غزل
پاتې شوى ترينه خړ غوندې څادر و
څوك اوده په کناره د سمندر و
تر منزله يې مزل د خوف نه ډک و
زندګي په يوې داسې لار سفر و
ما به هلته هم نارې د امن وکړې
چې به چرته په قدم قدم خطر و
ټول د پيغلو په مستۍ پسې خفه وو
که چينار و، که چينه وه، که ګودر و
ما پرون يوه خبر ځان سره وکړه
او چې نن مې کاته ټول کلى خبر و
د ښارونو خلک غرونو کې دمه وو
ښاريه کې به د غره سړى اوتر و
چې هر څومره يې ما زړه ساتلو خدايه
خو اجل رانه همدومره مرور و
اجل احمدزى
پاتې شوى ترينه خړ غوندې څادر و
څوك اوده په کناره د سمندر و
تر منزله يې مزل د خوف نه ډک و
زندګي په يوې داسې لار سفر و
ما به هلته هم نارې د امن وکړې
چې به چرته په قدم قدم خطر و
ټول د پيغلو په مستۍ پسې خفه وو
که چينار و، که چينه وه، که ګودر و
ما پرون يوه خبر ځان سره وکړه
او چې نن مې کاته ټول کلى خبر و
د ښارونو خلک غرونو کې دمه وو
ښاريه کې به د غره سړى اوتر و
چې هر څومره يې ما زړه ساتلو خدايه
خو اجل رانه همدومره مرور و
اجل احمدزى