خوا کې مې ګرځه رقیبان دې رانه ونه وژني
ګله ! یریږمه خزان دې رانه ونه وژني
پل په پل چل درته دامونه دي ډیر پام به کوي
د غرونو بازه ټپوسان دې رانه ونه وژني
اغیارخو هسې هم اغیار وي اعتماد پرې نوي
خو د لسټوني پټ ماران دې رانه ونه وژني
دلته په ګوړه کې هم زهر ورکوي دا خلک
ګوره زړګیه دښمنان دې رانه ونه وژني
حالات ښه ندې ستا په سر بلها لانجې پرتي دي
د انقلاب دا توند طوفان دې رانه ونه وژني
ګلابي شونډو دې نن بیا دغم پتري نیولي
سوچونه مه کوه خفکان دې رانه ونه وژني
اې د جنون په جزیره کې ورک روان هاشمه
د لیونۍ مینې ارمان دې رانه ونه وژني
ــــــــــــــــــــــــــــــ
هاشم سادات
@hashamsadat01
ګله ! یریږمه خزان دې رانه ونه وژني
پل په پل چل درته دامونه دي ډیر پام به کوي
د غرونو بازه ټپوسان دې رانه ونه وژني
اغیارخو هسې هم اغیار وي اعتماد پرې نوي
خو د لسټوني پټ ماران دې رانه ونه وژني
دلته په ګوړه کې هم زهر ورکوي دا خلک
ګوره زړګیه دښمنان دې رانه ونه وژني
حالات ښه ندې ستا په سر بلها لانجې پرتي دي
د انقلاب دا توند طوفان دې رانه ونه وژني
ګلابي شونډو دې نن بیا دغم پتري نیولي
سوچونه مه کوه خفکان دې رانه ونه وژني
اې د جنون په جزیره کې ورک روان هاشمه
د لیونۍ مینې ارمان دې رانه ونه وژني
ــــــــــــــــــــــــــــــ
هاشم سادات
@hashamsadat01