ما پــه خپلو هیلـــــو خاورې واړولې
بیا را درومي د غمونـــو طوفان ولې
چې د ستړې زندګي قیصه شروع کړم
ستا له ستـــرګو را وریږي باران ولې
د وږو تــــږو یتیمانو غم کې نه یې
خپله خیټـــه دې مړه کړله خان ولې
په رسمیت مو ولې نه پیژني خلکو
دا په څه بانــــدې ډاریږي جهان ولې
که قسمت کې زما نه وې د زړه سره
نو تـــا څیرې کړ جانانه ګریوان ولې
زړه مې در کړو خپل دې نه کړو د زړه سره
بیا له ما پسې راځي دې ارمان ولې.
شاعر زیارمل ذاکر
بیا را درومي د غمونـــو طوفان ولې
چې د ستړې زندګي قیصه شروع کړم
ستا له ستـــرګو را وریږي باران ولې
د وږو تــــږو یتیمانو غم کې نه یې
خپله خیټـــه دې مړه کړله خان ولې
په رسمیت مو ولې نه پیژني خلکو
دا په څه بانــــدې ډاریږي جهان ولې
که قسمت کې زما نه وې د زړه سره
نو تـــا څیرې کړ جانانه ګریوان ولې
زړه مې در کړو خپل دې نه کړو د زړه سره
بیا له ما پسې راځي دې ارمان ولې.
شاعر زیارمل ذاکر