ویسا: اشرف غني او عبدالله د سولې په تړاو یوه خبره نه کوي
17 دقیقه پیش / محمد / عــزم
عزم(سه شنبه، ۰۱سلواغه، ۱۳۹۸ل): ویسا ورځپاڼې خپله نننۍ سرلیکنه د سولې په تړاو د ګډ حکومت متضادو نظرونو ته ځانګړې کړې ده، چې اشرف غني یوه خبره کوي؛ خو عبدالله عبدالله بله خبره. ورځپاڼې« غني يې له ځانه سره ډنګوي» تر سرلیک لاندې لیکلي، اشرف غني نه د سولې په تړاو یو دریځ لري او نه د افغانستان په اړه.
«د ولسي جرګې پخواني غړي جعفر مهدوي وړمه ورځ له یوې خصوصي رسنۍ سره په بحث کې د سولې په تړاو د حکومت پر دریځ نیوکه وکړه وې ویل چې ولسمشر غني د خپل حکومت له شریک ډاکټر عبدالله سره د سولې په تړاو شریک دريځ نه لري نور د ولس خو پر ځای پریږده. پرون ډاکټر عبدالله د حکومت د سولې پر پروګرامونو د اعتراض په ترڅ کې د مهدوي ادعا تایید کړه. متآسفانه تريخ واقعیت دا دی چې غني د افغانستان برخلیک له سترو بربادیو سره مخ کړی دی، یوه ورځ د سولې تود شعار، بله ورځ د هغو پر وړاندې یو سل او اتیا درجې دریځ بدلول، یوه ورځ له فساد سره د مبارزې شعار، بله ورځ له ارګه د فسادونو بویونه او د تدارکاتو د کمیسیون په نوم د فساد انحصار.»
د ویسا په باور، د اشرف غني په شپږ کلن حکومت کې نه جنایتکار معلوم شو، نه غل، نه ظالم او نه قاتل، بلکې یوه ورځ یې د غل په نامه خلکو ته وروپېژني او بله ورځ د اشرف غني نږدې کس وي.
«یوه ورځ له عطا سره ټټر وهل بله ورځ امتیاز ورکول، یوه ورځ یو څوک د قاتل، ظالم او جنګسالار په نوم له څرخۍ ځوړند کابل ته راوستل او بله ورځ ورسره د معاملو په میز کیناستل، او په سلګونو دغسې اقدامات چې قومونه، سمتونه او د ځواک خاوندان یو د بل پر خلاف دروي او د هېواد راتلونکې له سترو ګواښونو سره مخ کوي.»
ورځپاڼې لیکلي، حکومت د سولې په تړاو د اجماع خبره کوي؛ خو تراوسه خپله حکومت اجماع ته رسېدلی نه دی.
«حکومت اوس ادعا کوي چې له طالبانو سره د سولې د خبرو په تړاو د اوربند شرط د ولس خبره او نظر دی او پر دې ملي اجماع ده. په داسې حال کې چې د حکومت پنځوس سلنه شریک ډاکټر عبدالله وايي چې سوله د یوه سړي او یا د یوه وزارت کار نه دی او نه ممکنه ده چې په دغسې انحصاري تګلاره سوله راشي. دا چې د ډاکټر عبدالله او د ده د ډلې پخوانی نظر د سولې او طالبانو په باب څه ډول ؤ پر دې څه نه وایو، خو د ده وروستۍ څرګندونې دوه ټکي ثابتوي یو دا چې د حکومت د اجماع خبره ردوي. دوهم دا چې په ریښتیني معنا سوله هغه مهال راتلای شي چې ملي اجماع پرې جوړه شي.»
د ورځپاڼې په باور، حکومت له لومړي سره د سولې اراده نه لرله او نه یې اوس لري؛ خو ملت سوله غواړي او د سولې دغه موکه باید ضایع نه شي.
«د حکومت په تېره د ولسمشر غني او د ده د ټیم له نظریاتو او څرګندونو ښکاري چې دوی په هېڅ صورت د سولې پلویان نه دي. خو داسې ښکاري چې د سولې خبرې پر مخ درومي، ولس له جګړې نور بشپړ بېزاره دی که د هېواد سیاسي او ملي کدرونه په هوښیارۍ ګام واخلي د سولې لپاره د ملي محور او ملي اجماع جوړېدو شرایط ډېر برابر دي، خدای دې وکړي دغه فرصت ضایع نشي، د دانش لخوا د امارت راتلو ډنډوره ښايي د همدې لپاره وي چې په ولس کې د سولې لپاره هیلې د حکومت د مزاج پر خلاف دي. خو که ولس د سولې د بهیر ملاتړ وکړي هېڅ کورنی او بهرنۍ لوری یې په مخه کې نشي درېدای.»