# ( اختر ) *
راوله پر مونږه نن اختر د خوشحالۍ ربه
وشنده وږمې په لر اوبر د ازادۍ ربه
راشه اۍ اختره دغم شپي راځني هیري کړه
ورکې مو له زړونو کړه تیارې د مایوسۍ ربه
مینه محبّت مو نن د زړو کلی ته راوله
چم مو کړه روښانه په لیلا د خپلواکۍ ربه
جاړې په هرکور کې یتیمان د مور په غیږه کې
ختمې په هر کور کې کړه نعرې د بې وسۍ ربه
سیوری د سکون یې دې غمجن ټغر ته وبخه
ډکې له مسکاو کړه وړې وړې خولګۍ ربه
وړي د ګلشن نه مو خزان خایسته ګلونه دي
وسپړه چمن کې مو د هيلو څو غوټۍ ربه
ختم کړې سبحانه دا ویرونه زمونږ د کلې نه
تا ته په اشعارو کې"صهیب"کوي زارۍ ربه
#suhaib_patang
@suhaib01
راوله پر مونږه نن اختر د خوشحالۍ ربه
وشنده وږمې په لر اوبر د ازادۍ ربه
راشه اۍ اختره دغم شپي راځني هیري کړه
ورکې مو له زړونو کړه تیارې د مایوسۍ ربه
مینه محبّت مو نن د زړو کلی ته راوله
چم مو کړه روښانه په لیلا د خپلواکۍ ربه
جاړې په هرکور کې یتیمان د مور په غیږه کې
ختمې په هر کور کې کړه نعرې د بې وسۍ ربه
سیوری د سکون یې دې غمجن ټغر ته وبخه
ډکې له مسکاو کړه وړې وړې خولګۍ ربه
وړي د ګلشن نه مو خزان خایسته ګلونه دي
وسپړه چمن کې مو د هيلو څو غوټۍ ربه
ختم کړې سبحانه دا ویرونه زمونږ د کلې نه
تا ته په اشعارو کې"صهیب"کوي زارۍ ربه
#suhaib_patang
@suhaib01