چاربيتهسمول
چار بيته دپښتو دملى اشعارو خورا برجسته نوعه ده، او ډېر شهرت لري ځكه چې په چاربيته كي د قصيدې او مثنوي په شان ډېر اوږده اوږده مضامين او لويي لويي قيصې ويلي كېږي، د چاربيتي ويل په تندۍ او چالاكۍ وي. چاربيته هم يو سر لري چې هغه ته "پيرو" يا "كسر" هم وايي، د چاربيتي مسرۍ اوږدې وي اوعموماً چاربيته دوه قسم ده، يو هغه چې هر بند يې دوه بيته يعني څلور مسرۍ ولرى بله هغه چې هر بند يې څلور بيته يعني اته مسرۍ وي، په اول صورت كي ورته مجازاً چاربيته ويله كېږي، كله چاربيته په مستزاد شكل هم راځي، مگر په هغه كي هم اوږدې مسرۍ وي د چاربيتي د هر بند آخر بيت د سر سره همقافيه دى.
مثالونه د اول قسم :
څوك به پيدا نه شي د فرهاد او شرينۍ په شان يو ځاى به څوك نه شي د آدم او درخانۍ په شان يو ځاى به څوك نه شي لكه وْ عاشق فرهاد بل به يې كولو په آشنايي پسي فرياد وئې كړه خوارى ځكه حاصل يې شه مراد كړي به يې خبري د طوطا د ښارونۍ په شان
دوهم قسم : دا دوهم قسم درې ډوله لري يو دا چې د هر بند اول درې بيتونه پخپل كور كي سره يو قافيه وي او آخر بيت يې د سر سره په قافيه كي يو وي، دوهم دا چې د هر بند د اولو درې بيتونو اولي مسرۍ يې پخپل منځ كي په يوه قافيه وي او آخري مسرۍ په بله قافيه وي، دريم دا چې ټوله مقفي وي يعني هر بيت يې پخپل منځ كي قافيه داره وي بلكه هره مسرۍ ئي. دغى چاربيتې ته "زنځيري" چار بيته وايي.
اول مثال : شاگرده او نص د الهى پروردگار دى استاذه بل حديث د محمد نبي حضرت دى شاگرده په جهان كي جبرائيل نومى ملك دى استاذه خاص مقام دده په اووم آسمان فلك دى شاگرده ټول وجود يې د حجر حديده كلك دى استاذه سر ترپايه په وزرو باندي چك دى شاگرده د رحمت په ډنډ كي ډوب لكه سمك دى استاذه ما په دې خبره هم ويستلى شك دى بېحده ښايسته د نور په شان شعله انگار دى د باد په شان ته گرځي په هوا باندي اوچت دى
ترپايه ............... (مياگل)
دوهم مثال : د ښايست آواز دي ولاړئ په عالم كي لور په لور زه دي سوى يم په اور ټيك دئ كوز كه له جبينه د ښايست آواز دي لاړه په كابل په هندوستان ځكه ناست يمه حيران ، را رسېږي يا نصيبه عاشقي ده ډېره گرانه ځي د اوښكو مي باران پرې لوند مي شو گريوان پوه نه شوم په ترتيبه په هر چا باندي تيرېږي دفاني دنيا دوران څوك راځي څوك تري روان، كاندي ياروته قريبه باري خپل دي كه پردي دي راكوي راته پېغور سترگي نشمه نيولى گوره ډوب يم ستا په مينه
ترپايه ................ (محمد دين)
دريم مثال : كله به راشي په پوښتنه د ملنگ كړي څنگ لري كړه زنگ شوم رنگ ستا په تهمت كي كله به راشي چې دي وكړمه ديدار سهار زړه مي پرهار د يار دلاسه ډېر دى شومه په غم كښي ستا د ميني گرفتار په جار وسوم په نار آنگار راته چاپېر دى آخر به تېر شي د نيمكړي دنيا وار په خوار مه اخله آزار بيمار په زلفو گير دى مخ دي څراغ دى پرې راځم لكه پتنگ په شرنگ لري كړه زنگ شوم رنگ ستا په تهمت كي
ترپايه ............. ( محمد دين)