ستا چارګل پرې پرې = نرۍ ځوانان په پرې کوې
(۵ : ۶۵ )
پورته وینو چې چارګل ښکلا ته اشاره ده ، چې پرې یې دچاړو سره تشبه کړي ، چې ( پرې ) مشبه او ( چړې ) مشبه به ، مشبه ذکر شوي او مشبه به نه ده ذکر شوې استعاره یې زېږولې شکلي جوړښت د دواړو ترمنځ قرینه ده . دا ټول حالتونه دزړه بایللو دپاره په کار لګیا دي ښکلا یې زېږولې.
په چړو مــــــې زړه وهــــــي = پیکی چې خور کړي پر تندي
(۵ : ۹ )
پورته غاړه کې بې له اداتو عالي تشبه جوړه شوې چې د پیکی او دهغې څوکې مشبه جړې مشبه به ، اوږدوالی او نرۍ والی د دواړو ترمنځ وجه شبه ده.
زما او ستا ترمنځ پټو دی = ژړو غـــر دتــــکتــــو دی
(۵ : ۵۵ )
د دودیزې آرپوهې له انده تکتو په سویلي پښتونخواکې د کوټې ښار شاوخوا دیوه غره نوم دی، ویل کیږي چې دغه غره یا دره کې کور ؤ، یوه ناوې ورته راواده شوې، دغه غره زیات سیوری کړی ؤ، دلمر وړانګې دغه کور ته نه راټيټېدې، ناوکۍ دزیاتې یخنۍ په وجه دغه غره ته وویل چې ( تیکه تو) یعنې بېهوده ولاړه غره په تادې لعنت وي، له دې وروسته په دې نوم ونومول شو، نو له پورته کاکړۍ ښکاري ، چې دمحبوبې او محبوب ترمنځ دتکتوغرواقع دی، چې د دوی ترمنځ یې دیدن ګران شوی، چې دتکتوغر یې دپټو سره تشبه کړی، نه لیدل یې وجه شبه ده.
دزړه والونه پرې کوې = په تور اطلس پټې کعبې
(۵ : ۴۴ )
دخاټـــــــول تر ګل پستې = ته بــــه دچا په نصیب سي
(۵ : ۳۹ )
پایله :
شفاهي او ولسي ادبیات دي، چې دیوه قوم لوړې او ژورې په مستقیم او غیر مستقیم ډول انځوروي، دهغو له ډلې څخه یوه هم په پښتو منظومو فلکلوري ادبیاتوکې کاکړۍ ده، چې دکاکړو پښتنوټولنیز حالتونه یې له هنري کیف سره وړاندې کړي، دلته موږ یوازې په عشقي کاکړیواو دهغې په هنري خواوو بحث وکړو، په ټوله کې ویلای شو، چې دولسي ادبیاتو دغه فورم دخوند او پند خواږه لري ، موزیکالتوب او آهنګوالي لا پسې هنري کړي.
اخځلیکونه :
۱ ــ ازمون ، پوهنوال لعل پاچا ، ۱۳۹۷ ل ، پښتو نظم پوهنه: علومو اکاډمي او دکابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځی ، ختیځ خپرندویه ټولنه ، جلال اباد .
۲ ــ رفیع ، څېړنوال حبیب الله ، ۱۳۹۶ل فلکلور دعلم مور: امان کتاب خپرولو مؤسسه.
۳ ــ کاکړ ، سیال ، ولي محمد،۱۳۶۹ ل ، غاړې کاکړۍ، لنډۍ :دکویټې چاپ.
۴ ــ ګوربز، میراحمد ، ۱۳۹۰ل ، په پښتني فلکور کې ټولنیز ارزښتونه : دافغانستان دعلومو اکاډمي.
۵ ــ محمد امین ، ۱۳۹۲ ل ، کاکړۍ غاړې ، انتخاب او ټولونه : عمر عاصم نشراتي مرکز ، کندهار