ګران ته نه ورځم نژدې = ســـــــــتا احترام کوم روژې
(۵ : ۹۲ )
سپینه لږ صبر کـــــــــــــوه = زیـــــاتــــــــــه وتلې ده روژه
(۵ : ۷۷ )
بیا بې ورکړو صدقه = په دېد به یې ماته کړو روژه
(۵ : ۶ )
زما په زړه لمبې دګران دی = ملایان وایي پېریان دي
(۵ : ۵۸ )
دشب قدر په شان سوې = په کال کې یــــو وارې راځې
(۵ : ۴۵ )
خوله به درکړم سرسایه = ګرانـــــــه که تیره ســـــوه روژه
تشخیص (شخصیت ورکونه)
دسړک ډبرې خاندي
دنرۍ تر قدم لاندي
(۵ : ۴۱ )
پورته کاکړۍ کې دمینې دشدت له اړخه تیږو خندلي ، شخصیت ورکړی شوی عاشق وایي چې ، تېږې دمحبوبې دپښو لاندې دومره دخوښۍ اظهار کوي، پرما به څه حال وي ، دلته دمحبوبې سره دمینې دشدت اندازه په غیرعادي والي او تشخیص سره کچ مېچ شوې او هنریت یې زېږولی.
یا:
ږغ په ورو خندا په سپکه = دېوال غوږ لري نازکـــــــه
(۵ : ۶۵ )
پورته غاړه له یوې خوا دا ولسي اصطلاح چې ( دیوال خبرې کوي. ) تفسیروي له بل اړخه، دیوال ته غوږ ورکول دشخصیت ورکونې دپاره یوه هڅه ده.
معنوي تناسب
لږ خو وخانده میده
زړګی مې غم نیولی ده
(۵ : ۳۳ )
پورته وینو چې دکلمو ترمنځ ټینګ معنوي تناسب موجود دی،غم په خوښۍ لرې کیږي دغم او خندا ترمنځ که څه هم تضاد موجود دی، خو دلته مخاطب ته ویل شوي ، چې زما دغم دلرې کولو لپاره وخانده، بل داچې د( غم ) دکلمې سره د(میده) کلمه ښه پیوند شوې، دغم په حالت کې په زوره خندل ښه نه لګي، میده خندل په هیڅ وخت کې دسړي بدنه ایسي ،نو متکلم دخپل غم دلرې کولو دپاره دمخاطب نه یوه میده خوله خندا غوښتې چې وینایې خوږه کړې.
یا:
ډېر به نه سره کښېنو = دواړه دزړه رنځوران یو
(۵ : ۵۰ )
پورته وینو چې په دواړو مسرو کې معنوي تناسب موجود دی ، دوه رنځوران یوبل ته په ښمر نه ورځي، دا حالت نورهم درنځورانو درد ډېروي، خو په باطن کې دواړه مینان له دې حالت څخه خوند وړي او داغاړه یې له خولې وځي.
په محسوساتو باندې دمعنویاتوتفسیرول
دلته راسي ټول کړي زړونه
درنجو کښېږدي خالونه
(۵ : ۴۶)
یا:
سپینه خوله ګوتمۍ دسرو = لیونۍ لو کوي دزړو
(۵: ۷۰)
پورته کاکړیو کې وینو چې له محسوساتو څخه معنویاتو ته کوچ شوی، دظاهر او باطن ترمنځ یوښه امتزاج وینو( ټولول ) او ( لو کول ) دلاسونو په وسیله کیږي چې یوه حسي کړنه ده خو دلته مراد ترې دزړونو وړل دي چې دا معنوي او قلبي تمایلات دي، دظاهراو باطني تړاو دپاره یې دخالونو اېښولو، طلایي ګوتې او سپینې خولې لرلو ښه فرضیه وړاندې کړې.
عاطفه
غــــــېږه ورکړمــــــــــه وچاته
مور په ژوند سوه له ماپاته
(۵ : ۸۷ )
پورته کاکړۍ ځکه خوند کوي، چې عاطفي خواږه لري، د مور او زوی ترمنځ مینه تفسیروي. ځکه دیوې فرضیې له وړاندې کولو وروسته چې مور یې له لاسه ورکړې دا خبر پرچا بده نه لګي، چې ( غېږه ورکړمه وچاته ) ، ځینې نورې بېلګې یې په لاندې ډول دي:
سترګې مه ورتوروئ = پردي زامن پرې ژوبـــــــــــلــــــــــوئ
(۵ : ۷۷ )
ستا لمبې تر اور تودې = په اوښکو هم نه ســـــــړېــــــــــــــــــدې
(۵ : ۷۲ )
سترګې تورې کړي بیا راسي = موږ خواران له کاره باســـــــي
(۵ : ۶ ۶ )
زه ورځـــــــــم کېښنمـــــــــــــــه نـــــه = تر نازک باســــمــــــه لېـــــمه
(۵ : ۶۲ )
اور دې واخلــــي غــــمازان = دیـــد په کلـــــــو سو دجانــــــان
(۵ : ۴ )
اور به نــــــه اخلـــــي کــوڅـــــه = نازک دې راســـــي په ښـــــکاره
(۵ : ۵ )
دنرۍ په سپینه خولـــــــــه = نـــــه وړي دوزخ تــــــه پښتانـــــــــــه
(۵ : ۴۹ )
زړه مې یو دی چې تا وړی = بل نو خدای نــــــــــــه دی راکړئ
(۵ : ۵۴ )
سپوږمۍ ستا د خوا راخېژي = سلام ورکــــــــــه را رسیـــــــــږي
(۲ : ۱۴۵ )
تشبه او استعاره
دماخۍ تر ګل ښایسته
نن یـــې لحدته کړه شېوه
(۵ : ۴۶ )
دغنم تر ناړۍ سپینې = کشوې درګو وینې
(۵ : ۴۷ )
سپینه خوله په اوږو پلنه = چېرې ځي دچنار ونـــــــــــه
(۵ : ۶۵ )
په پورته دوولومړیو کاکړیو کې تفضیلي تشبه موجوده ده، چې محبوبه ( مشبه ) دماخۍ ګل ( مشبه به )، ښایست یې وجه شبه ده . محبوبه ( مشبه ) دغنم ناړۍ ( مشبه به )،سپین والی یې وجه شبه ، عاشق دخپلې محبوبا په ویراو جمال کې دا نارې له خولې اېستلي یوازې دتشبه یوه خوا ذکر شوې، چې مراد ترې خپله محبوبه ده. په دریمه کې استعاره موجوده ده چې دچنار ونه د محبوبې دپاره استعاره شوې او لوړوالی یې قرینه ده.
دتفضیلي تشبه بله بېلګه عبارت ده له :
را ویران دې کړئ زما زړه = تر واوره سپینه ده ستا خوله
(۵ : ۵۲ )
دتشبه نور مثالونه هم شته :