ستوری د ادب په لمن کې


Гео и язык канала: не указан, не указан
Категория: не указана


د لته به. تاسو ته، دمشهوره ،شاعرانو شعرونه نشریږي،زموږ دټيليګرام چېنل درسره جوائن کړئ! مننه!
https://t.me/sotore25

Связанные каналы

Гео и язык канала
не указан, не указан
Категория
не указана
Статистика
Фильтр публикаций


السلام علیکم ورحمته الله وبرکاته خوږو د زړه ټوټو ملګرو دلته به تاسو ته خوندور اشعار او په زړه پوري ترانې نشرؤ په درنښت ورور مو تپاندزُهاد
https://t.me/Zuhadashna

زوړ مو بلاک سو دا نوي چینل درسره نشر کړي ګلونو


Репост из: تپــانـد زُهـــاد
ښکلي نعت شریف

قربان دي له نامه شمه جانانه محمده ﷺ
پر زړه مي راوریږي قدردانه محمدهﷺ

صلي الله علیه وبارک وسلم
قبول مي درودونه کړه سلطانه محمدهﷺ

رحمت العلمینه د اللهﷻ خوږ پیغمبرهﷺ
الله کړلي میلمه تر لامکانه محمدهﷺ

اللهﷻ پر تا درود وایې قران پر تا درود
اللهﷻ پر تا نازل کړلو قرانه محمدهﷺ

امام د انبیاؤ یې سردار د مرسلانو
خالق تاته در کړي دي لوړ شانه محمدهﷺ

دنیا که مافیها ده ستا له رویه پیدا شوي
غمخور پر خپل اُمت یې مهربانه محمدهﷺ

کرم دي غواړم تاته امیدوار یمه حبیبهﷺ
تپاندزُهاد) له نوم دي شم قربانه محمدهﷺ

اَلّلُهمَّ صَلِِّ عَلی سَِیّدِنَا مُحَمَّدِالنِِّبیّ الاُمّیِ وَاَلِهِ وَبَارِک وَسَّلِم


@Zuhadasnha


قدرمنو دلته به درته کله نا کله خپل غزلونه ږدو هیله کوو چې راسره پاتې شئ! چینل درسره جوائِن او نشر کړئ!!!

ورور مو[نَسِيْم مَنْصُوْر طَالِبْ]

http://t.me/ghazalghazalmasham


خوا کې مې ګرځه رقیبان دې رانه ونه وژني
ګله ! یریږمه  خزان دې  رانه  ونه وژني

پل په پل چل درته دامونه دي ډیر پام به کوي
د غرونو بازه ټپوسان دې رانه ونه وژني

اغیارخو هسې هم اغیار وي اعتماد پرې نوي
خو د لسټوني پټ ماران دې رانه ونه وژني

دلته په ګوړه کې هم زهر ورکوي دا خلک
ګوره زړګیه  دښمنان دې رانه ونه وژني

حالات ښه ندې ستا په سر بلها لانجې پرتي دي
د انقلاب  دا توند طوفان دې رانه ونه وژني

ګلابي شونډو دې نن بیا دغم پتري نیولي
سوچونه مه کوه خفکان دې رانه ونه وژني

اې د جنون په جزیره کې ورک روان هاشمه
د لیونۍ مینې ارمان دې رانه ونه وژني
ــــــــــــــــــــــــــــــ
هاشم سادات
@hashamsadat01


Репост из: تپــانـد زُهـــاد
اختریزه ډالۍ

زموږ د هیلو ارمانونو ترجمان اختره
خوشحالي راوړه ورک غمونه کړه جانان اختره

امن ته تږې یو د امن پیلامه شه ګرانه
اشغال کړه ختم ژر را درومه قدردان اختره

د یتیمانو او د بوری مور د زړه ټکور شه
پر وچو شونډو یې موسکا خوره کړه ګران اختره

د اسیرانو د خلاصون زیري شه ځار دي شمه
تا ته په طمعه د خلاصون دي مهربان اختره

د مسلمه امت زخمونو ته شفاء شفاء شه
مظلوم امت شه دسوې زړه درمان اختره

پر سنګرونو مرچلونو سره ګلونه شینده
د لومړۍ کرښي د غازي زړه کړه ودان اختره

ستا و راتګ ته مي د زړه دنیا ودانه ښکاري
تپاندزُهاد) یم را پوره مي کړه ارمان اختره


@Zuhadashna






Репост из: تپــانـد زُهـــاد
نعت شریف

وي پر تا دي بارانونه درودونه
څاڅکي څاڅکي دریابونه درودونه

چي الله دې پیدا کړې په خبر دي
ټول زرې زرې ریګونه درودونه

که انجیل دي که تورات او که زبور دي
د قران ټوله حرفونه درودونه

چي الله وي پر دا مځکه راشنه کړي
وني بوټي ټول ګلونه درودونه

له ادمه تر دي دمه چې پیدا دي
فرشتې واړه روحونه درودونه

وې ډالۍ دي محمده ستا و روح ته
سمندر واړه څکونه درودونه

صدقه دې شم (تپاندزُهاد) حبیبه
د الله ټول کتابونه درودونه

صلي الله علیه واله وصحبه وسلم

@Zuhadashna


د شریعت ږغ راډيو په وياړ د تاند اديب سيدحسام هاشمي څو نازولي کرښي

د مؤمینو زړو صدا شریعت ږغ ږغ ږغ
د حق بيتـو التـجا شریعت ږغ ږغ ږغ

اواز قاری علامحمد اسير صاحب


https://t.me/AlhikmatNaat




🍃حــافظ عِلــم يار🍃
Aleemyar
اَلسْلَامُ عَلَيْکُمْ وَرَحْمَةُاللّٰهِ وَبَرَکَاتُه

خوږو ملګرو کله ناکله ستاسې خـدمت ته له ښایسته HD ډيزاينو اوپه خپل اوازکي له ښکولوترانوسره /حافظ عِلم يار/

ژوند ژوند ژوند امارت
مخکنی چينل بلاک سو همداچينل جوائن کړی

https://t.me/Aleemyar3
https://t.me/Aleemyar3


Репост из: تپــانـد زُهـــاد
د سروري کائنات حضرت محمد مصطفې صلي الله علیه واله وسلم د رحلت او فراق دردونکي قصه د حضرت بلال حبشي رضي الله عنه ژړا او فریاد
ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ

بلال په چغو درومي د شام پر لورې ژاړي
د مدیني څه روان و شاته ګوري ژاړي

په زړه سوري سورې دې هجر ځپلي دي ډیر
په نازک زړه یې لمبي د هجر پورې ژاړي

بي له جانانه سخته شوه زندګې د بلال
د خوږ حبیب مینه یې په زړګي اورې ژاړې

په جدایې د محبوب د مدینې څه وځي
په بدرګه ورسر سپوږمي هم ستورې ژاړي

یو شپه په خوب کې ورته جانان واي بیوفا یې
روضه دي زما پریښودل سترګي غمخوري ژاړي

چي کله ویښ شو بلال شو را روان هغه دم
راغي روضي ته غمجن ورسره سیوري ژاړي

بلال ممبر ته وخوت د غم اذان یې وکړ
ټوله اصحاب ژړیدل زړونه یې ښوري ژاړي

د درد کیسه مې لیکل ( تپاندزُهاد) کپیدم
زړه مي سلګیو واخست قلم او تورې ژارې

@Zuhadashna


Репост из: تپــانـد زُهـــاد
🌹شـــیریــنــه میــنـه🌹

مینه مي مؤمِنه ده ځي تر جنتو پوري
پاکه ده حسینه ده ځي تر جـنتـو پوري

مینه مې حرم ته دښکلاؤ ځي نړۍ پریږدي
ټوله مینه مینه ده ځي تر جنتـــو پوري

روح اوځان مې واړه پاکي میني ته ډالۍ کړله
ځار له ښکلي دینه ده ځي تر جنتو پوري

اور او داغزیو په سر یون کوي روانه ده
ګل ده ګـلویـنه ده ځي تر جنتــو پـوري

میني مي تورکړي دي له دغه دنیاګۍ نه زړه
ډیـره نازنــینــه ده ځي تر جنتــو پوري

میني بیده کړي یم په خوند د شهادت خواږه
دغـه زما ویــنه ده ځي تر جنتو پوري

مینی مي داسپین رخسارپه اوښکو رامینځلی دي
سپینه ده وریښمینه ده ځي تر جنتو پوري

میني ملنګ کړی یمه ځان ته زه(تپاندزُهاد)
څـه وکړم شیـرینه ده ځي تر جنتـو پوري

@Zuhadashna


Репост из: تپــانـد زُهـــاد
ربه ومې بخـښــه

ستا ورحمت ته اُمیدوار یم ربه ومي بخښه
عاصي بنده دي ګناهکار یم ربه ومي بخښه

شیطان ظالم مي دتقواؤ خزانه ورانوي
د دې ظالم څخه په ډار یم ربه ومي بخښه

سرپه سجده درته ایږدم لتانه عفه غواړم
رحم ته ستا سترګي په لار یم ربه ومي بخښه

نفسُ هوا یمه اخستي ژوند مي ټول برباد دي
عمر مي ختم په تلوار یم ربه ومي بخښه

یاالله ته مي په خپل فضلُ کرم ونازوه
بي ستاله فضله څه ناچار یم ربه ومي بخښه

اې متعال څښتنه تاته مي ډالۍ دي اوښکي
لاس په دُعاشامُ سهار یم ربه ومي بخښه

تپاندزُهاد)دي صرف رضا غواړم نور هیڅ نه غواړم
له تا راضي زه هزاروار یم ربه ومي بخښه


@Zuhadashna


ستـادهجـران شیبـی لامَـل دی لـه کاروانه سره
پـه زړوکـی پـټ سـاتـی دردونـه لـه ارمانه سره

آواز شهید أستاذ حامد متوکل تقبله
شاعر عَـــزّام

https://t.me/mjmuzammil


Репост из: قاري ملامحمدجلات مزمل
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
د حقاني.ميډيا مسؤلین او همکاران، د روان فتوحاتو او د دښمن د ماتي مبارکي ټولو ته وایی...
امابعد، د دښمن لخوا په څو څو ځله حقاني.ميډيا په فیسبوک ټلګرام کې بلاک شول، خو! ان شاء الله مونږ خپل مرال د لاسه نه ورکوو او ستاسو مخلص او متدین مجاهد ملت په مرسته به خپل نشریات بیا شروع کړو لینک درسره نشر کړی او نور ملګری مو هم خبر کړی
جزاکم الله خیرا
ستاسو د نیکو دعاګانو په هیله


حقاني.ميډيا تاسو له حقائقو خبروي👇

https://t.me/HaqaniMedia12




Репост из: زُهـــاد اشنــا
🌷درحـمـتــونـوخــزانه🌷


درحـمتــونـو خــزانه ده روژه
دمغفرت ستره چینه ده روژه

زړه پاکوي له ګناهونو څخه
لکه صابون لکه اوبه ده روژه

ډیر مبارکه معظمه میاشت ده
داخو پر مونږه میلمنه ده روژه

یو عبادت یې په زرچنده لیکي
دثـوابـونـو ســرمــایـه ده روژه

رب نازل کړي ده پرمونږه باندي
د انــوارونــو پـیــلامــه ده روژه

قدر به یې ډیرکوي مؤمِنه وروره
دجـــنــــتـــونــو دروازه ده روژه

دعـبــادت او دطـاعــت منبــع ده
دا د اذکارو جــــامـــعــه ده روژه

کـړم هـرکلـي ورته دزړه له کومي
تپانـدزُهـاد) ته مـعـجـزه ده روژه


@Zuhadasana


د شهادت اوږ دې هوسازندګۍ
در ته مې دا نمګړی ژوند مات شه
م.
ورور مو غالب
http://t.me/Ghaznavi23


Репост из: نسيم منصور طالب
قدرمنو دلته به درته کله نا کله خپل غزلونه ږدو هیله کوو چې راسره پاتې شئ! چینل درسره جوائِن او نشر کړئ!!!

ورور مو[نَسِيْم مَنْصُوْر طَالِبْ]

http://t.me/ghazalghazalmasham

Показано 20 последних публикаций.

493

подписчиков
Статистика канала