اخ انقلابه
ظالم په زړۀ ویشتلی دی چینار خاورو ته سپارم
شهید جانان ټوټه ټوټه پرهار خاورو ته سپارم
پرګل وجود یې جوړ دی د بارودو سرۀ زخمونه
شهیدطالب پخپل وینو سینګار خاورو ته سپارم
ژوندون به زما څنګه په خوښیوو سره تير شي
چې هره ورځ د خپل زړګې قرار خاورو ته سپارم
خاموشه خاموشې ده بیاټول کلی غمجن ښکاري
زمونږ د کلي هاغه دنګ منار خاورو ته سپارم
أخ سر ته یې یم ناست وړې وړې سلګۍ وهمه
یوګل د ښکلو ستورو له کتار خاورو ته سپارم
تر سو به لا د کار سړي تۀ اخلې انقلابه
د ګل پشان زلمي زه هرسهار خاورو ته سپارم
{میرویسه}دغه زړه به مې نوڅنګه په قرارشې
چې خپل د څنګ ملګري په دې لار خاورو ته سپارم
{میرویس توحیدیار}
23 جمادی الاول 1442
@Mirwais_1