لنډۍسمول
د پښتو د ملى ادب يو مهم ركن لنډۍ دي او په پښتنو كي بيخي ډېر شهرت لري د پښتو په اشعارو كي خاص وزن او سېلابونه ټاكل شويدي، د لنډۍ لومړۍ مصراع نهه سېلابه او دوهمه مصراع ديارلس سېلابه ده چې ټوله لنډۍ گويا دوه ويشت سېلابه ده او په آخر كي يې هرومرو "ميم" او "هـ" يا "نون" او "هـ" راځي او لنډۍ اكثر د ښځو له خوا ويل شويدي. مثلاً دا دوې لنډۍ :
دا پېغلتوب مي د غم دود كړې خيالي ځوانان راپسي مري خونكاره شومه اوس به دي يو موټى ايرې كړم ملالي سترگي كه در واړوم مينه دا پورته لنډۍ هم د ښځو له خوا دي او هم د يوې په آخر كي "ميم" او "هـ" او د بلي په آخر كي "ن" او "هـ" راغلي دي. فقط دومره دى چې دواړي لنډۍ عشقي دي او په لنډيو كي حماسي مضامين هم ډېر ښه ځاى شويدي مثلاً : يوه نجلۍ زلمى ته داسي تشجيع وركوي : ته په سنگر كي ځان شهيد كړه زه به خپل شال ستا پر زيارت وغوړومه يا ورته وايي : توري به نه كړي نو به څه كړي چي سپين مړوند دي زه تر سر لاندي كومه يا دا چې : ټوټې ټوټې په وينو راشې چي پرهارونه دي گنډم خوله دركومه بيا پسله مرگه خپل مين داسي ستايي : جانان مي سر پر وطن كښېښود په تار د زلفو به كفن ورته گنډمه د لنډيو يوه لو مميزه او خصوصيت دادى چې يوه لنډۍ د موسيقۍ پر اصولو تقريباً پر پنځوس قسمه ويله كېږي يعني په جلا جلا سر او جلا جلا آهنگ اداء كېږي، او دا مزيت بېله لنډيو بل شعر نه لري. لنډۍ د كندهار او غزني په شاوخوا كي لنډۍ بولي ځكه چې اوله مصرع يې تر دوهمي لنډه ده د يوسفزو او پېښور خواته مسرۍ يا ټپه ورته وايي، د ننگرهار شاوخواته يې ټكۍ بولي. (9)
تبصره د پښتو هر شعر چې دغه سېلابونه درلوده هغه "لنډۍ" بولي