زينت الله حیدري


Kanal geosi va tili: ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa: ko‘rsatilmagan


~°ريښتينې حقيقي پاڼه°~
د زینت الله حیدری تازه شعرونه ،غزلونه، څلوريزې،چهاربیتی،رباعیانې او دتکړه او وتلو نعت خوانانو په زړه راښکونکو اوازونو زمزمې..
شاعر :~ دټولنـې داحساساتو کتاب
رابطه
@haidari110
دالینک جوین کړی
https://t.me/joinchat/peiC3ehezzxjYjk1

Связанные каналы

Kanal geosi va tili
ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa
ko‘rsatilmagan
Statistika
Postlar filtri


په دې لیست کې ټول. مفید او ګټور کانالونه دي په کتلو او جوئن کولو ارزې

زینت الله حیدري

مختصر ډیزیـــــن

عبدالرقیب فاتـــــح

نسیم منصورطالب

حــــدیــــــث نبوي

عــابــدځـــــــــــــلاند

دخلاصـــــــــــون لار

سبحانــــي کندهاری

الصرف الــــــــنحوه

مولوي حنیف مظهري

عبدالجلیل عـــــــمر

وکیل احمد متوکیل

عبدالصمد فـــــراهي

قــــدرمل غــــفران

ستوری د ادب په لمن کې

دیني خپرندویه اداره

قاري امین الله رحماني

ادبــــــــي بــــــهیر

الاقصی خپرندویه اداره

ډاکتر شاهین شیرزاد

مولوي سید فیضاني اغا

احــــــرار قندهاری

دقرانکریم ترجمعه

خالــــــد انـــــــس

سعید کامــــــــــــران

دټلګیرام د چینلانو اډمینان

مظلوم کــــــــوچی

جهاد یار نجرابي

منصور اماراتي میډیا

هـــــاشم ســــادات

پـــښتو شعرونــه

دیني کتابتـــــون

محــــسن احسان

قاري منهاج حنفي

دمکتب ټول کتابونه

دټکنالوژي لارښود

بریا کتابـــــتون

قاري کامل وفـــا


محکومي اشــــنا

قاري رحماني اشنا

قاري نـــــــــو راني

قاري سعید خوستی

هیبت الله غـزنـوي

ملا محمد جلات مزمل


ښـــــکلــې کـــــســې

تـــــپانــــــد زُهــــــاد

ســـــیـــد درمل

عــــابــد ځـلاند

مسائــــــل فقهیة

دعلماؤکرامو بیانات

دلیست د جوړولو ګروپ

الا نــعام سټډیو

حافظ حنفي شپون

قاري رحیمي افغان

عزام غزنوي

شاعر مخبت وردګ

سیف العثمان چینل

جنران مبین خان

غــالـــب الغزنوي

دخلاصـــــــون لار

حافظ علم یــــار

حیرانونکې انځورونه

قاري عتیق الله اسیر

النبوي نعتونوڅانګه

المکتبة النعمانیة

د نبوي نعتونو ګلدسته

قاري محفوظ منهاج حنفي

شفاعت ریحان

تلاوت القران کریم

ټــو یــټر کې مو هم فالو کړئ

عبیده مظهري

فــــــاتــــح طــالــب ټویټر

دصدیقي اشناد دترانو چینل

د ادب ځانـــــــګو

المکتبة النعمانیة

له موږ سره رابـــــطه
#خبرتیا هر ملګري که لیست په خپل سر حذب کړل چینل یې هم د لیست څخه یستل کیږي




،،،،،،،خزان راشي،،،،،،،،

شاعر/ زینت الله حیدري

چې غوټۍ راته ګلان شي خزان راشي
چې رنګينه ګلستان شي خزان راشي

دځوانۍ درشل ته ډير په سخته رسي
ماشومان مو چې ځوانان شي خزان راشي

ملت ټول يې جوړېدو کې وڼډه واخلي
چې مو کلی لږ ودان شي خـزان راشـي

دغفلت خوب يې پوره ، نور سباون وي
چې را ويښ مو افغانان شي خزان راشي

شغالان او ګيدړان چې په ګوڼډو کړي
چې د واک سر کې زمريان شي خزان راشي

ټپوسان په ملا مات، کربوړي ورک شي
چې د ملک فضا بازان شي خزان راشي

په کلو ،کلو له یار څخه جدا وي
چې نېږدې ورته جانان شي خزان راشي

دیو ستړي انتظار شيبه شي لڼډه
چې نيمګړی يې ارمان شي خزان راشي

دکلونو مسافر وي له وطـنه
خوچې خپل ملک ته روان خزان راشي

چې باغبان يې د زړګي په وينو لوی کړي
چې يې باغ يوڅه ودان شي خزان راشي

د ډيوې په لټه ډېرې شپې سبا کړې
خو چې تاو ترې پتنګان شي خزان راشي

يو د يار په عشق کې سم دم ليونۍ وي
چې حاصل ورته خوبان شي خزان راشي

دشاعر زينت الله دقلم کرښې
چې ترې جوړ يوڅه بیان شي خزان راشي

@haidari11


محترمو معززو ورونو پخوانۍ چينل مې بلاک او له لاسه وتلی ده زه ستاسې ورور زينت الله حيدري نن ستاسې کومک ته اړتيا لرم
دا زما چينل ده له نورو ملګرو سره يې شيريک کړي تر څو نور ملګري هم ترې برخمن شي
منننه
جذاک الله خیراً کثيرآ

https://t.me/joinchat/peiC3ehezzxjYjk1


د ښځو ازادي! جالبه قیصه
حتما يې واوری او نشر يې کړی


@haidari11


قــطــعــه

لیکوال/شاعر/زینت الله حیدري

ستړې ستړې زندګي مې کړله تېره
خدایه پای کې یو سپېڅلی مرګی راکړه

چې تندي باندې سور خال د وینو یوسم
په سرو وينو لمبېدلی مرګی راکړه

ټول بدن سوری سوری وي په مرميو
په باردو سوځېدلی مرګی راکړه

چې ټوټې ټوټې بدن حضور ته در وړم
ها فرچې فرچې شيندلی مرګی راکړه

دعقبا په مينه مست له سره تېر يوو
چې څنګ تا لره وي شکلی مرګی راکړه

چې تشخیص مو د هویت هم وي ناشونی
په بارودو کې لړلی مرګی راکړه

چې مې حورې و راتلو ته انتظار وي
لوړ تر عرشه رسېدلی مرګی راکړه

د جهاد د تود سنګر مسته جذبه کې
داسې هر چاته منلی مرګی راکړه

چې حضور ته دې حاضر شم سر بلنده
ربه داسې نازولی مرګی راکړه

دغه سوال د حيدري زينت الله ده
شهادت غوندې ښاغلی مرګی راکړه


@haidari11


خلک وایي چې لېوان کوي ظلمونه
هم پېريان او وحشيان کوي ظلمونه
ټول وحشيان او ټـول لېوان به درنه هېر شي
که لږ ځېر شې چې انسان کوي ظلمونه

#زینت.الله.حيدري

@haidari11


تانه ځار شه زمونږ ځان سپینه بیرغه
افتخار دټول جهان سپینه بیرغه
@Haidari11


خوندور نعت شیریف
.
ڪسر
نبی زمونږه رسول الله
را وڔی پیام یی الله
اواز
قاری مستغفر
کلام
شاعر زینت الله حیدری
@Haidari11


"""""~~چينارمو سوځېدلی~~"""""

شاعر/ليکوال:~ زینت الله حیدري

چينار مو سوځېدلی او بادام سرپه زنګون ده
مسجد مو نړېدلی او امام سر په زنګون ده

ګلان ټوټې ټوټې پاڼې پراته خزان وهلي
بورا او پروانه د باغ مدام سرپه زنګـون ده

دا کوڼډې يتيمان بورې سلګۍ وهي ژړيږي
یتیم د باباجان د انتقام سرپه زنګون ده

طالب چڼټه تړلي د يو قبر سرته ناست ده
سلګۍ وهي سلګيو کې ارام سرپه زنګون ده

ښامار ده را لوېدلی زنکدن يې ده سلګۍ کړي
شو ختم او بايللی يې مرام سرپه زنګون ده

شاعر زينت الله نه څو ملګري جدا شوي
له کلي کوره ورک او صبح و شام سر په زنګون ده

@haidari11


بــــدري لــښـــــــکر

شاعر: ~زينت الله حيدري

اغيارو لره تندر د سما بدري لښکر
دجهل تورو شپو ته سپين سبا بدري لښکر

کلک عظم او پخه يې عقيده هوډ يې محکم دی
محکم او مستحکم ده له پخوا بدري لښکر

د ظلم ريشې باسي دمظلوم اوښکې کړي پاکې
په زړونو پاچاهي کوي همدا بدري لښکر

ښامار د زمانې يې په ملا باندې را مات کړ
هیبت لري په دې ټوله دنيا بدري لښـکر

مغرور مغرور سرونه يې له تن څخه جدا کړل
سپيڅلی پاک کاروان مو دی اشنا بدري لښکر

قائم په دين اسلام ده او قائم په خپل مقام
دټول دنياګۍ ده شاهين شا بدري لښکر

شاعر زينت الله به يې خادم يمه تر مرګه
تيارو او تاريکيو ته رڼا بدري لښکر

@haidari11


(دیار مينه بازاري)

انجينر/شاعر/زينت الله حیدري

ستا جفا ګذار راکړی په زړګي ده
یاره مينه خو دې ټـوله بازاري ده

تا د سر کاسه کې وينې د زړه راکړې
ته والله دغه ياري که دښمني ده

ما ویل چې ته به ګل دګلستان یې
خو چې ګورم هر کردار دې د اغزي ده

هېڅ ملحم مې د وفا ليدلی نه ده
یاره ستا په جفا زړه زما زخمي ده

چې را یاد شې اسوېلي باندې زړه یخ کړم
دادې څرنګه بې خونده اشنایي ده

ته که خاندې زه به ژاړمه جانانه
بس زما او ستا همدا رقم یاري ده

په زړګي کې مې ټومبلی هېر مې نه يي
داچې لرې درنه ګرځم مجبوري ده

هره شپه مې ګرېوان لوند درپسې ژاړم
ستا هجران ده ستا فراق او فردېسي ده

دشاعر زينت الله دقلم کرښې
سوړ فرياد د غم ځپلې زندګي ده


@haidari11


خبرتیا

په افغانیو راکړه ورکړه، افغاني توليدات بازارونو ته رامنځته کول، د ارزښت لرونکو صادراتو پراختیا او داسي نور هاغه څه دي چې باید توجه ورته وشي.د بهرنیو پیسو کارونه د هيواد پر اقتصاد منفي آغېز لري، کله چي زموږ په هيواد کي بازار موندنه په افغانۍ سره چلښت پيدا کړي، د افغانستان پيسې به د نړيوال ارزښت سره-سره ډېري ګټوري تمامي شي او هم به په اساني سره د توکو نرخونه کنټرول شي. خپلې پيسې کارول، د نرخونو په ثبات کي ډېره مرسته کولای شي.

د خپلو پيسو د کارولو يوه ګټه دا ده چي په ډېرو برخو کي به د ګاونډيو هيوادونو تاثيرات پر افغانستان کم شي. نو موږ ته په کار ده، چي پخپل هيواد کي افغانۍ مروجي کړو، ځکه دا خپله د افغان ولس او افغانستان په ګټه ده. پخپل هيواد کي د بهرنيو پيسو کارونه، خپلو پيسو ته د نه درناوي سره-سره، زموږ په ورځنيو چارو او کارو بار کي هم ستونزي رامنځ ته کوي. راځئ چي خپلو پيسو ته پخپله ارزښت ورکړو او افغانۍ مروجي کړو، تر څو مو هيواد د هوسايني په لور يو ګام وړاندي ولاړ شي.

د همدې موضوع اهمیت ته په کتو مو وپتیله چې سبا ورځ د ‌‎#افغانۍ_زموږ_ملي_هویت تر هشتاګ لاندې هیوادوالو ته د افغانیو د کارولو توصیه او سپارښتنه وکړو او هم یي په ارزښت پوه کړو.

له ټولو اسلامپاله مبارزینو قلموالو د نظر خاوندانو څخه هیله کوو چې د ملي روحیې پر اساس زموږ سره پدغه هشتاګ کې برخه واخلي او خپل ملي حق اداء کړي.


دکابل ولایت مسولینو ته ......
دکابل ولایت د میدان هوایی خواته پنجشیريانو خپل فعالیتونه څه ناڅه شروع کړي
او دکابل چمن حضوري سیمه کی له اولې حوزی نيولې تر ۱۷ پورې داعشيان(خوارج) فراخه حضور لري
داغیشيان غواړي د امارت اسلامي صفونو کې نفوذ وکړي او خپلو شومو اهدافو ته په اسانی ورسيږي
چې زيات تلاش يی امرينو او مسولینو پسې ده تر دې چې زيات شمېر امرانو سره يی اړيکې هم نيولي اول يی دزياتو پيسو پشنهادونه کړي د نه منلو سره سم تهدیدونه او کنځل سپک او ورک ويلو باندې شروع کوي.

چې زیات تلاش یی همداده چې دا وار دپیسو په زور جنګ ته لمن وهي او نه غواړي خلک ارام ژوند ته پرېږدي
باید مشران اماده اوسي چې خدای مکړه.......

پرې ۱۰۰ فیصده مطمین او د هرڅه مسولیت یی زما ده که بله خبر شوه

زينت الله حیدري

@haidari11


‏ځیني کسان د شیخ صیب حفظه الله په اړه پوښتنه کوي چې ولې یې کابینه کې نوم نسته.
شیخ صیب حفظه الله به د مرحوم امیرالمومنین غوندي امیرالمومنین او د حکومت واکدار وي.
https://t.me/HGHGHGGHJ


(.. حـــمد شيريف ..)

ته دټول جهان ساختار یې زما ربه
ته الله پروردګار یې زمـا ربه

ته لایق یې دثناء او د ستاینې
ته قادر په هر یو کار یې زما ربه

ستا په ذکر مونږه تل تر او تازه یوو
ته دهر زړګي قرار یې زما ربه

کائينات دټول جهان دې عبادت کړي
ته د انس اوجنس بادار یې زما ربه

په ليدو دقدرتو دې زه حیران شم
ته معمار دهر معمار یې زما ربه

ستا په واک کې هم عزت اوهم ذلت شته
هم غفار یې هم قهار یې زما ربه

کهکشان ستوري سپوږمۍ او آسمانونه
ته خالق ته یې واکدار یې زما ربه

ته الله رب العزت ،رحيم رحمان یې
هم سردار دهر سردار یې زما ربه

پیداکړي دې هر قسم کائنات دي
هم دهر عطر عطار یې زما ربه

په سجدو درته پراته یوو عرض مو واخله
همدا ته مو مددګار یې زما ربه

صدقه درنه شاعر زینت الله شه
ته یې خوند دهر ګفتار یې زما ربه


شاعـر زينت الله حيدري

@haidari11


شاعر زینت الله حیدری.......🔬🔬

په غرونو چی راپورته شی زمریان دامارت
لرزیږی ترینه هر ځای دشمنانان دامارت
🔬
دفاع ددین اسلام کڔی سنگرونوکی اوسیږی
دسر په بیه ساتی هر فرمان دامارت
🔬
نڔی یی کڔه نسڪوره دنڔی په ضد جنگیږی
په ضد باندی جنگیږی ټول جهان دامارت
🔬
عرب دی که عجم دی پری نازیږی زما ورونو
کلک عظم حوصله لری ځوانان دامارت
🔬
سرونه ورکوی خو له سنگر نه نه تیریږی
نن داسی روزل شوی شازلمیان دامارت
🔬
اوازیی چی بلبل واوری بلبل ترینه شرمیږی
تاثیر لری اواز کی بلبلان دامارت
🔬
گلاب ، گلشن ، بورا یی سلامی کوی ملگرو
چی ووینی په هر محل گلان دامارت
🔬
شاعر زینت الله یی چی خادم ده زما ورونو
په سر سترګو مني هر يو بيان د امارت
🔬🔬🔬🔬🔬🔬🔬🔭
شاعر زینت الله حیدری
@Haidari11


(دګلشن توره بورا)

شاعر/زینت الله حيدري

نه ډيوه شته نه رڼــا ، خوندونه لاړل
لاړل لاړل په ريښتيا، خوندونه لاړل

چې ښائسته پرې دنیاګۍ دمـحبت وه
هغه ګل شـولو پنـا خوندونه لاړل

رېژېدلی هم غاټول اوهم سنبل ده
دګلشن توره بـورا خوندونه لاړل

د خزان سيلۍ چليږي په ګلشن کي
ټول ګلان دي په ژړا خوندونه لاړل

دجفا تخـمونه هرخوا کـرل کيږي
لاړل لاړل د وفا خوندونه لاړل

چې ځواني مې وه هر چاته ګل ګلاب وم
اوس اغزی شوم چې زما خوندونه لاړل

داچې تل داسې غمګينه درته شکارم
لاړل لاړل د يو چا خوندونه لاړل

حیدري ستا له کلامه معلوميږي
په ولا ددې دنیا خوندونه لاړل


@haidari11


( دشـل روپـو کالتوس )

شاعر:~زينت الله حيدري~:

سر یې د دوو روپو ارزش نه درلود
ورته مو شل روپۍ کالتوس واخیستل

شول د نسب اود منسب خاوندان
چاچې ډالر په خپل ناموس واخیستل

طلا يې ورکـړله دخاورو ونج کې
دزړه په ونج کې يې پړپوس واخیستل

له څو بې ننګو او بدرنګو خلکو
کلي ګاوڼډ هم وایروس واخیستل

دهر افغان د قتلېدو په ونج کې
ډېر مډالونه يې له روس واخيستل

ټيټ سترګي خلک له موږ پورته ګرځي
نن منصبونه ټول دووس واخيستل

بازان يې خرڅ کړلو په نورو خلکو
دهغو ځای ته يې ټپووس واخيستل

دپرون ورځې دجهاد رهبران
څوک سګبازان شول چا خروس واخیستل

حرام خواره او سودخواره زمونږه
څوک کورونا، څوک تیتانوس واخیستل

ځان به دې ساتې حیدري شاعره
نن دې یو څو عکسه جاسوس واخيستل


داشعر مې ډېر وخت مخکې ليکلی وو خو بعضې کرښې پکې کمې وې
د تېر مرتد نظام مرتدينو او جهادي رهبران لکه سياف رباني حکمتیار اوداسې نور ....... ته مې منتخب کړی وو
@haidari11

https://t.me/joinchat/peiC3ehezzxjYjk1



20 ta oxirgi post ko‘rsatilgan.

346

obunachilar
Kanal statistikasi