حکایات او دیني معلومات


Kanal geosi va tili: ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa: ko‘rsatilmagan


له دي ځای نه جالبي عبرتناکه قیصي دیني معلومات او کله کله کوم یو حدیث سره دترجومي،
مطلب او هدف مو دعامه ذهنونو برابرول دي

Связанные каналы

Kanal geosi va tili
ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa
ko‘rsatilmagan
Statistika
Postlar filtri


✒📚 ادبــي ټولــــــنه ✒📚 dan repost
#دانتخابي_اسلامي_چینلونولیست

لیسټ په خپلو چینلونوکي نشرکړئ

نن لیست کتل کیږي که چا په خپل چینل کي نه ؤ نشرکړی لینک یې له لیسټ نه وباسو....


مسروري اشـنا 🌂

مولوي عبدالرحـمـن زاتف قال🌂

ذاکر ځلاند (دوهم احتیاطي چینل)🌂

شاعر فِرْدَوس محترم🌂

د غوره شاعرانو انتخابي شعرونه🌂

ستا دسترګو شاعر🌂

ابدالي خــپرنیون🌂

ماشاءالله خپرندویه اداره🌂

نعتخوان ندامحمدنویـد🌂

ادبي ټولنه🌂

قاري شبیرشادان🌂

الحکمت خــپرنوین🌂

حکایات او دیني معلومات🌂

مولوي عبدالحکیم سجاد جرس🌂

قاري محمدجمعه ساجد🌂

مولوي عبدالعلي دیوبندي صاحب مسایل🌂

نوي بیانونه هره ورځ🌂

سنګر میډیا🌂

الخادم خپرندویه اداره🌂

مولوي سیدمحمد انوري🌂

ترتیب کړی دی🌹 ذاکر ځلاند🌹 ورور مو


#ملـغـلره

د جنابت په حالت کې لومړی اودس وکړۍ وروسته بیده شی

عَنْ عُمَرَ بْنِ الْخَطَّابِ (رض): سَأَلَ رَسُولَ اللَّهِ (ص): أَيَرْقُدُ أَحَدُنَا وَهُوَ جُنُبٌ؟ قَالَ: «نَعَمْ إِذَا تَوَضَّأَ أَحَدُكُمْ فَلْيَرْقُدْ وَهُوَ جُنُبٌ».
(الـــبخارى:287)

ژباړه : عمر بن خطاب (رض) له رسول الله (صلی الله علیه وسلم) څخه پوښتنه وکړه : آیا د جنابت په حالت کې کولی شو چی بیده شو؟

آنحضرت (صلی الله علیه وسلم) وفرمایل : هو که اودس وکړۍ کولی شی چې بیده شی»

#حکایات_ومعلومات_دیني
@Deni_Laar


#رښتني_ملغلري
د اولاد حق پر مور اوپلار باندي

عن عمرو بن شعيب عن ابيه عن جده قال :
قال رسول الله مُرُوْا اَوْلاَدَكُمْ بِالصَّلٰوةِ وَهُمْ اَبْنَاءُ سَبْعَ سِنِيْنَ وَاضْرِبُوْهُمْ عَلَيْهَا وَهُمْ اَبْناَءُ عَشْرَ سِنِيْنَ وَ فَرِّقُوْا بَيْنَهُمْ فِي الْمَضَاجِعِ.
(مشكوة ج ۱ صـ ۵۸.)

ترجمه :
تاسي خپل اولادو ته دلمانځه حكم كوئ كله چي دوئ د اوو كالو وي، او دوئ دلمانځه دنه كولو په سبب وهئ كله چي دوئ دلسو كالو وي ، او په دغه وخت كي د دوئ د پروتي بسترې سره ورجلا كړي.

#حکایات_اودیني_معلومات
@Deni_Laar


#رښتني_ملغلري

په دنيا کي دجنتي ښځو صفات

دښو ښځو علامې :


دحضرت ابن عباس رضی الله عنه څخه روايت دئ چي نبي کريم صلی الله علیه وسلم وفرمايل : ايا تاسو ته ديو شي خبر نه کم در دجنتي نارينه وو په باره کي نو هغه بيان يې وفرمايه ………. او تاسوته دجنتي ښځو په باره کي خبر نه درکړم ، جنت ته تلونکي ښځي دادي :

١ : چي دخاوند سره ښه محبت کونکي وي .

٢ : او ډير اولادونه زېږونکي وي اوښه تربيت کونکي وي.

٣ : کله چي خاوند دهغې څخه ناراضه وي يا په خپله دا ناراضه وي  نو دا خپل ( خاوند ته ) ورسي خپل لاس دخاوند په لاس کي ورکړي او دا به ورته ووايي چي زه تر هغه وخت ته پوري ارام نه سم کولاى تر څو چي ته زما څخه راضي نه سي .

#حکایات_اودیني_معلومات
@Deni_Laar


✒📚 ادبــي ټولــــــنه ✒📚 dan repost
#دانتخابي_اسلامي_چینلونولیست

لیسټ په خپلو چینلونوکي نشرکړئ

نن لیست کتل کیږي که چا په خپل چینل کي نه ؤ نشرکړی لینک یې له لیسټ نه وباسو....

مولوي سیدمحمد انوري🌂

مسروري اشـنا 🌂

مولوي عبدالرحـمـن زاتف قال🌂

ذاکر ځلاند (دوهم احتیاطي چینل)🌂

شاعر فِرْدَوس محترم🌂

د غوره شاعرانو انتخابي شعرونه🌂

ستا دسترګو شاعر🌂

ابدالي خــپرنیون🌂

ماشاءالله خپرندویه اداره🌂

نعتخوان ندامحمدنویـد🌂

ادبي ټولنه🌂

قاري شبیرشادان🌂

الحکمت خــپرنوین🌂

حکایات او دیني معلومات🌂

مولوي عبدالحکیم سجاد جرس🌂

قاري محمدجمعه ساجد🌂

مولوي عبدالعلي دیوبندي صاحب مسایل🌂

نوي بیانونه هره ورځ🌂

سنګر میډیا🌂

الخادم خپرندویه اداره🌂

ترتیب کړی دی🌹 ذاکر ځلاند🌹 ورور مو


#حکایت

په يوه مجلس کى يو بزرګ سړى خپل لاس موټ کى د مجلس خلګو ته يي وويل زما په لاس کى به څه شى وى،
يوه ويل ستاپه لاس کى به شايد ياقوت وى يا قيمتى ملغرى وى،
بل کس وويل نو خامخا به سره زر وى
نو خلګو وويله چى که چيرى ياقوت يا ملغلرى نه وى نو خامخا به سپين زر وي
کله چى بزرګ سړى خپل لاس ښکاره کى نو په لاس کي يي يو سو دانى شيګى وى ټوله حيران شول،
بزرګ وويل ښځى دمثال د دى بند شوى لاس په رقم دى که چيرى بند وى ، پرده يا حجاب کى وى نو د ياقوتو،ملغلرو،سرو زرو، دقيمت په مثال وي
اوکه چيرى هغه د موټ په رکم خلاصى شى بى پرده شى نو هغه به د دغو شيګو په رقم وى چى هيڅ عزت او قيمت به نه لرى

عبد الله بن عباس رضی الله عنه وایې؛
نیکي په مخ کي رڼا،
په زړه کي نور،
په بدن کي قوت،
اودخلکو په زړونو کي مینه پیدا کوي،
او ګناه ددې په ضد ده.
یعني د مخ توروالی،
د زړه بې نوره کیدل،
د بدن کمزوري،
او د خلکو په منځ کي بغض او کینه پیدا کوي.

#حکایات_اودیني_معلومات
@Deni_Laar


#ملغلره

عَنْ جَابِرِ بْنِ عَبْدِ اللهِ ﴿رض﴾ قَالَ: أَتَى النَّبِيَّ صلی الله علیه وسلم رَجُلٌ، فَقَالَ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، مَا الْمُوجِبَتَانِ؟ فَقَالَ: «مَنْ مَاتَ لاَ يُشْرِكُ بِاللَّهِ شَيْئًا دَخَلَ الْجَنَّةَ وَمَنْ مَاتَ يُشْرِكُ بِاللَّهِ شَيْئًا دَخَلَ النَّارَ»
(مسلم/93)

ژباړه : جابر بن عبدالله ﴿رض﴾ وایی یو شخص د رسول الله ﴿صلی الله علیه وسلم﴾ وحضور ته راغٸ او داسې وویل : هغه دوه عملونه چې جنت یاهم جهنم ته د تلو لامل گرزې کوم دی؟

هرڅوکــ په داسې حال کې وفات شې چې په الله تعالی یې شِرک نه وې راوړﻱ نو جنت ته داخل کیږې او هرڅوک په داسې حال کې وفات شې چې په الله تعالی یې شِرک راوړی وې ( او د شرک په حال کې مړ شوﻱ وې) جهنم ته داخل کیږی». ـ

#حکایات_اودیني_معلوماتـ
@Deni_Laar


#ملغلره

عَنْ جَرِيرٍ (رض): أَنَّ النَّبِيَّ (ص) قَالَ لَهُ فِي حَجَّةِ الْوَدَاعِ: «اسْتَنْصِتِ النَّاسَ». فَقَالَ: «لا تَرْجِعُوا بَعْدِي كُفَّارًا يَضْرِبُ بَعْضُكُمْ رِقَابَ بَعْضٍ».
( الــبخارى:۱۲۱ )

ژباړه : جریر ﴿رض﴾ وایی : نبی اکــرم ﴿صلی الله علیه وسلم﴾ په حجة الوداع کې ماته وفرمایل : خلگـــ چوپ (آرام) کړه " وروسته یې وفرمایل : وروسته له ما څخه مه کافران کیږۍ داسی چې په جگړه او وینه تویونه یو بل برباد کړی».

شرحه : د دغه حدیث په رڼا کې ویلو شو کله چې دوه مسلمانان یو له بل سره جگړه کوۍ او یو د بل وینو ته تږی وی دواړه په کفر کې واقع شوی دې ، قاتل او مقتول دواړه په دغه حکم کې داخل دې.

مسلمان په حقیقت کې د بل مسلمان ورور ده کوم مسلمان چی د خپل مشر په امر بل مسلمان وژنی دغه د رسول الله حدیث دی په غور سره ووایی او بیا دی ځان سره قضاوت وکړی چی د الله تعالی د حبیب حدیث په مطابق ژوند مهم ده او که د اوسنی ظالمانو مشرانو باطل اوامر منل!

د الله تعالی او د هغه سپڅلی پیغمبر د احکامو په تضاد کې عمل کول د انسان د تباهی لامل گرزی او د مجرمینو سزا دوزخ ده!

#حکایات_اودیني_معلومات
@Deni_Laar


#ملغلره

عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ (رض) قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ (ص): «إِنَّ مِنْ أَشْرَاطِ السَّاعَةِ: أَنْ يُرْفَعَ الْعِلْمُ وَيَثْبُتَ الْجَهْلُ وَيُشْرَبَ الْخَمْرُ وَيَظْهَرَ الزِّنَا»
(الــبخارى:۸۰ )


له انس بن مالکــ (رض) څخه روایت چی نبی اکرم ( ص ) وفرمایل : د قیامت له نښانوو څخه داده چی جهل او ناپوهی به ډیره شی ، علم او پوهه به له مینځه لاړ شی ، زنا او خمر خوړل به په ښکاره او علنی توگه ترسره کیږی.


#حکایات_اودیني_معلومات
@Deni_Laar


#ملغلره

«وعن أبي الْعبَّاس سَهْلِ بنِ سعْدٍ السَّاعديِّ (رض) قال: جاءَ رجُلٌ إلى النبيِّ صلی الله علیه وسلم: فقالَ: يا رسول اللَّه دُلَّني عَلى عمَلٍ إِذا عَمِلْتُهُ أَحبَّني اللَّه، وَأَحبَّني النَّاسُ، فقال: «ازْهَدْ في الدُّنيا يُحِبَّكَ اللَّه، وَازْهَدْ فِيمَا عِنْدَ النَّاسِ يُحبَّكَ النَّاسُ»»
(حديثٌ حسنٌ رواه ابن مَاجَه وغيره بأَسانيد حسنةٍ 4102)

ژباړه : یو شخص د رسول الله ﴿صلی الله علیه وسلم﴾ وحضور ته راغی او داسی وویل :
ای د الله رسوله !
ماته د داسی یو عمل لارښوونه وکړه داچی هغه عمل ترسره کړم خدای تعالی او خلق له ماسره مینه وکړﻱ ،
پیغمبر ورته وفرمایل :
له دنـــیا څخه لریتوب وکړه خدای تعالی به له تاسره مینه وکړی او لریتوب وکړه له هغه څه چی د خلگو په نزد کې دی (د خلق په مال او پیسو پوری د طمع سترگی مه نیسه) نو خلق به هم له تاسره مینه وکړی»

#حکایات_اودیني_معلومات
@Deni_Laar


#ملغلره

عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ (رض): أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلی الله علیه و سلم قَالَ: «أَقْرَبُ مَا يَكُونُ الْعَبْدُ مِنْ رَبِّهِ وَهُوَ سَاجِدٌ فَأَكْثِرُوا الدُّعَاءَ ».
[رواه مسلم]

له ابوهريره (رض) څخه روايت دی چی : رسول الله صلی الله علیه و سلم وفرمایل: «بنده د سجدی په حالت کې تر هر وخت ډیر الله تعالی ته نژدی وی نو په هغه کې ډیره دعا کوۍ»

#حکایات_اودیني_معلومات
@Deni_Laar


#ملغلره

رسول الله ﷺ فرمایي:

إِيَّاكُمْ وَالْحَسَدَ فَإِنَّ الْحَسَدَ يَأْكُلُ الْحَسَنَاتِ كاَمَا تَأْكُلُ النَّارُ الْحَطَبَ.
(ابوداود)

د حسد او بغض څخه تیښته وکړئ ځکه چی حسد او بغض نیکي داسی خوري لکه اور چی لرګي خوري.

#حکایات_اودیني_معلومات
@Deni_Laar


#رښتني_ملغلري
سهار او ماخستن لمونځ

«قال رسولُ اللَّه صلی الله علیه وسلم : «لَيْسَ صَلاةٌ أَثْقَلَ عَلَى المُنَافِقينَ مِنْ صلاة الفَجْرِ وَالعِشاءِ وَلَوْ يَعْلَمُونَ ما فِيهما لأَتَوْهُما وَلَوْ حبْوًا»»
(متفق علیه.)

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمایلي : په منافقانو باندې د سهار او ماخستن له لمانځه نه سخت لمونځ نشته او که پوه شي چې څومره ثواب په کې ده په سینه خښېدو به ورته راغلې وای.

#حکایات_اودیني_معلومات
@Deni_Laar


#ملغلره

دعاء النبي – صلى الله عليه وسلم – لعمرو بن أخطب؛

روي أن رسول الله – صلى الله عليه وسلم – مسح رأسه وقال: «اللهم جمله» فبلغ مائة سنة وما ابيض من شعره إلا اليسير (سير أعلام النبلاء للذهبي (3/ 474).).

- يوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم دعمرو بن اخطب په سر لاس کيښود اوداسي دعاء يې ورته وکړه – لویه خدایه ښائيسته يې ولري .ویل کيږي چې عمر يې سلو کالو ته رسیدلی و مګر ويښتان يې توروو.

#حکایات_اودیني_معلومات
@Deni_Laar


#ملغلره

عن يوسف بن سليمان عن جده عن عمرو بن الحمق (2) أنه سقى النبي – صلى الله عليه وسلم – لبنًا فقال: «اللهم أمتعه بشبابه» فلقد أتت عليه ثمانون سنة لا يرى عليه شعرة بيضاء (مصنف ابن أبي شيبة (6/ 322).

- یوسف بن سلیمان له خپل نیکه څخه نقل کوي : چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته يې شودې ورکړي چې هغه وڅښلې دادعاء يې ورته وکړه – لویه خدایه – په ځوانې کې ورته ژوند ورکړه . دی وايې چې آتیاکلن و په ويښتانو کې یې سپين نه وو

#حکایات_اودیني_معلومات
@Deni_Laar


(Moqadas_Husanmal)نادان درد dan repost
د اسـلامی انـتخابـي لـوی چـینلـونو لیست
نوټ: کوم ملګري چي غواړی لینک لیست کي داخل کړي؛چینل به یې له 500 نه لوړ وي

د غوره شاعرانو انتخابي شعرونه
https://t.me/Ghuara_Gulab

ستا دسترګو شاعر
https://t.me/zakirzalandAshna

شاعر فـردوس محترم
https://t.me/Ferdos_Muhtaram

شاعر مسروري اشنا
http://t.me/masroriashna

حکایات او دیني معلومات
https://t.me/Deni_Laar

د ژوند مازدیګری
https://t.me/Al_Aesha_News

شاعر مقدس حُسن مل
https://t.me/Moqadas_Husanmal

د شاعرانو غورچاڼ
https://t.me/Shaerani_Mahfal

د لیست نشرولو مرکز
https://t.me/Toteii_Mi

لینک مو دغه ادرس کي پرېږدی دغه لاندی خط کلیک کړی⇘⇘
د لیست جوړولو مرکز


#رښتني_ملغلري

رسول الله ﷺ ته یو سړی راغی، وه یې ویل:
ای د الله رسوله!
په انسانانو کې ډېر حقدار څوک دی چې زه ښکلی مجلس ورسره وکړم،
رسول الله ﷺ وفرمایل:
ستا مور،
هغه وویل؛ وروسته څوک
رسول ﷺ الله وفرمایل:
ستا مور،
هغه وویل؛ وروسته څوک
رسول الله ﷺ وفرمایل:
ستا مور،
هغه وویل؛ وروسته څوک‏
رسول الله ﷺ وفرمایل:
ستا پلار،
صحیح البخاري:۵۹۷۲

#حکایات_اودیني_معلومات
@Deni_Laar


#قرآن_الکریم

يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوٓا أَوْفُوا بِالْعُقُودِ ۚ أُحِلَّتْ لَكُم بَهِيمَةُ الْأَنْعٰمِ إِلَّا مَا يُتْلٰى عَلَيْكُمْ غَيْرَ مُحِلِّى الصَّيْدِ وَأَنتُمْ حُرُمٌ ۗ إِنَّ اللَّهَ يَحْكُمُ مَا يُرِيدُ

اې مؤمنانو! د بنديزونو پوره مراعات وکړئ. ستاسي لپاره د څاروېو ټول ډولونه حلال وګرځول شول، پرته له هغو چي وړاندي به تاسي ته وښودل شي. خو د اِحرام په حال کښي ښكار كول ځان ته مه روا كوئ. بېشكه الله چي څه غواړي، حكم كوي.

#حکایات_اودیني_معلومات
@Deni_Laar


#قرآن_الکریم

سَيَقُولُ السُّفَهَآءُ مِنَ النَّاسِ مَا وَلّٰىهُمْ عَن قِبْلَتِهِمُ الَّتِى كَانُوا عَلَيْهَا ۚ قُل لِّلَّهِ الْمَشْرِقُ وَالْمَغْرِبُ ۚ يَهْدِى مَن يَشَآءُ إِلٰى صِرٰطٍ مُّسْتَقِيمٍ

ناپوهان خلك به هرومرو ووايي: "په دوى څه شويدي چي په ناڅاپي توګه له هغي قبلې څخه واوښتل چي مخکي یې د هغې لوري ته لمونځ كاوه؟" – [اې پېغمبره (ص)!] دوی ته ووايه: "ختيځ او لوېديځ ټول د الله دي، د الله چي هر چا ته خوښه شي سمه لار ورښيي."

#حکایات_اودیني_معلومات
@Deni_Laar


د هدایت اسباب

مولانا اشرف علي تهانوي رحمه الله فرمایلي:
“دا الهي قانون دی چي الله هغه څوک اصلاح ته برابروي کوم چي د ځان د اصلاح غوښتونکی وي.”

الله تعالی فرمایي:
قَالَ يٰقَوْمِ أَرَءَيْتُمْ إِن كُنتُ عَلٰى بَيِّنَةٍ مِّن رَّبِّى وَءَاتٰىنِى رَحْمَةً مِّنْ عِندِهِۦ فَعُمِّيَتْ عَلَيْكُمْ أَنُلْزِمُكُمُوهَا وَأَنتُمْ لَهَا كٰرِهُونَ.
[سُوۡرَةُ هُود : 28]

ژباړه: هغه وويل:
“اې زما قومه! لږ شان فكر وکړئ چي كه زه د خپل رب له لوري پر يوې څرګندي شاهدۍ ولاړوم او بيا هغه زه په خپل ځانګړي رحمت سره هم سر لوړى کړم، خو هغه تاسي ونشوه ليدلى. ښه نو زموږ سره څه وسيله ده چي تاسي منل نه غواړئ او موږ په زوره هغه ستاسي پر سر باندي وتپو؟

[ملفوظات حکيم الامت -(۲۵۵/۳)].

علماء فرمایي:
د هدایت لپاره دوه ستر اسباب دي.
۱ – ادب.
۲ – او طلب.
یعني الله هغه چاته ژر هدایت کوي چي فطرتي یا کسبي ادب ولري او د هدایت طلب کوونکی/غوښتونکی وي.

#حکایات_اودیني_معلومات
@Deni_Laar

20 ta oxirgi post ko‘rsatilgan.

842

obunachilar
Kanal statistikasi