❤ ️رحمت ملنګ ❤️


Гео и язык канала: не указан, не указан
Категория: не указана


ملګرو هغه بل چینل بلاک شو!
دلته به تاسو ته زما مات ګوډ شعرونه نشر کېږي
ستاسو کشر ورور رحمت ملنګ
زمونږ سره ملګري شئ

Связанные каналы

Гео и язык канала
не указан, не указан
Категория
не указана
Статистика
Фильтр публикаций


قومِـیَت نـۀ،،، رب ته، تـــقوا د خپل بنده پکار ده
رب ته قیام، رب ته رکوع، رب ته سجده پکار ده

چې نبوي سُنَّـت پـه مخ نـه پریـږدي هغه ځوان نه
خو خامـخه وروره زما او ستــــا پــــــرده پکار ده

چـې زمـونږ دین ته سپک نظر کوي او نـۀ یې منې
داسې سړي ته یـوه سپــــېړه ښه تـــوده پکار ده

چې پـه حق ســترګې پـټـوي او حق ویلـی نــــشې
پـه ټــول بدن یـې د مرمـــو لـویه ګیــــنده پکار ده

یا شهــادت ، او یا غــــازي ، یا شـــــرېـعت لــپاره
هر مسلمان تـه زغره، ډال، ورتــه لـــــينده پکار ده

د رب نـه ، غـېر چې سر ټيټـي کـوې د غرب غلامـه
سـتا دې مــرۍ لـه خـو رسۍ ډیــره اوږده پکار ده

ګوره پـه میـنه کـې ملــنګ، ښـه یـې رحمت ملنګه!
دوه ورځې ژونــد، دی زنــدګي سـاده،باده پکار ده

بیا ځلې

رحمت ملنګ،،


https://t.me/Rahmatmalang2


زلمیـــــه!

نن د عزّت دي ووتله جنازه زلمیۀ
کورکې دي زنګ شوه د بابا توره، نیزه، زلمیۀ

په مسلمانو خویندو،میندو، باندې څه تیریږي
د دې خبرې درته نشته؟ اندازه زلمیۀ

د غه سرتورې پیغلې ستا په نظر څنګه؟ لګي
لا مړ ضمیر درله در نکړه اجازه زلمیۀ

چې دبنګړو په ځای لاسوکې زولنې شړنګوي
ستا د آزاد ژوندون څه خوند څه یې مزه زلمیۀ

تا خو غوږونو کې ګوشکې د اغیار ایښي دي
څنګه ؟بۀ واوري د مظلوم آه آوازه زلمیۀ

د ایوبي په قدم ږده رحمت ملنګه! قدم
دی د خالد کاروان روان ته هم راځه زلمیۀ

رحمت ملنګ

https://t.me/Rahmatmalang2






Репост из: محمد قاسم ساپي
البرق خپرندویه ادارې لخوا وړاندې کېږي
د نویو ترانو ↙

🎵ـــــــــ البم ـــــــــ🎵

🌹ـــــ احرار جهادي ــــــ🌹

🌹●°•●°•●🌹●°•●°•●🌹
ترانې ویونکی
مولوي قاسم ساپي


🌹●°•●°•●🌹●°•●°•●🌹

شاعران

خالد خراساني، مهاجر زاهد ساپي، مولوي قاسم ساپي، خاکسار مومند، وارث تُرنګزی، سپين کوچی، رحمت ملنګ، مهاجر مسجون،
🌹●°•●°•●🌹●°•●°•●🌹
➿➿➿➿➿➿➿➿➿➿

البم له ټيليګرام لینک څخه ښکته کولای شئ
👇👇👇👇👇👇👇👇
https://t.me/Albarq1


اختــــــره

خامــوش یم د یتیم د کور زنــځير یمه اختره
زه نه خانـــدم زۀ غلی شان تصویر یمه اختره

څه ډېره موده کېږي چې غمونه دي او زه یم
څه ډېـــره موده وشوه چې په وير یمه اختره

زما او ستا تر منځه به توپیر شاید همدا وي
ته پټ یې په خوښــــیو زه فقــیر یمه اختره

ایمان لرم پښتون، یم حوصله مې د ژوند راز دی
ازمون راباندې وکړه لوي پامـــیر یمه اختره

ارمان چې ملکڼډ، وی یا خېبر وی او بیا ته وی
هجرت، دی مهاجر، او بل اســــیر یمه اختره

رېخې، رېخې، ګرېوان لرم بیا هم رحمت ملنګ خو
د ډېرو یم مـــــرید د ډېرو پیــــــر یمه اختره

رحمت ملنګ


https://t.me/Rahmatmalang2






اخـــــــــــــــــتره!

اخـــتره د راتلو سره دي سم زندان را یاد شي
اخــتره لا مي نور هم ډیر شي غم جانان رایاد شي

اخــتره له ډېر درد او له فراق نۀ یوه ورځ کې
اخـتره څو کرته پسې مرم ارمان را یاد شي

اخــتره اوس چې بار د بیلتانه سره ټپه شم
اخـتره د وصال د شپو یې هم قربان را یاد شي

اخــتره د یارانو په محفل کې چې څوک خاندي
اخـتره هغه وخت کې یې قسم مسکان را یاد شي

اخــتره رانه هېر وي هم خپل ځان او هم همزولي
اخـتره چې یې قبر ته ورځم کاروان را یاد شي

اخــتره تحفې راوړې او له مخې سره تېر شې
اخــتره زۀ تحفه چې چا له وړم ناځوان را یاد شي

اخــتره دا منې کله پخپله ځان ځواب کړم
اخــتره په رحمت ملنګ، خو یم ودان را یاد شي

رحمت ملنګ


https://t.me/Rahmatmalang2


غـــــــــــــــــــــزل .......ستــا بۀ یاد شم

چې کامل پۀ اعتماد شم ستا به یاد شم
لۀ حالاتو چې ازاد شم ستا به یاد شم

مسافر له کلي لاړو او ويَل يې
زۀ چې مړ په بل هیواد شم ستا به یاد شم

زۀ خو ورک يم او ورک شوي د چا ياد وي؟
چې ځلانده شم او ښاد شم ستا به یاد شم

څۀ دې خیال دی ازادۍ زما پۀ حق کې؟
چې مجنون غوندې برباد شم، ستا به یاد شم؟

انقلاب یم غورځولی له سیالۍ نه
چې اوچت شم او اباد شم ستا به یاد شم

که کوم وخت چا په دعا کې یادولم
ستا به یاد شم، ستا به یاد شم، ستا به یاد شم

یا غبار دې د پېکي، رحمت ملنګه!
یا دې خاورې په سر باد شم ستا به یاد شم.

رحمت ملنګ

https://t.me/Rahmatmalang2










پوره دې د زخمي زړګي ارمان شه کیسې پرېږده
ځۀ ومنه ځۀ خیر دی را روان شه کیسې پرېږده

یه ورکه له مودو په ورکو لارو غږ مي نۀ اورې
را وګرځه راځه بیرته جانان شه کیسې پرېږده

تکیه مي شه تکیه دي یم تکیه پۀ دې معنا چې
را پنجه شه سړیه زما ځان شه کیسې پرېږده

په خپل بد ګومان خپله بد ګومان شه کیسې پرېږده
نور خپله ښه سړی او ښه انسان شه کیسې پرېږده

خاموشه! خاموشي دغه پوره ده چې دې وکړه
ټپه، شه او غزل شه یا قربان شه کیسې پرېږده

ځواب یې د هوا په څپو راغی او وَیل یې
رحمت ملنګ ته وایه چې ودان شه کیسې پرېږده.








https://t.me/Rahmatmalang2






هجرت کې روژه راغله

دولس کاله په هجرت کې روژه راغله
په مونږ بیا پردي مالت کې روژه راغله

ګنهګار یوو پاکه ربه ته په مونږه
کړه یې تېره عبادت کې روژه راغله

دا سنګر او دا یاران چیرته هېر نکړې
مهاجره که راحت کې روژه راغله

د وطن د روژه ماتي ارمانجنه
پر تا بیا پدې حالت کې روژه راغله

د وصال اذان ته ناست دی ماښامیه!
د هجران په رَفافت کې روژه راغله

راته غوږ کې یې وَیل رحمت ملنګه
وروره! ښه ده خو غربت کې روژه راغله

رحمت ملنګ

https://t.me/Rahmatmalang2





Показано 20 последних публикаций.

224

подписчиков
Статистика канала