غزل
شبګير خوړلم غم خوړلم خاموشۍ خوړلم
زه دومره خوږ اومه چې خپلې زندګۍ خوړلم
جينۍ قربان دې له پاړجنو شونډو هيڅ مه وايه
ته که رواج خوړلې زه مې بېوسۍ خوړلم
له ستــونې لږ هم زورورې بــلا تېر نکــړمه
خو چې خوړلمه يارانو په دوستۍ خوړلم
نه ارمانونو پرما بــلکــل رحم نه دى کړى
هم به حالاتو لوټ کولمه هم دوۍ خوړلم
خــرابېدمه زېړېدمه بــهســودواله ځــکــه
غم د سـبا خــوړلم غــم د غــريبۍ خوړ لم
بهسودوال