دا هم د بېګا شپې مشاعره
چې په شعر ادبې حجره کې ترسره شوه
مشاعر دمحترم اکرام الدین مفتون صیب په بیتو پیل شوې ول
مفتون صیب وايي👇
په لمدو سترګو به در ؤ ګورم جانان به دې کړم
تاته به دومره مینه درکړم چې حیران به دې کړم
ګوره زما سخه به لري ګرځي خیال به کوي
اې سیتمګره توري خاوري د بیابان به دي کړم
لژ انتظار شه ګرمي اوښکي به دې پاکي کړمه
وخت رانیژدې ده یو ودان افغانستان به دي کړم
محسن احسان
زَما د میني انتخابه هیروم به دي نه
ماته ډیر خوږ یې ګرانه زړه به دي کړم ځان به دي کړم
شپون
خیردۍ یوڅه نورستم هم وکړه خووخت به راشي
سپیني ماڼۍ در رسم سم دجنګ میدان به دي کړم
منصور امارتي
ته درقیب دسترګوخاریی اوډیر بدپري لګي..
زماغازي اشنا که رغللي جانان به دي کړم
کامران نســیم
یاره په تا باندې زه دومره اطمینان لرم چې
دزړه پرهر لره ټکور او هم درمان به دې کړم
بدرالدین ځلاند
قربانه ته سپيڅلي يي اوګران يي په ما
ستا په مينه کي عاشق يمه جانان به دي کړم
احمد عابد
وطنه ستا زخمي وجود ته به ټکور شمه زه
تا به ودان کړمه او سیال د ټول جهان به دي کړم
سعادت مل
زموږګران وطنه ګران هيواده ځار شمه قربان دشمه
ستا کاڼي بوټي ګودرونه هم بوستان به دي کړم
احمد عابد
وطنه یو ځل د اشغال څادر را غونډ چې کړمه
بیا تماشه کــــــــــړه نازولی د جهان به دې کړم
ټوله نړئ به دې کیـــــــــــسې د ښکلاګانو کوي
سمه او غـــــــــر لوړه ژوره ګلستان به دې کړم
فضل مالک ادریس
دزړګي وینه به اشنا له پیرزوینې درکړم
ځکه ژوندی ومه ائ ګله قدردان به دې کړم
راشدافغان کــه په تـړون دې عمـل ونه کړ اوپاتــې شــولې
کفړۍ دې خلاصه کړه غربیه چه پښیمان به دې کړم
عزیزالحسن درویش
طالبه مجاهده، د ﺯړه سره او ځيګره
لږ را تم شه راوګوره پورې په چشمان به دې کړم
بلال وصال
ده مینی په اظهار کی می دا زړه درته ډالئ ده
قبوله مــی کړه جنابه چی د ځان به دی کـــــړم
شاعر قرار پښتون
زه دې مئین ته معشوقه مې شه راځه ازادۍ
ته له میوند کوه ټپه زه یا قربان به دې کړم
حَسّٰان کوچی
که سوله راغله ازادي شوله خوره پروطن
جانانه یادساته ټیکټرکې موټروان به دې کړم
راشدافغان
ټوټې ټوټې به دي راټولي کړم ته غم مه کوه
زما هیواده که ژوندی ومه ودان به دي کړم
امیرملنګ.
ته یوار راشه بیادې قدر دراتلووګوره
دځوریدلې ولس زړونوته درمان به دې کړم
عارف
ستا استقبال ته به په مینه او خلوص درځمه
په ورین تندي به دې زه ښکُل کړمه مهنان به دې کړم
وفا
که می هرڅوپه دیدن موړکی الَّه خوږه یار
لابه دی بیاهم یادومه اوارمان به دی کړم
وصال ثمین
زه مـــا وطــنه خـــیرکـه هرڅو نـــړيــدلـــی یي ته
خو په تاریخ کي ځلاند ستوری داسمان به دي کړم
شـــــــفـق
ځما خـزان خـزان ګـرانه وطـنه خـفا نه شـې
د تـن په ویـنې شـاړې دښـتـې ګلستان به دې کـړم
محمدعمرخاکسار وزیرستانی
رانه خفه ولی یی څه ووایه ځاردی شمه
زه دی قربان سمه جانانه خو مهمان به دی کړم
حماسي
وینې د تن به درکوم تا لۀ اغیار ساتمه
زما خوږه افغانستانه بیا ودان به دې کړم
وصال زرګر
پر خپل ټاکلي وخت به ځې زما له خاوري څخه
که نـــــه دنیا کي شرمېدلی پنټګان بــه دي کړم
احمد"خاطٍري
ته دې بادار ته په سر ټیټى ژونـــــدون وخت تــــیروه
عسکره! يو وخت تانه جوړ سم طالب جان به دې کړم
مسعود ازمون
له دیدن تیر شه وظیفه واخله ورځه طالبه
د ډرون ناترسه توغوندي لرم سیزان به دې کړم
حماس ساجد
ځمه شـــاهین یمه په تـــورو دنګـــو غرونو اوړم
ما په سي مه راځه قربان ستړی ستومان به دي کړم
امیرملنګ
د پاک اسلام په مینه مست مجاهدین یو مونږ
په بدو سترګو را ته مه ګور چی وران به دی کړم
منهاج الله زهیر
ما سره دومره ظلم کړې تا ظالم جابره !
قیامت به راشي درنه څیرې دا ګریوان به دې کړم
مسعود
#یادونه
که د کوم ملګري بیت نه وي راټول شوی نو به کمه ستونزه پکي ول تکرار قافیه او یا سیلابیز مشکل هغه ملګري دي په راتلونکي کي کوشش وکړي
ټولونکی ورور
بدالردین ځلاند صاحب
په درنښت دشعر ادبي حجره
https://t.me/adbeehjra