نارې يا ږغونهسمول
نارې او ږغونه د ملي اشعارو هغه شعرونه دي چې په ملي افسانو كي راوړل كېږي، او دا شعرونه عموماً دبيت په ډول وي مگر تر بيت اوږده وي او د هري افسانې د نارو سېلابونه بېل بېل دي ځيني ډېر او ځيني لږ دي كوم ټاكلى سېلاب نه لري، خو دومرى دي چې د هري افسانې د نارو سېلابونه پخپله منځ كي يو شى دي او هيڅ فرق نه سره لري دا نارې د عربي اشعارو په څېر په كوم بحر كي مقيدي نه دي بلكي د اروپايي آزادو شعرو په شان ويلي شويدي، لكه د فتح خان په نقل كي دا ناره چې رابيا د فتح خان محبوبه د جنگ پر وخت دده پر كرنگ آس باندي كړې ده :
د فتح كرنگه نال به دي زرين كړم كه دي دا وار فتح راوړ،خپل امېل به دي د غاړي لونگين كړم لومړۍ مصراع 12 سېلابه ده او دوهمه مصراع 20 سېلابه ده ددې افسانې ټوله نارې همدا سېلابونه لري ځكه چې ملي افسانې ډيري دي او نارې يې هم ډيري دي نو نوري افسانې ستاسي مطالعې ته پرېږدو