د نړۍ د علماوو اتحاد طالبانو ته مبارکي او د ستونزو د سمدلاسه حل هيله ښودلې
کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۵ زمری، ۱۴۰۰ل)
د نړۍ د علماوو اتحاد د افغانستان په وروستيو پرمختګونو د يوې اعلاميې په خپرولو سره طالبانو ته د بريا مبارکي ويلې او د ستونزو د ژر تر ژره حل هيله يې ښودلې.
د اعلاميې په يوه برخه کې راغلي:« د مسلمانو عالمانو نړیوال اتحاد له وروستي بدلونونو څخه، چې په تېرو ورځو او اونیو کې په افغانستان کې شوي، خوشبین او مطمئن دی.»
په اعلاميه کې د طالبانو هغه هلې ځلې ستايل شوي چې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو لپاره يې ترسره کړي، مګر په يوه برخه کې د خپلمنځي ستونزو په سياسي حل ټينګار شوی:« موږ تل هیله درلوده او لا هم هیله لرو چې په افغاني ټولنه او د افغانانو په رهبرۍ کې د پاتې ستونزو ، توپیرونو او ویشونو حل د سولې ، تفاهم او خبرو اترو له لارې وي.»
بايد وويل شي چې د اسلامي نړۍ د علماوو اتحاد داسې مهال د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه د خوشبينۍ نه ډکه اعلاميه خپروي، چې پرون د پلازميني کابل په شمول ټول هیواد د يو ستر بدلون شاهد و.
https://wp.me/p8XUyy-tAZ