زیارمل ذاکر


Гео и язык канала: не указан, не указан
Категория: не указана


السلام علیکم ورحمت الله برکاته.
خوږو او زړه ته راتیرو ملګرو دلته به کله ناکله زه خپل ګوډ مات شعرونه او غزلې درته وړاندې کوم.
به دې هیله چې ملتیا مو وکړي.
او په نشرولو کې یې راسره مرسته وکړی.
شاعر زیارمل ذاکـــــــر.
https://t.me/zyarmalzakir

Связанные каналы

Гео и язык канала
не указан, не указан
Категория
не указана
Статистика
Фильтр публикаций


ما پــه خپلو هیلـــــو خاورې واړولې
بیا را درومي د غمونـــو طوفان ولې

چې د ستړې زندګي قیصه شروع کړم
ستا له ستـــرګو را وریږي باران ولې

د وږو  تــــږو یتیمانو غم کې نه یې
خپله خیټـــه دې مړه کړله خان ولې

په رسمیت مو ولې نه پیژني خلکو
دا په څه بانــــدې ډاریږي جهان ولې

که قسمت کې زما نه وې د زړه سره
نو تـــا څیرې کړ جانانه ګریوان ولې

زړه مې در کړو خپل دې نه کړو د زړه سره
بیا له ما پسې راځي دې ارمان ولې.


شاعر زیارمل ذاکر


اَعُوذُبِاللهِ منَ الشَّیطَانِ الرََّجیم

بســـــــمِ اﷲِالرَّحْمَنِ الرَّحِيم

إِنَّ ٱللَّهَ وَمَلَٰٓئِكَتَهُۥ يُصَلُّونَ عَلَى ٱلنَّبِىِّ ۚ يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ صَلُّوا۟ عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا۟ تَسْلِيمًا🌷ٌ

اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَّ عَلَى آلِ مُحَمَّدٍ كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيد🌷ٌ

اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَّ عَلَى آلِ مُحَمَّدٍ كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيد🌷




ستا پـــــــه مری کې اوبۀ ښکاري جنتي حوره یې
د زړګي سر د سترګو توره په ۷۰ حجابونو کې تۀ

ستا په ښایست مې تصنیف کړي دي خوَږه دلبره
هره کړی کې خو ستانوم.په هرغزل اوکتابونو کې تۀ

ذاکر


غزل

د یو چا سترګو کې د مینې محبت علامې
شوې را څرګندې پاکه خدایه د قیامت علامې

د خدای رضا د ستا په لپو کې زه وینم مورې
ستا جنتي سترګو کې مورې، د جنت علامې

خداي دې نصیب کړه جنتونه اخ، مرحوم عمره
' شوې دې ښکاره د بزرګي او کرامت علامې

چې، وکړم دیدن د تورو سترګو اخ د سترګو توره
پر ما راځــي د لیونتوب هغــه ساعت علامـــې

زیارمل ذاکره دا دنیا ده څوک به څنګه وي خو.
ځینو انسانانو کې شته نه د انسانیت علامي

شاعر زیارمل ذاکر


السلام علیکم ورحمت الله برکاته.
خوږو او زړه ته راتیرو ملګرو دلته به کله ناکله زه خپل ګوډ مات شعرونه او غزلې درته وړاندې کوم.
به دې هیله چې ملتیا مو وکړي.
او په نشرولو کې یې راسره مرسته وکړی.

ستا جدایې کې څومره زور ده اشنا
زه یـــــې په زړه باندې ارې ارې کړم

شاعر زیارمل ذاکـــــــر.
https://t.me/zyarmalzakir


ستا جدایې کې څومره زور ده اشنا
زه یـــــې په زړه باندې ارې ارې کړم

ش زیارمل ذاکر


جمهوریت
ختم دی لــــه  مَلٌکه نور اثـر د جمهوریت
ایستلې دي ریښـــــې ملا عمر د جمهوریت

قایم مو امارت دی لر او بر خپره خوښي ده
ازاد مو دی هیواد نور له خطر د جمهوریت

سپېڅلو قربانیو پاکو وینو یې رنګ را وړ
ان شاء الله چې ټول شو نور ټغر د جمهوریت

تاو کړی یې له ځانه ده  څادر د جمهوریت
سیکې د غلامی وي پــــه ټټر د جمهوریت

کراره کراري ده هـــــــر طرف مو آمن آمن
مات کړی مو ده هرځای کې اشر د جمهوریت

شملې مو هسکې هسکې شملورو زلمو ځار شم
په لار مو دي را وستی زورور د جمهوریت

پرانیستي ازادی دلته وزرې  په هر لوري
زیارمل ذاکره سوي دي وزر د جمهوریت


‏خبرې یې ټولې خوږې وي،
خو په تللو کې یې دا غږ بېل
کیف کا
ژر راځم ورک نه شي..


غزل
زۀ خاورې کـه تـۀ خـاورې
کړم دې بیلتــانـۀ خاورې
واوښتې پـه سپین جبین
وه خدایه پــه څـۀ خاورې
یو یــار مې شهیـد سولو
بل ته دې شــم زۀ خاورې
تا پسې مـــې یاره شـول
ستـرګې او باڼــه خاورې
سـولې ستا راتلو تـه خو
شول ټول پښتانـۀ خـاورې
ستا پـه یـاد  ایره ایـره
ګل غوندې مې زړۀ خاورې
ستـا مینې زیارمل ذاکــر
کـــړ  په  ژوندانۀ  خاورې


اواز الحافظ نقیب الله همدرد

شاعر زیارمل ذاکر


قاری نــــورانــــی
اَلسَـــــلامُ عَليْــكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَـرَكاتُهُ‎
خوږوملګرو دلته به تاسو ته خوندوری
او په زړه پوري زماترانې شعرونه
حمدونه نشروراسره اوسی
قاری نــــــــورانــــــی
https://t.me/noraneenathuan
https://t.me/noraneenathuan






*نوی شهـــیده زمـــزمه*

🌷🌷🌷🌷🌷🌷🌷

*دافغانستان داسلامی امارت دلوګر ولایت دمرکز داتل شهید شکرالله اسامه درانه خواښه یادته ډالی*

*آوازد انس هاشمی اغاصاحب*

*شاعر محترم زیارمل زاکر*

*که غواړی د انس هاشمی اغاصیب په آواز ترانی جوړی کی دی نمبر سره رابطه وکی*

https://wa.me/930794450298


*ددې لپاره چې یو څوک وګورئ، چې مړ دی که ژوندی نو نبض او تنفس یې مه ګورئ؛ بلکې شرف او وجدان یې وګورئ.*








غزل

یو نیم ، ورپه، ِکې وي د ګلونو مخ
مــــاته ده را وښتـــۍ د غمونه مخ

ستا یاد سره ټوله شپه قیصې کوم
مـــــانه اړولــــی اوس خوبونو مخ

ډیر راته یادیږي هغــــه ښکلۍ یار
لیدلی مـــــې یې نه ده په کلونو مخ

امن دې خوږې سترګې را واړوي
ورک دې شــي ناولۍ د جنګونو مخ

را واېې خلمه ښکل یې کړم په سترګو مې
اېښۍ مې وي ستا په تصویرونو مخ

اودس مــې په رڼو اوښکو تازه کړ بیا
وچ مــــــې کړ د یار په دسمالونو مخ

خدایه دا منـــــم چـــــــې ګنهګار یمه
خو واړوه له مــــونږ د عذابونو مخ

له کاره مونږ منکر نه یــــو ذا کره خو
په ژمي کې دې ورک سې د کارونو مخ

Показано 20 последних публикаций.

109

подписчиков
Статистика канала