د ادب غـمي


Kanal geosi va tili: ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan


د غمي غمي شاعران شعرونـه مو په ډیر مینت درته راټول او یو ځای کړي دي هیله ده په دغـه شعرونو باندي خپله ادبي تنده خړوبه کړی.
https://t.me/joinchat/AAAAAFE6Nkwc-N4vpncOyA

Связанные каналы

Kanal geosi va tili
ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Statistika
Postlar filtri


غـــزل

خېر دی که شـــټایل ټول د ستا کوي پر ځای یې کـــــوي
دا نڅـــــــــــــاګره چــــې نڅـــــا کوي پـــر ځای یـې کوي

تاو شي را تاو شي څـــه بلا زړونه د پښــو لاندې کــــړي
نه داسې نه ده چـــې خطا کــــوي پــر ځای یې کــــــوي

زه ســـتا لوفـــرو ادګانـــــــو لـــــوفـــــر کـــــړی یــــــــه
خلک چـې ماپسې خـــندا کــــوي پـــر ځای یـې کـــــوي

تا به زمــا په ســـر د هېچا ســـره جنــــګ نـــــه کــــوې
غیبت که هر څـومره زمــــا کوي پـــر ځــای یـې کــوي

ښه دې زړه تش کړي ښه دې وژاړي په چیغـــو چیغـو
هغــه پـــه یار پسـې ژړا کــــوي پـــر ځای یـې کـــوي

پیــره منمه ســـتا دعا بـــــه هــــم بې څــــنه نـــه وي
خو چـې مور کۍ کلــــه دعا کـــوي پـــر ځای یې کوي

ستا په شان نه دی چــې په نیـمه لار کې پرېږدي سـړی
مقبول چـې یــــو ځل ملګرتیا کــوي پر ځای یې کوي

مقبول جلبل
#دادب_غمي
@Adabi_Ghami


حکایات او دیني معلومات dan repost
#الجمعه_مبارک

د درود شریف د ویلو 40 کټی.
د جمعه مبارکه ورځ ده درود شریف مو هیر نشی:
صَلّـِيْ عَلٰی مُحَمَّدً وَبَارِکْ عَلَیْهِ وَسَلَّمْ

_۱_ د الله امر په ځای کول.

_۲_ له الله سره موافقت که څه هم د دواړو درود توپیر لري.

_۳_ له ملایکو سره په درود ویلو کې موافقت.

_۴_ د الله له لوري په درود ویونکي لس ځله درود ویل کیږي.

_۵_ په درود سره لس درجې ترلاسه کیږي.

_۶_ درود ویونکي ته لس نېکۍ لیکل کیږي.

_۷_ په درود سره لس ګناهونه بښل کیږي.

_۸_ درود د دعا قبیلدلو سبب کیږي.

_۹_ درود د رسول الله د شفاعت ترلاسه کولو سبب کیږي.

_۱۰_ د ګناهونو د بښلو سبب کیږي.

_۱۱_ په درود سره الله د بنده غمونه او اندېښنې ختموي.

_۱۲_ د قیامت په ورځ به درود ویونکی رسول الله ته نږدې وي.

_۱۳_ د غریب سړي له پاره درود د صدقې ځای نیسي.

_۱۴_ درود د اړتیاو د پوره کیدلو لامل ګرځي.

_۱۵_ درود دالله او ملایکو له لوري د درود سبب کیږي.

_۱۶_ په درود سره انسان پاکي او تزکیه ترلاسه کوي.

_۱۷_ په درود ویونکي به له مرګ مخکي د جنت زیری کیږي.

_۱۸_ درود ویونکی به د اخرت له سختیو نجات ترلاسه کوي.

_۱۹_ د درود په برکت انسان ته هیر شوي شیان وریادیږي.

_۲۰_ درود ویونکي او سلام کوونکي ته رسول الله ځواب ورکوي.

_۲۱_ درود ویونکی به د اخرت په ورځ نه پښیمانه کیږي.

_۲۲_ په درود سره فقر او غریبي له منځه ځي.

_۲۳_ په درود ویلو سره د بخل ناروغي او بدخويي له منځه ځي.

_۲۴_ درود ویونکي ته هیڅوک ښېرا نشي کولی.

_۲۵_ د درود په برکت د جنت لاره موندل کیږي.

_۲۶_ د غافلانو په مجلس کې سړی له غفلت نه ژغورل کیږي.

_۲۷_ خطبې او نورې ویناوې په درود سره پای مومي.

_۲۸_ درود په صراط (لاره) د پوره رڼا سبب ګرځي.

_۲۹_ په انسان کې جفا او سختي ختموي.

_۳۰_ د اسمانونو او ځمکې د مخلوقاتو په منځ کې الله درود ویونکی ښه یادوي.

_۳۱_ درود د برکتونو سبب ګرځي.

_۳۲_ په درود سره د الله رحمت ترلاسه کیږي.

_۳۳_ درود ویل په مومن کې له رسول الله سره مینه زیاتوي.

_۳۴_ له درود ویونکي سره رسول الله مینه کوي.

_۳۵_ درود ویل د هدایت او د زړه د بیداري سبب ګرځي.

_۳۶_ رسول الله ته د درود ویونکي نوم اخیستل کیږي.

_۳۷_ په صراط به د درود ویونکي قدم ثابت وي.

__۳۸_ په درود سره د رسول الله د حق یوه برخه اداکیږي.

_۳۹_ د درود په ترڅ کې د الله ذکر او شکر هم راځي .

_۴۰_ درود دعا ده .

جلاء الأفهام في فضل الصلاة والسلام على خير الأنام، لإبن القيم الجوزيه.

#حـکایات_اودیني_معلومات
@Deni_Laar


غزل

نه داسی نه وه چی له ده سره یاری نه کیده
خبره دا وه! چی له مـــــا نه بندږی نه کیده

ما د کعبی حرم کی هیڅ ګلاب لیدلی نه ده
د لالی ځکه زما څنګ کی زندګی نه کیده

ما وو له داسی زاویی کتلی ژوند ته قربان
په تخیل کی هم! له ما بیحیایی نه کیده

زه خوش باوره وم هغه د بل په لاس کی لوی ؤ
وه دین خانکی!!! نو زما به تبایی نه کیده؟

پور صلاحیته وم له لاسه می هر څه پوره وه
خدای خو لیدم چی له ما هیڅ بی انصافی نه کیده

د یوه دله په سر د قوم سمت ولایت بد ویل
نه نه شیرزویه! له ما دا بی شرفی نه کیده

نعمتک شیرزوی
#دادب_غمي
@Adabi_Ghami


غزل

زړګی مې په یو چا پسې بیمار دی او ښه نه دی
او ستړی دی، خفه دی او نهار دی او ښه نه دی

غروب سلګو نیولی وو ماښام ټپي ټپي دی
شپه تېره په زګېروو یې ده سهار دی او ښه نه دی

راځئ یو بغاوت وکړو هر کس مشال ته لاس کړئ
دا شیخ مو په شپه خوښ په انتظار دی او ښه نه دی

ادکې! د چاپې نه روغ وتلی خو ټپي دی
لالا د پورې ژۍ شاته ایسار دی او ښه نه دی

یارانو سترګې وغړوئ! لور مو خطا کړی
ماښام دی او د چُچو سترګو ښکار دی او ښه نه دی

لږ فکر مو ژور کړئ! او ژوند واخلئ له اجله
دا پنډ د ارمانونو په ژوند بار دی او ښه نه دی

سالاره! دا اغزي کالي د ننګ څیري کوي دې!
پښتو ته دې خور شوی اغزن تار دی او ښه نه دی

شاتګ مو دی په سپینه ورځ د کونډو هیلو قتل
بس دومره درته وایم چې ازار دی او ښه نه دی

که څوک د خالد شعر کې ځان ګوري او خفه وي
دا کار هسې د بل په کار کې کار دی او ښه نه دی

خالد خراساني
#دادب_غمي
@Adabi_Ghami


غزل

حالات بدل شول اوس دهرسړي ترڅنګ ویریږو
سوله دې خدای وکړي کنه له اوږده جنګ ویریږو

عملي جنګ دی داسي نه چي دا فلمي جګړې دي
لحظه لحظه له هري خوانه له غورځنګ ویریږو

زموږماشومان له چورچفاؤچاپو تنګ شوي دومره
وایي چي غږ شي په کوڅه کي دملنګ ویریږو

دلته یوچاورسره کړې زموږ دمرګ فیصله
له دي ناوړه خطرناک هلاک قلنګ ویریږو

بدګوماني تردغه حد رارسیدلي ده نن
که موترخواکښیني حسین او که بدرنګ ویریږو

پېړۍ پېړۍموپه غیرت په سرشارۍ تیري دي
اوس په والله داؤدهمته په خپل ننګ ویریږو

داؤد همت
#دادب_غمي
@Adabi_Ghami


غـزل

درد شیندلی یې لفظونو کې رانغاړم
مات رامات یې غزلونو کې رانغاړم

سترګو بیا راوړې د اوښکوملغلرې
زه یې پټې دسمالونو کې رانغاړم

دشیطان ښارکې بندي ملکه بیرته
په ډولۍ دجنتونو کې رانغاړم

دلونګو په سکروټو چې پخې شي
داسې څړیکې په زخمونو کې رانغاړم

ګوره پرخه دحیاة چمن کې اوري
زه یې مړاوو ګلابونو کې رانغاړم

ما ددود له زولنو بغاوت کړی
حیاء ننګ به ایمانونو کې رانغاړم

پ حیاء
#دادب_غمي
@Adabi_Ghami


#هغه_دې_یاد_دی_کنه

تا چې له مانه بیلیدې هغه دې یاد دی کنه؟
وی زړه نیولی راپیدې هغه دې یاد دی کنه؟

ماته دې ګــرانه ډاډ ګـیرنه راکــوله خو ته
زړه کې پټ ورو ورو ژاړیدې هغه دې یاد دی کنه؟

لکه ګلاب کړی دخزان بادونه پاڼې پاڼې
اخ داسې مړاوی ښکاریدې هغه دې یاد دی کنه؟

مابه چې نوم دهجر کله هم غزل کې یاد کړو
ته لکه شمع سوزیدې هغه دې یاد دی کنه؟

غاړه دې راکړه راته ودې وې دعا کړه جانه
راځینې بس روحصتیدې هغه دې یاد دی کنه؟

ډګه له غم ډکه له درد وه دقیامت شیبه وه
رادی کړو لاس راونیدې هغه دې یاد دی کنه؟

غلی مسکی شوی پښه دې ونیوه راتاو دی کړو مخ
چې په کنډو فنا کیدې هغه دې یاد دی کنه؟

هلاله داسې وم فواد لکه یو پاتی یتیم
اوښکی مې مړی مړی واریدې هغه دې یاد دی کنه؟
فواد
#دادب_غمي
@Adabi_Ghami


غـزل

ما یې د شونډؤ د مسکأ تصویر ته ښۀ وژړل
کلـونه پس مې د یو چا تصویر ته ښۀ وژړل

د سترګو ګاټي مې تک سرۀ شولو د اوښکو له نم
نن مې ډیر ډیر د دلرُبا تصویر ته ښۀ وژړل

د محبت له سیوري خلاصه شوه نا هیلي شوله
یوې ماشومي د بابا تصویر ته ښۀ وژړل

زما د ژوند کتابه پاڼي پاڼي پاڼي پروت یې!
نن مې زړګیه هم د ستا تصویر ته ښۀ وژړل

غربته تاته یې ښېرې وکړي لمانځۀ نه ورسته
چې یوې ګل پاڼي د آشنا تصویر ته ښۀ وژړل

لومړی مې ولیکه غزله! په ګل مخي مخ یې!!!
غزل نه ورسته مې بیا بیا تصویر ته ښۀ وژړل

عبدالرقیب فاتحه! مینه وفا نشته پکښې
ما دې قِتال قاتل دنیا تصویر ته ښۀ وژړل

عبدالرقیب فاتح
#دادب_غمي
@Adabi_Ghami


غزل

معدوم شوی مې له ډېره وخته خوب دی
رامعاد راباندې بیا ځل لېونتوب دی

نه شعور لرې او نه سترګو کې شرم
غمه تا کې سراسر ورک سړيتوب دی

يوه لويه پاچاهي ده! باور وکړئ!
بې پروا او غني ژوند د ماشومتوب دی

هېرېدل دې هېڅ مجال نه لري ياره!
د ستا نوم مې د زړګي په سر مکتوب دی

په يو چا پسې يعقوب غوندې ړندېږم
يو سړی لکه يوسف راته محبوب دی

چې عاشق پکې معشوق ته په دار نه شو
دا نو څنګه محبت او ميئنتوب دی؟!

انسان نيسي (عمري) سم له مرۍ نه
ثاني ورور د خودکشۍ يوازېتوب دی

عمر عمري
#دادب_غمي
@Adabi_Ghami


#مناجات

هيلي غوټۍ مو راته ګل کړې ربهﷻ
راته سمسور د زړه کابل کړې ربهﷻ

د دغـه وران وطن ویجاړ کورونه
سنګر سنګر مرچل مرچل کړې ربهﷻ

د سولي تږی اولس ته اوبه کړې
ختم نور دا کفري یرغل کړې ربهﷻ

چې د اسلام په ګټه نه وي تمام
هغه له دې دنیا کینسل کړې ربهﷻ

د جنتي باغچې ګلاب طالب دئ
ودان مې د زړګي تسل کړې ربهﷻ

چـې يادَونه ستا د نوم پکښې وي
آباد آباد هغه محفل کړې ربهﷻ

طالب فیضان مرسته له تا غواړمه
دا ستا نصرت راسره مل کړې ربهﷻ

فیضان
#دادب_غمي
@Adabi_Ghami


شعر

دا حکم له جانبه د سردار دو عالم وي
چي ټوله طالبين دي د کتاب او د قلم وي

د علم په لټون پسي دي تلي شي تڼاکي
ولوکه يې په وړاندي د چين لوری د قدم وي

تر نه علم د سهر او جادو علم بهتر وي
پر امر فرعوني چي د موسی' رب مقدم وي

د سهر په تعليم باندي واصل پر حقيقت سي
ايمان يې د موسی' پر عقايدو مسلم وي

اخطار د تعذيبونو هغه دم ورته جاري سي
د جهل په تيارو کي سرګردانه هغه دم وي

شمال د هدايت يې و احساس ته لاره نکړي
تيارې ورته د بحر د جزا لپاره تم وي

د علم په ډېوه باندي موسی' په رڼا سم سي
پر کور د فرعونيانو چي باران د درد او غم وي

د علم په لارښود پر سيده لاره بريالی سي
تهمت د جهالت به د جاهل پر غاړه سم وي

احمد بریالی
#دادب_غمي
@Adabi_Ghami


غزل

دا دې په کومې بهانې په شا را ونه کتل
تا لکه تېرې زمانې په شا را ونه کتل

د مخه ښې له اوښکو ‌‌‌‌‌‌ډکې سترګې چا ولیدې
زه په ژړا شوم او هغې په شا را ونه کتل

یواځېتوبه! د خپل سیوري احسان هم نه منم
ښه شوله ‌‌‌‌‌‌ډېره چې ‌‌‌‌‌‌ډیوې په شا را ونه کتل

تنده د زړه مې باراني نظر خړوبه نه کړه
ماته دې سم شېبې شېبې په شا را ونه کتل

د کوڅې منځ کې دې لار ورکی غوندې ودرېدم
چې دې د کور له دروازې په شا را ونه کتل

ګیله یې حق ده سباوونه ما بخښنه غوښته !
خو مرور یار له غوصې په شا را ونه کتل

عبدالمعروف سباوون
#دادب_غمي
@Adabi_Ghami


غزل

د نا امیده ماښامونو کیسه بله کیسه
وخته! زما د ارمانونو کیسه بله کیسه

په رپېدلو شون‌‌‌‌‌‌ډو بېرته د راتللو وعده
په اومه خوله د قسمونو کیسه بله کیسه

زما له مینې نه انکار بس یو رټلی ځواب
خو د غربت د پیغورونو کیسه بله کیسه

د خولې چوپتیا د نظر شور لوی حکایت د هجر
زړه کې پرته مې د دردونو کیسه بله کیسه

دطبیب هر علاج له مانه د حبیب پوښتنه!
او د ملا د تاویزونو کیسه بله کیسه

پاتې تش لاس، ځواني په تلو او وارخطا سباوون
په سر پرته د شوګیرونو کیسه بله کیسه

عبدالمعروف سباوون
#دادب_غمي
@Adabi_Ghami


بیتونـه

زه څه نه وایم ځه ! ته یې را په یاد کړه
ما مې خپله ځواني چا پسې برباد کړه؟

راته پاتې زما خپلې اوښکې بس دي
ته دې غم ځان سره واخله خدای دې ښاد کړه

ځینو ، ځینو ته به ځان پکې ښکاره شي
سباوونه ! ته غزل ورته ارشاد کړه!!!!!!

سباؤون
#دادب_غمي
@Adabi_Ghami


غزل

لکه نانځکه هميشه يې لوبولې يمه.
غم د ناترسه ﺯوى يو ﺯه تر لاس نيولې يمه.

بس لکه ونه له سايې مي ګټه اخلي او ځي.
داسي څوک نسته چي يې ﺯه د ځان ګڼلې يمه.

ډيره مننه چي په ما کي لا ساه پرې آيښې.
ډيره مننه چي تر اوسه دي ﺯغملې يمه.

هغه به ښه او بد ويله ﺯه به چپ پاته وم.
لکه تصوير اوس پر ديوال يې ځړولې يمه.

يو چا به غوښتل له سينې مي کوه نور وباسي.
يو چا سينه کي ﺯه پنځوس ځايه کندلې يمه.

ستا د وعدو شمير مي له ﺫهنه څخه وځي ياره.
وعدو دي نه يمه بس شمير يې ځورولې يمه.

سپوږمۍ احسان دي پر ما پاته دى تر عمره پوري.
سپوږمۍ رڼا دي له تيارو نه را ايستلې يمه.

سپوږمۍ رڼا
#دادب_غمي
@Adabi_Ghami


غـزل

مونږه مخلوق نه مونږ خالق ته رسیدل غواړو
د رسیــــدلو مستـــــحق ته رسیــــــــدل غواړو

چې یوه داسې دنیا وڅیړي چې نه ښکاري
داسې تحقیق او محقق ته رسیدل غواړو

ته که سپوږمۍ ته رسیدلی یی نو څه وشول
مونږ دهمدې سپوږمۍ بارق ته رسیدل غواړو

له باد شاهانونه څه نه غواړو دژوند په پار
ځکه اصلي مالک رازق ته رسیدل غواړو

سمیع تکله چې دکاڼـــــــو نه قیـــصې باسي
هغه ستر ذات او مستنطق ته رسیدل غواړو

سمیع تکل
#دادب_غمي
@Adabi_Ghami


غزل

منزل ته غرونه غرونه لار! په سمه وغورځېدم
راته ښکارېږي د ځوانۍ له برمه وغورځېدم

ولې ؟ دې پرېښوم بې اسرې ولې دې پورته نکړم
زه خو دا ستا د لاسنیوي په تمه وغورځېدم

کله نظر نه ، کله زړه ، کله له یاد نه د چا
څه درته ووایم چې څو رقمه وغورځېدم

سلګۍ، سلګۍ شوم ترنم مې د درد ساندې کړلې
بس خو! تیارو کې د [رڼا] له غمه وغورځېدم

لا کرۍ ورځ مخ ته پرته دکار ستړیا او غربت!
په شنه سهار د شوګیرو بې دمه وغورځېدم

ازغنه دښته، ګړندی مزل، بې سیکه جسم
لږ شه ارامه د ژوندون قدمه وغورځېدم

الهامي مخ شو سباوونه پټ د وخت نقاب کې
اخ اووف ! زما د شاعرۍ قلمه وغورځېدم

انجینر عبدالمعروف سباوون
#دادب_غمي
@Adabi_Ghami


تازه، غزل

زما له ازاره دې خداى وساته
له دې ګوزاره دې خداى وساته

مينه کول دومره،اسانه نه دې!
له انتظاره دې خداى وساته

غم راته وى،بچو خوښ به دې شم
اوس تر سهاره دې خداى وساته

زما دوعاوې درپسې دې ګرانه!
په سخته لاره دې خداى وساته

جرار،خو مړ يم په يو ښکلې پسې
تر خړ مزاره دې خداى وساته !

تکبيرالله جرار
#دادب_غمي
@Adabi_Ghami


غزل

دا زړونه دي پیؤند شي سره نور پۀ تار د مینې
نفرت دي شي راځَوّړَند دلته پأس پۀ دار د مینې

حالاتو مې پر خولۀ ایښي دي دواړۀ غبرګ لاسونه
کؤلی درتۀ نشم ځکه اوس اِظهار د مینې

وصال ته رسېدل د یار بلها قربانۍ غواړي
آسانه ګورۀ ونه ګڼې ، دغه کار د مینې

چي وپالي یاري راسره، بې له کوم مطلبه!
پيدا مې نکړ هيڅ، په ژوند کې داسي یار د مینې

د یار د ماشومتوب عادت تۀ، ډیر یم فکر ؤړی
چي کله کړي اِقرار ، او کله بیا اِنکار د مینې

موږ ګورو مجازي عشق تۀ، د ژؤند پۀ آئینه کي
زَمونږ نۀ ورکه شوي ده، رښتنې لار د مینې

د رب لِقا لپاره څو، زلمیو تکل کړی
ګډيږي سرو لمبو تۀ، ماتوي خُمار د مینې

څادر د تورو شپو بۀ رب کړي ټول "سَعادت مله!
را څرک بۀ پۀ دې خاوره شي یؤ سپين سهار د مینې

محمد قسیم سعادت_مل
#دادب_غمي
@Adabi_Ghami


غزل
ــــــ
د ګلابونو په نڅا شوله فنا لاړه
د پسرلو کیسه مې چیرته وه؟ تر چا لاړه؟

راغله او ړنګو دیوالونو ته یې پورته کړو لاس
هغه چې تله نو له دې کلي په ښیرا لاړه

یو زوړ تصویر و را پیدا مې کړلو یو عمر پس
یوه شیبه وه خو چې څو کاله په شا لاړه

څه په هنر، هنر مو تیره کړله، څه مونږ وو!
څه زمانه وه په ویر راغله په ګډا لاړه

په دیواله راته خپل سیوري ګوته څنډ وهله
چې د هندارو تر غوږونو مې مسکا لاړه

یوو چې سبا به په کوم مخ ورته ولاړ ندرته!
د خپل خواهش په اذیت رانه دنیا لاړه
ـــــــــ
ن. ندرت
#دادب_غمي
@Adabi_Ghami

20 ta oxirgi post ko‘rsatilgan.

842

obunachilar
Kanal statistikasi