غــــــــــزل
ــــــــــــــــــــ
نوبه خلاس له ډیر عذابه یمۀ خوښ یم
ستاپه عشق کې چي غرقابه یمۀ خوښ یم
چې مي سترګي وي ستاسترګو کې تل خښي
په امان چې له دریابه یمۀ خوښ یم
سره ګرمي او ستادحسن دا یخ سوری
پکې پټ چې له افتابه یمۀ خوښ یم
زما د عشق چې اندازه او حساب ورک شي
او مین چې بې حسابه یمۀ خوښ یم
که وتاته درغلې لار کډي وي
زه دې سم پر دې خرابه یمۀ خوښ یم
نور څه نه غواړم ستادید مې سترآرمان ؤ
چې ستا دید باندي سیرآبه یمۀ خوښ یم
بختور یمه *معـصومه* بې له شکه
دا چې یار دې زه جنابه یمۀ خوښ یم
#معصوم_غزنوي
https://t.me/masoomghaznavi12
ــــــــــــــــــــ
نوبه خلاس له ډیر عذابه یمۀ خوښ یم
ستاپه عشق کې چي غرقابه یمۀ خوښ یم
چې مي سترګي وي ستاسترګو کې تل خښي
په امان چې له دریابه یمۀ خوښ یم
سره ګرمي او ستادحسن دا یخ سوری
پکې پټ چې له افتابه یمۀ خوښ یم
زما د عشق چې اندازه او حساب ورک شي
او مین چې بې حسابه یمۀ خوښ یم
که وتاته درغلې لار کډي وي
زه دې سم پر دې خرابه یمۀ خوښ یم
نور څه نه غواړم ستادید مې سترآرمان ؤ
چې ستا دید باندي سیرآبه یمۀ خوښ یم
بختور یمه *معـصومه* بې له شکه
دا چې یار دې زه جنابه یمۀ خوښ یم
#معصوم_غزنوي
https://t.me/masoomghaznavi12