قاري عارف ساجد


Kanal geosi va tili: ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa: ko‘rsatilmagan


السلام علیکم ور...
محترمو گلانو ملگرو په دی چینل کی به تاسو
زما مات او گوڋ شعرونه
او نوی معلومات تر لاسه کولای سی

Связанные каналы

Kanal geosi va tili
ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa
ko‘rsatilmagan
Statistika
Postlar filtri


بیا مسافره روژه دا بختوره روژه
راغله مؤمنه وروره د زړګي سره روژه

پکښي رحمت وریږي هم مغفرت وریږي
دروازي خلاصي پکښي هم د جنت وریږی
ښکلی ده ښکلی میاشته وروسته ی اختره روژه

لس یی د رحمت ورځی لس د مفغرت ورځی
اخیری لس یی د اُوره څه د خلاصیت ورځی
خپره دا ښکلی میاشته په لر او بره روژه

ښه بی لمانځنه کوو هم بی له زړه نه کوو
چي داسي نسي خالي یی تیرونه کوو
راغله پر ګران مجاهد هم پر سنګره روژه

مسلمه وروره وایم دا د غفران ورځي دي
خالي تری پاته نسی بیا د ارمان ورځي دي
چی درنه تیره نسي په نا خبره روژه

د قدر شپه یی ښکلی هره شیبه یی ښکلی
د روژه مات صحنه یی بیا تر هرڅه یی ښکلی
عارفه بیابه نسی راته ماسره روژه

عارف ساجد
@qariAhrifSagid


استقلال او ازادي راځي تر کلي
بیا به هر ستړی غازي راځي تر کلي

د ها تورو غرو ملنګ به هم هوسا سي
بس به لویه خوشحالي راځي تر کلي

ها د تور زندان تیارو کی چی ولچک دي
توری شپی به ماتوي راځی تر کلي

رنګ به راوړي پاکي ویني د زلمیو
سپین بیرغ به رپوي راځي تر کلي

د اشغال ټغر ور ټول سو مخ یی تور سو
طالب ځان را رسوي راځي تر کلي

د امید پر لاره ناست یو انتظار کړو
چی مو درد دوا کوي راځی تر کلي

د عارف پر زړه ځانګړی تمنی وه
اوس یی رب پوره کوي راځي تر کلي

@qariAhrifSagid
عارف ساجد


الفاروق خپرندویه اداره dan repost
داسلامي چينلانو دويم نمبر لسټ👇👇👇
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

الفاروق خپرندويه اداره👇 👇🌷☞
https://t.me/ALFAROOQmedia1

قاري نصرت الله اسير 👇👇🌷☞
https://t.me/Nasratullah178

شاعر"عبیده ظهیر لوګری👇👇🌷☞
https://t.me/maatzrha

حکمت اللہ مخلص👇 👇🌷☞
https://t.me/mkhless

ده استشهادي‌ جانان ده ترانوکور👇👇🌷☞
https://t.me/kalimullah

شاعر"وکیل احمد متوکل👇👇🌷☞
https://t.me/joinchat/SxiawxbPMGZ-CLn0

ویډیوي نعتونه او تراني 2👇👇🌷☞
https://t.me/tarani99

شاعر"درويش فراهي👇👇🌷☞
https://t.me/darweshprahi

حقیقت ميډيا👇👇🌷☞
https://t.me/HadjdjAdrar

امارت زموژ کوردي👇👇🌷☞
https://t.me/emaratislami

شاعر" غازي انګار👇👇🌷☞
https://t.me/joinchat/R-n6m_JOYdzyGEr3

شاعر" بـــــلال مهــــاجر👇👇🌷☞
https://t.me/FatehBilalal786

شاعر "نـــــــصرت طالـــــب👇👇🌷☞
https://t.me/joinchat/AAAAAFLn3lcbVScYsdAcwg

عبدالرزاق سالم نعتونه👇 👇🌷☞
https://t.me/abdolraziqsalimnatoona

المجاھد خپرندويه اداره👇 👇🌷☞
https://t.me/Almujahididara

ولسيار حقاني👇👇🌷☞
https://t.me/olasyarhaqani

حافظ حمیدی هروی🎙👇👇🌷☞
https://t.me/joinchat/AAAAAEtSw63eomTJ7sL7rw

حنظله بغلاني👇👇🌷☞
https://t.me/Hanzlal

شاعره صديقه حسيني👇👇🌷☞
https://t.me/hahajbsd

عباس غازي 👇👇🌷☞
https://t.me/abasjanwardak

شاعر" قاري منتقم بدري👇👇🌷☞
https://t.me/Naqeebullahgilaman219

خپلواکي پر ګني 👇👇🌷☞
https://t.me/joinchat/UeWqQoDD2XGUV1cz

عشاق الجنة خپرندويه اداره 👇👇🌷☞
https://t.me/EashaqAljana

ترانه خوان " انس هاشمي اغا👇👇🌷☞
https://t.me/ANNNNNPP

الظاهر خپرندويه اداره 👇👇🌷☞
https://t.me/allZaheradarx

محمد رضا ماليار 👇👇🌷☞
https://t.me/Maliar1g

شاعر" قاري عارف ساجد👇👇🌷☞
https://t.me/qariAhrifSagid

محمدعمرفاروق(عمري کمانډو)👇👇🌷☞
https://t.me/umari0343

شاعر"جاوید حیدر👇👇🌷☞
https://t.me/joinchat/AAAAAFZik8Io1KTwCDV9ew

قاري محمد انس متقي 👇👇🌷☞
https://t.me/QariMohmmadAns

مولوي شاکرالله برهاني 👇👇🌷☞
https://t.me/Adeb_burhani

شاعر"انس چنار 👇👇🌷☞
https://t.me/joinchat/VqdBKgqDxDg6rYwv

شاعر" میرویس توحیدیار👇👇🌷☞
https://t.me/Mirwais_1

ديلاور مجاهدخپرندويه اداره 👇👇🌷☞
https://t.me/delawaridarah

په زړه پوري معلومات👇👇🌷☞
https://t.me/Avatar155

حنفی جانان خادم اشنا 👇👇🌷☞
https://t.me/Hanpejanan

استاد خواجه مقصود مخلص👇👇🌷☞
https://t.me/maqsod_mokhlis1

مولوي منصور درمان 👇👇🌷☞
https://t.me/mdarman1234

نعتخوان عبدالوارث عادل 👇👇🌷☞
https://t.me/warisadil

قاري عارف ساجد 👇👇🌷☞
https://t.me/qariAhrifSagid

شاعر " دُر محمد ګوهري👇👇🌷☞
https://t.me/gohari110

دموبائل دلاري پيسي ګټل 👇👇🌷☞
https://t.me/joinchat/UdXrDpAdLJOpTqic

المشهود خپرندويه اداره 👇👇🌷☞
https://t.me/hejratghaznavi

الزمزم خپرندويه اداره👇👇🌷☞
https://t.me/ALZAMAZAM22

شاعر"حکمت زبیر👇👇🌷☞
https://t.me/joinchat/AAAAAE8iJCdbS5k98zHVYw

الفاروق دترانو کور 👇👇🌷☞
https://t.me/ALFAROOQmedia2

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
لسټ ته دچينل داخلولو لپاره دلته رابطه وکي
👇👇👇👇
╔═━✥◈✥━═╗
@NaveedKhaan
╚═━✥◈✥━═╝


عرفان الله عرفاني dan repost
‏رسول الله ﷺ فرمایي:
که د اسمان او ځمکې ټول مخلوق د یو مومن په وینه تویولو کې سره شریک سي؛ الله تعالی به ټول جهنم ته وغورځوي.
(رواه الترمذي)


‏فایل صوتی از طرف دگلابونو دلښکروغمۍ


نوي او په زړه پوري ترانه




کسر
سره یو ځای چی یو دانن د مدرسی ملګرو
بیا خدای خبر دی چی څوک پاته وی دلی ملګرو

اواز ملا حمدالله عرفـان
شعـر عارف ساجد

👇🏽👇🏽👇🏽👇🏽👇🏽


/ستا ښکلی جمـال/

عارف ساجـد

ښکلی دي جمال دی ستا ښکلا نلري څوک یاره
دی درستي دنیا کي حسن ستا نلري څوک یاره

رب یي پیدا کړی پاک له هر عیبه حبیبه
ستا په څیر اخلاق داسي زیبا نلري څوک یاره

ستا د ښکلي مخ رڼا خپره چي پر دنیا سوه
ختمي سوي تیاري داسي رڼا نلري څوک یاره

ورک سو جهالت د ورورولی فضا را وړاندي سوه
دا ښکلي دعوت خو بیله تا نلري څوک یاره

هغه چي به کاڼو بوټو تا لره سلام کوی
ټوله کائنات مین پر تا نلري څوک یاره

ستا یم امتي خپل امتیانو کي مي شمار کړي ته
غواړي شفاعت عارف رشتیا نلري څوک یاره
👇👇👇👇👇
@qariAhrifSagid


اخ رانه ملګري نادرک سوله
ولاړه شهیدان سوله یا ورک سوله
کړه رانه راګیر د تور زندان پنجرو
بس په ځنځیرونو کي ولچک سوله

اخ دا انقلاب څومره ناځوانه دی
ډیر وخت وي ښایسته ګلو ته څرک سوله

موږ یی د فراق او غم توان نلرو
تیر چي د شهادت پر مسلَک سوله

وخت چي مازدیګر سي او تازه سي بس
زړونه په دردو کی مو نازک سوله

ښکلي د حجری او د سنګر یاران
بس ورپسي زړونه سم دم ترَکْ سوله

ورک سی انقلابه خدای دي ختم کړه
د عارف دا توري اوس سبک سوله
👇👇👇👇👇
@qariAhrifSagid


الاماره ترانې dan repost
Video oldindan ko‘rish uchun mavjud emas
Telegram'da ko‘rish
‏شاعرانو او ترانه خوانانو ته د فرهنګي کميسيون پیغام


سنګرمیډیاsungermedia dan repost
Video oldindan ko‘rish uchun mavjud emas
Telegram'da ko‘rish
نوی غمگینه ویڋیو ترانه..


آواز قــاری مستغغر فراهی
شاعر .. عارف ساجد


سنګرمیډیاsungermedia dan repost
Video oldindan ko‘rish uchun mavjud emas
Telegram'da ko‘rish
ښکلی ویډيو ترانه 📹

سره یو ځاي چی دا نن د مدرسی ملګرو
خدای خبر دی بیا څوک پاته وی دلي ملګرو
اواز | ملا حمد الله عرفان
شاعر | عارف ساجد


خیرالبشره
عارف ساجد

په دواړو جهانونو کي اعلا خیر البشره
اول هم آخرین یی مصطفی خیرالبشره

قربان دي له نامه شم محمده محمده
د هر زخمي مأیوس زړګی دوا خیرالبشره

امام المرسلین یی نبوت درباندي ختم
مبعوث د رب د لوري یی آقا خیرالبشره

درود او سلامونه چي مدام درباندي اوري
تابع یو د پاک قول د مولا خیرالبشره

چي ستا د شنی روضی دیدن یو ځل راته نصیب سي
هم دامي د ژوند ستره تمنی خیرالبشره

چي درشي امتیان یوم الحساب کي ګرانه حبیبه
غمخور د خپل امت یی په رشتیا خیرالبشره

عاجز خوار امتي دي شفاعت غواړی میزان کي
داهیله د:عـارف:په هــره سا خیرالبشره
👇🏼👇🏼👇🏼👇🏼
https://t.me/qariAhrifSagid


قهرمانه مشره
عارف ساجد

زموږ سپیڅلی او منلی قدردانه مشره
رب دي ساته له هر خطره قهرمانه مشره

ملا برادره ای دلبره نړی و پیژندی
ښکاري دا ښکلی امارت په تا ودانه مشره

ستا و همت او شجاعت وه حوصلی ته سلام
د څښتن فضل وو مات نکړلی زندانه مشره

ستا ترحم او شفقت او دا سپیڅلی کردار
د جهاد پالو شازلمیو د زړو توانه مشره

دخدای نصرت او ستا زیار اودقطر مرستیالان
چي کفر مات سو شرمنده سو پر جهانه مشره

عارف دي تل د ربه غواړي بریالی اتله
ستر قدرتونه دي مات کړي په ایمانه مشره
👇🏼👇🏼👇🏼👇🏼👇🏼
https://t.me/qariAhrifSagid


د زړونو ماتول آزارول مي عادت ندي
چي چا یمه هیر کړی هیرول مۍ عادت ندي

په خپله صفا نیت لرم دچا پروا هم نکړم
خو چاته هم په بد نظر کتل می عادت ندي

متل د پښتنو دی تر منزل نه رسي کوږ بار
یاری کي د مطلب پوره کول مي عادت ندي

حسد بغض او کینه په زړه کي کله ګرځومه
پر لاره تکبر کي ګرځیدل مي عادت ندي

ملګری رانه غواړي ښکلاګانی مینه مینه
خو ځان ترینه بی میني تیرول مي عادت ندي

اخلاقی حسنه له ربه نور هم غواړم ځکه
عارف د خپل ملګرو بیلیدل مي عادت ندي
👇🏼👇🏼👇🏼👇🏼
https://t.me/qariAhrifSagid


..صلی الله وعیله و صحبه وسلم..

زړه مي مین دی پر حبیب د پاک الله باندي
درود سلام دي وي پر ګران رسول الله باندي

هغه چي کاڼو بوټو هم ورته سلام کوی
هر صحابي چي یی په مینه احترام کوی
هغه تر ټولو چي وو ښکلی پر دنیا باندي

سولي چي ختمي په راتلو یی د ظلمت تیاری
ورسره ورکي سوی هم ها دجهالت تیاری
لو خوشحالي راغله پر کور د عبدالله باندي

د ترحم او شفقت یی څوک مثال نلري
په ښو اخلاقو کی جانان هم بل یو سیال نلري
سول یی ښایسته ټوله دنیا د مخ ښکلا باندي

د دین خدمت لپاره ی وړي تکلیونه ډیر
ورباندي راغلل هم بی شمیره زحمتونه ډیر
طوفان یی راویست لات منات عبادتګاه باندي

نازک بدن چی یی په وینو باندي رنګ سو
د سر له وینو څاڅکۍ پښو باندي یی شرنګ سو
عضب یی دفع کړو شروع سو په دعا باندي

عارفه هغه چي یی خپل د ګران امت لپاره
د زنکدن شیبوکي غوښتۍ وو راحت لپاره
پــه امتی امتی مبــارک صــدا باندی


الهي مـینه
عارف ساجد

د ژوند په سپینه لاره دي روان فدایان
ځاریږي تر سپیڅلي سپین قرآن فدایان

خلیل غوندي ور دانګي تر لمبو پروا یی نکړي
په مینه کي د پاک رب لیونیان فدایان

ټغر یی د اغیارو د بارودو په زور ټول کړی
نصرت د لوی څښتن زور د ایمان فدایان

ټوټی ټوټی وجود چی د الله حضور ته یوسي
قبول دی کړی الله رب المنان فدایان

په اور دځان سوځل خو محبت غواړی ملګرو
یو څوک دی چي تر ټولو ورته ګران فدایان

عارفه که دي زړه کی الهی مینه پیدا سوه
کړی دا فاني دنیا به تری قربان فدایان
👇🏼👇🏼👇🏼👇🏼
https://t.me/qariAhrifSagid


نسته د پخوا پشان خوښی دلته
ځکه چی هغه خواږه یاران نسته
تللی ســنگرو او محـــفلونو څه
تیر سو دماضی په شان دوران نسته

اخ زموږ له څنگه ښه یاران بیل سوه
لاڔه تر حق دین سوله قربان بیل سوه
زڔونو کی مو تل راته راگرځی بس
بس راسره نور دغمو توان نسته

مسته خوشحالی چی وه اوس نښکاری
اوس د ژوند وختونه ټول ترخه ښکاری
اوس د ژوند شیبی داسی دردمنی دی
ځکه زخمی زڔونو ته درمان نسته

سته د رب رضا په تکلیفونو کی
هم په کڔاوو او زحمتونو کی
وڔو به په هر رنگ تکلیف پر ځان باندی
دی لار کی مو هیڅ سپما د ځان نسته

دار دی که زندان دی که زخمونه دی
دا د رب د لــوری رحــمتونه دی
خدای به په دی ټولو کی عوض درکڔی
په ابدی ژوند کی مو زندان نسته

غواڔمه د لوی څښتن رضا غواڔم
وروسته یی تر هر لمانځه دعا غواڔم
پټ یی په رضـا کی جـــــنتونه دی
د عارف دنیا کی بل ارمان نسته

👇🏼👇🏼👇🏼👇🏼👇🏼
@qariAhrifSagid


Video oldindan ko‘rish uchun mavjud emas
Telegram'da ko‘rish
والله چي د داسي ابدي ژونديو ارزښتونو ګلابونو په ليدلو مي روح تازه کيږي او بې حده خوشحاله کيږم بل کيف وي راته

دا هغه شخصيتونه دي چي د نړی د ټولو سرکښو مغرورو زورواکو سره يې مقابله وکړه او او ورسره بوخت دي الله عزوجل دي د تلليو قرباني او ټوټه ټوټه اندامونه قبول کړي او د نورو استشهادي ګلونو شمېر دي الله ډير کړي او خپل هدفونو ته الله عزوجل ورسوي او ارمانونه دي الله پوره کړي،،

د حيدري جانان د خواږه ترنم اثر لرونکي ږغ سره مطابق داسي د استشهادي ګلونو ويډيوي کليپونه جالب خوند راکوي

او دا ويډيو مي له ډېره وخته وړاندي ليدلې ده او په خوند يې والله که مړېږم




د کلی غنم رنگ سڔی

عارف ساجد

یو وخت وو خوشحالیو به څپی څپی وهلی
هر دم او هر ساعت هري شیبی څپی وهلی

خو اوس هغه سرور هغه ښایست ده کڋه کڔی
د ورځی مازدیگر چی یی د شپی څپی وهلی

د کلی غنم رنگ سڔی هیڅ نه تر سترگو کیږي
فراق یی وو چی اوښکو پر سینی څپی وهلی

خزان سره طوفان راغی ښایسته گلونه ی ټول کڔه
ښایسته چی پری کاروان وو فاقلی څپی وهلی

د ژوند ټول ښایستونه له یارانو سره تللی
لاسو کی زولنی چی ښکاریدی څپی وهلی

غمونه دی دردونه دی شیبی هم دی دردمني
،عارفه،دغمو هري صحنی څپی وهلی
👇👇👇👇👇
@qariAhrifSagid

20 ta oxirgi post ko‘rsatilgan.

109

obunachilar
Kanal statistikasi