Репост из: م منصور درمان
غزل /لکه زۀ:
ــــــــــــــــــــ
مینه زده کړه! لۀ پتنګه، لکه زۀ
د تېرو تورو لۀ شرنګه، لکه زۀ
ښائستونه به دې واړه تابعدار شي،
پۀ زړۀ سپین شه، تور لونګه! لکه زۀ
که دې زور د خوږ دلبر د هجر ولید
پۀ ملا خم به شې، ای دنګه! لکه زۀ
پۀ ځوانۍ او پۀ هستۍ دې غرور مۀ کړه
وبه لوېږې! لۀ اهنګه، لکه زۀ
لکه بزم پۀ کوم زړۀ دې اثر ولوېد؟
بیا دې څوک خمار کړ بنګه! لکه زۀ
که دې ځان قېمتي غواړې پۀ دارینو
بیعت واخله، لۀ ملنګه! لکه زۀ
دمنصور درمان ټپي زړۀ ته درمان شه!
راشه! کښېئېنه! ترڅنګه، لکه زۀ
ـــــــــــــــــــــــــــ
ــــــــــــــــــــ
مینه زده کړه! لۀ پتنګه، لکه زۀ
د تېرو تورو لۀ شرنګه، لکه زۀ
ښائستونه به دې واړه تابعدار شي،
پۀ زړۀ سپین شه، تور لونګه! لکه زۀ
که دې زور د خوږ دلبر د هجر ولید
پۀ ملا خم به شې، ای دنګه! لکه زۀ
پۀ ځوانۍ او پۀ هستۍ دې غرور مۀ کړه
وبه لوېږې! لۀ اهنګه، لکه زۀ
لکه بزم پۀ کوم زړۀ دې اثر ولوېد؟
بیا دې څوک خمار کړ بنګه! لکه زۀ
که دې ځان قېمتي غواړې پۀ دارینو
بیعت واخله، لۀ ملنګه! لکه زۀ
دمنصور درمان ټپي زړۀ ته درمان شه!
راشه! کښېئېنه! ترڅنګه، لکه زۀ
ـــــــــــــــــــــــــــ