دکاکړیو ( غاړو) هنریت
لیکوال: څېـــــــړنــــــــــــــــــه: پوهنیار رحــــــــــــمت الله حــــــکیـــــــــــمي
21/08/2019
1546
0
د فونټ اندازه A+ A-
فلکلور دټولنېزو حالاتو او پدیدو په وړاندې د نالوستوکسانو ادبي، ذوقي او ذهني نبوغ دی چې په ګړني ډول له یوه نسله بل ته انتقال مومي، ګورګي دشوروي لیکوالو د لومړي کانګریس په ناسته کې وویل: ((زه بیا ستاسو پام دغه ټکي ته راګرځوم، چې فلکلور دخلکو دژبې محصول دی او دوی له دغې لارې ډېر پیاوړي قهرمانان په هنري لحاظ ډېر کامل تیپونه بلل کیږي ، خلق کړي دي.))
( ۱ : ۱۳)
همدې ته په پام پښتو فلکلوري ادبیات په منظومو او منثوروخواوو کې خورا بډایې زېرمې لري دلته غواړو دهغو له جملې څخه دکاکړیو په هنري اړخ خبرې وکړو.
کاکړۍ
کاکړۍ ( غاړې ) دپښتو شفاهي ادبیاتو منظوم ژانر دی، چې خوله په خوله یې دانتقال لړۍ تر ننه روانه او لاپسې دوام لري ، مشخص ویونکی نه لري، خود راټوکیدو او ویلو سیمه یې مشخصه ده. پروفیسور سیال کاکړ دکاکړۍ دځای ځایکي په باب لیکي: (( دا یوځلانده حقیقت دی، چې غاړې لومړی وار په کاکړستان کې شروع شوې دي او رښتیا دکاکړستان اصلي زړه هم ( ږوب ) دی، نو څرګنده ده، چې په ابتدا کې دغاړو ازانګې د ږوب دافتخارې ناوې پورته سوې دي او بیا وروسته دغه په زړه پورې شعري ډول دپښتنو په نورو سیمو کې معرفي سوی دی . رښتیا خبره هم داده ، چې غاړې دکاکړو پښتنو یوه قیمتي او پرازښتانکه پانګه ده .)) ( ۳ : ۳۱ )
د کاکړ خبرو ته په پام په زیاتو غاړو کې د ژوب او هغه سیمو نوم زیات اوریدل کیږي، چې دکاکړو سیمې دي، دبېلګې په ډول:
زه پر ژوب نازک پر کوټه = سره دې ســــــي د دنیا ګــــــــټه
(۵ : ۹۰)
کاکړۍ غاړې کـــــــــــــومـــــه = دیار غـــــم غلطــــــومـــــــــــــــــــه
(۵ : ۸۸)
سپینه خوله سترګې یې سرې = نــــرۍ دژوب دعــــــــلاقــــې
(۵ : ۷۰ )
کډې ځي نری باران دی = په هلمند کې مــــــې جانـــــان دی
( ۵ : ۸۹ )
زما دژوب مزل په خوا دی = نرۍ ښکل مې کړه وار ستا دی
(۵ : ۵۹ )
زه په ژوب سره په پښین کې = حال به څوک راته معلوم کړي
(۵ : ۵۴ )
معلومه شوه، چې کاکړۍ په جنوب غربي حوزه ( ژوب ، پښين ، کوټه ، کندهار، هلمند ) او دې ته ورڅېرمه سیمو کې ویل شوي، همدا علت دی، چې ښاغلي استاد داکتر لعل پاچا ازمون د( نظم پوهنې ) په اثرکې د خاصو ولسي نظمونوپه ډله کې راوړي په اړه یې لیکي: (( غاړې دکاکړیوغاړو په نوم هم ثبت شوي دي، دغه سندرې اویانظمونه دپښتنې لویې قبېلې کاکړو دسیمې زېږنده ده، ځکه موږ هم په خاصه برخه کې وګڼلې. )) ( ۱ : ۲۵۱ )
ښاغلی ازمون دکاکړیودجوړښت غوره ځانګړنې د( پښتو نظم پوهنې ) اثر په (۲۵۱ــ ۲۵۴ ) مخ کې داسې په ګوته کوي:
دجوړښت له مخې دمقیدو سروکیو په څېر دي .
غاړې دڅپېز جوړښت له مخې مقیدې شوې ، دمثنوي په څېر دي .
غاړې په ترنم او موسیقۍ کې رامنځ ته شوي ، دمسریز جوړښت له مخې زیاتره دوه مسرییزې دي، اوه او اته ، اته او اته سېلابه لري.
دردیف او قافیوي اړخه څلور ډولونه لري ۱ ـ ازادې غاړې ۲ ـ قافیه والې غاړې. ۳ ــ قافیه والې او ردیف والې. ۴ ـ ردیفوالې غاړې.
کاکړۍ په بیلابیلو نومونو نومول شوي میراحمد ګوربز یې په اړه لیکي: ((کاکړۍ په بیلا بیلو سیمو کې ډول ډول نومونه لري لکه: کاکړۍ غاړې ، کاکړۍ لنډۍ ، غاړې او دشین خالو نعرې، خو په خپله د ږوب خلک غاړې او کاکړۍ ورته وایي اوپه یوه غاړه کې یادونه داسې راغلې:
پریږدئ پریږدئ کاکړۍ = اواز مې ټپ ودریدئ
( ۴ : ۱۳۵)
کاکړۍ غاړې دمضمون او منځپانګې له اړخه بیلابیل ډولونه لري لکه ( عشقي، دیني، حماسي، اجتماعي، سیاسي ، تاریخي او دټوکو ټکالوغاړې ) دلته غواړم یوازې دهغو کاکړیو په هنري خوا بحث وکړم ، چې دمینو له خولو راوتي.
راخبر نه ســي بېلتون = په بسم الله اخلم ستا نوم
(۵ : ۵۲ )
په پورته کاکړۍ کې کومه مصنوعي ښکلا نه ده موجوده، یوازې د هغه حالت ښه انځور په کې ایستل شوی، چې جانان په کې یادیږي، زموږ له دیني ارزښتونو له مخې په بسم الله سره دیوه کار پیل دتبرک او ګټې خالي نه وي، دلته ویونکی دبېلتون له ویرې دخپل محبوب نوم په بسم الله اخلي او یو قسم ایهام هم په کې پروت دی، چې په لومړي ځل دویونکي ذهن دبېلتون په نوم کس ته ور اوړي وروسته له څه فکره بېلتون دجدایۍ په مفهوم اخلي دبېلتون نه راخبریدل دځان ګټه بولي، دیني ارزښتونو سره یوځای دمحبوب یاد د کاکړیو خوند لا پسې زیات کړی، ځکه له یوه اړخه د دیني او مذهبي مسایلو درناوی په کې پروت دی، له بل اړخه په محتاطانه ډول خپلو ارزښتونو په پام په کې مینه پالل شوې ، یوڅو بېلګې یې په لاندې ډول دي: