ياد ساتل په کار دي چې د ولسونو مرسته او ملاتړ راجلبول هم تش د خولې يوه خبره نه ده. دلته اړتيا ده چې تر ډېره بريده د شرعي لارښوونو په سيوري کې د خپلو خلکو څه نا څه مادي ګټې او لومړيتوبونه هم په نظر کې ونيول شي.

لنډه دا چې د ولس رهبري او قيادت يوازې هغه څوک کولی شي، چې خپل ولس کې نفوذ او ملاتړ ولري او ملاتړ هغه وخت پيدا کيږي چې له خلکو سره نرمي، ښه اخلاق او ښه ګوزران وشي. نو په دې اساس بايد دا حقيقت درک کړو؛ چې د ولس په منځ کې پاتېدل، د هغوی روزل، اصلاح کول او رهبري کول د کاميابي تر ټولو اساسي شرط دی.


Видео недоступно для предпросмотра
Смотреть в Telegram
یوه ښایسته ترانه به واورو


تاسو خو لاسونه پورته کړی

چي په قطر کې نننی مجلس وروستی او پرېکړه کوونکی سي

Показано 20 последних публикаций.

1 446

подписчиков
Статистика канала