فردوس محترم


Kanal geosi va tili: ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa: ko‘rsatilmagan


دلته به درسره خپل د قلم ثمر شریکوم ان شاءالله

Связанные каналы

Kanal geosi va tili
ko‘rsatilmagan, ko‘rsatilmagan
Toifa
ko‘rsatilmagan
Statistika
Postlar filtri


✒📚 ادبــي ټولــــــنه ✒📚 dan repost
#دانتخابي_اسلامي_چینلونولیست

لیسټ په خپلو چینلونوکي نشرکړئ

نن لیست کتل کیږي که چا په خپل چینل کي نه ؤ نشرکړی لینک یې له لیسټ نه وباسو....


مسروري اشـنا 🌂

مولوي عبدالرحـمـن زاتف قال🌂

ذاکر ځلاند (دوهم احتیاطي چینل)🌂

شاعر فِرْدَوس محترم🌂

د غوره شاعرانو انتخابي شعرونه🌂

ستا دسترګو شاعر🌂

ابدالي خــپرنیون🌂

ماشاءالله خپرندویه اداره🌂

نعتخوان ندامحمدنویـد🌂

ادبي ټولنه🌂

قاري شبیرشادان🌂

الحکمت خــپرنوین🌂

حکایات او دیني معلومات🌂

مولوي عبدالحکیم سجاد جرس🌂

قاري محمدجمعه ساجد🌂

مولوي عبدالعلي دیوبندي صاحب مسایل🌂

نوي بیانونه هره ورځ🌂

سنګر میډیا🌂

الخادم خپرندویه اداره🌂

مولوي سیدمحمد انوري🌂

ترتیب کړی دی🌹 ذاکر ځلاند🌹 ورور مو


Al Emarah News dan repost
Video oldindan ko‘rish uchun mavjud emas
Telegram'da ko‘rish
د امارت اسلامي د پنځه کسیز پلاوي لیدنه له مرکزي محبس پل چرخي نه

فردوس


#الـدعـا

ياالله تاته مي لاسونه لپه کړي!
اې داسمانونو خالقه!
اې دجهانونو واکداره!
اې د زکريا او ابراهيم عليهماالسلام د دعا قبلوؤنکې خدايه!
زماټولي ناخوښي کړني راوبخښه،
نيغه لاره راوښايه,
زمامور,پلار,استادان،شاګردان،خپلوان اوجمله مسلمانان وبخښه!
پروردګاره!
زماپه ګران هيوادکي امن,سوکالي, اسلامي نظام اوخپلواکي نافظ کړه.
ای د زړونو مالکه!
قرضداران له قرض نه،
غمجن له غم نه،
مریضان له مرض نه،
زندانیان له زندان نه،خلاص کړه،
او مسافر خپلو کورو ته په خیر او خوښۍ ستانه کړه.
ای! مالک او قادر ذاته!
د شهیدانو شهادت،
د عابدان عبادت،
د سخیانو سخاوت،
د ذاکرینو اذکار قبول کړه.
اې! دعمر او خالد ربه!
زموږپه ځوانانوکي ددين جذبه راژوندۍ کړه.
لويه څښتنه! دقيامت په ورځ مو درسوايې نه وژغوره!
مهربانه خالقه!
اولس موستومانه دی,وږی دی,بي اسرې دی,محکوم دی,لالهانده دی ته يې ټېک اومرستندوی سه!
اې خدايه! اې پروردګاره! اې خالقه! اې ربه!
ته مودشيطان له مکر,داوسني عصرله ړندوفتنو,اودکينه ګرو له حسدنه په امان کي ولره!
اې! د جهانونو پاچا!
اې! د اسمانونو او ځمکو پاچا!
اې! خالق او رازق ذاته!
اې! د جبریل امین مولا!
ستا د ربوبیت په خاطر؛
ستا د قدرت په خاطر؛
ستا د شان او شوکت په خاطر؛
مونږ خپل د ژوند په اصلي هدف (دشهادت مرګ) باندي ونازوه!

آمين ثم آمین الف آمین یا رب العالمین
فردوس محترم

@Ferdos_Muhtaram


#زوړچینل_مي_یوځل_بیابلاک_شو:

په سلامون او احتراماتو مو هرکلی کوم د قدر وړ او زړه ته راتیرو ملګرو مجاهدینو ورونو،
د دین دښمنان می هیڅ راحت نه پریږدي،
خو خیر دوی دی یی رانه بلاک او زه به بل جوړوم همدا مو تګلاره ده خپلي مبارزي ته به دوام ورکوو
ان شاءالله
ورور مو … #فردوس_محترم
https://t.me/Ferdos_Muhtaram


اجر یې پرېمان مبارک مو شه
خـطم د قـرآن مـبارک مو شه

څومره زحمتونه تکليفونه مو
یوؤړلو په ځان مبارک مو شه

اوس نو په صحیح معنی پوره شولو
حـق د رمـضان مبارک مو شه

ښه شول حوصله مو ورته وساتل
بـری پر امـتـحان مبارک مو شه

څومره ډیر اجرونه به حافظه نو
درکاندي سبحان مبارک مو شه

وایو به #فردوسه پرې سل واره درود
شفیع مو پر میزان مبارک مو شه

#فردوس_محترم
@Ferdos_Muhtaram


لاره پاته

صابر اوسه له یار او له رویباره لاره پاته
زما د زخمي زړه درده بېاره لاره پاته

د ژوند په نوم یو ستړي مراحل دي طئ کوم یې
منصور سره تر اوره او تر داره لاره پاته

یو لږ خو مي د دین او د مذهب خیال ګوره ساته
مؤمن یم د ظالمو ړوند بمباره لاره پاته

له تانه خو اوس هم د توتکیو چغار خیږي
زمونږ د بر ګودر دنګه چناره لاره پاته

دا نن مي روژه ماتی هم په لاره باندي کړی
بېګا ته پیشلمی لرم په لاره لاره پاته

#فردوس لا تر منزله پوری نه دی رسېدلی
دعا کي یې هیر نکړي خوږه پلاره لاره پاته

#فردوس_محترم
@Ferdos_Muhtaram


زنداني ته

دا ازادي دي له زندان نه تبریک شه درته
ای یوسف مخې طالب جانه تبریک شه درته

څومره سختۍ څومره شکنجې دي ګاللي به وي
اجر به درکاندي سبحانه تبریک شه درته

تا د یوسف سنت په ځای کړل بندي جانانه
په ناز را وؤزه قهرمانه تبریک شه درته

سترګي په لار لوی او واړه دي د کلی مالت
یې مو د زړه د کلي خانه تبریک شه درته

څوک به دي مخته هرکلي ته فِدوسه راشي
بې کرامته شوې نادانه تبریک شه درته

#فردوس_محترم
@Ferdos_Muhtaram


دوه کافیه

چي کله نه به ؤم اشنا ستا په چم هر مازدیګر
لکه چي پروت وي پر اوږو باندي سم غر مازدیګر

لږ دي یادوته نصحت وکړه نور نه دي راځي
راته راوړي ورځ کي د نوي غم خبر مازدیګر

شاعر سړی یمه دروغ به چاته څنګه وایم
راته جوړ کړی دی دې خپل قلم خطر مازدیګر

سنګه حیران حیران کاته کړې په کوم فکر کي یې
داچي حصاب شولې #فردوس_محترم لمر مازدیګر

#فردوس_محترم
@Ferdos_Muhtaram


په خیر راغلې د پلار نیکه تر ښاره رب دي ښاد کړه
پیغام د ازادی راوړه رویباره رب دي ښاد کړه

اغاز د نوي ژوند یې ستا راتګ ته طالب جانه
مظلومي پرګنې سترګي په لاره رب دي دی ښاد کړه

راتګ به دي تازه نفس مظلوم اولس ته ورکړي
په طمع دي زندان ولچک ایساره رب دي ښاد کړه

نشه دي ده سپېڅلې عاشقان درته رامات دي
د رب د پاکي میني پاک خوماره رب دي ښاد کړه

تشکیل دی تیار شوی ژڼي درومي رخصت اخلي
شه لنډ د موټربم خوږ انتظاره رب دي ښاد کړه

جامه د مجاهد وې تل اباد اوسې تورغره
له هیره دي نه باسو وران دیاره رب دي ښاد کړه

چي راشي قطارونه درته بیا د پیغلو زاڼو
دکلي بر ګودره لوړ چیناره رب دي ښاد کړه

دعا راسره مل ده چي #فردوس یمه روغ پاتي
زما خوږې مورجاني خوږه پلاره رب دي ښاد کړه

#فردوس_محترم
@Ferdos_Muhtaram


دتبریکۍ پیغام

د خوږې حنجرې خاوند د تأثیري غږ څښتن شرین زبانه ترانه خوان
حافظ القرآن ظهورالله عابد په لومړي قدم کي حافظ صاحب او دده له طریقه یې پتمني کورنۍ ته ملګرو انډیوالانو ته او ټول دوستانو ته د تبریکۍ فیغام د زندان له بندو پنجرو نه د خوښۍ د اوښکو په بدرګه وړاندي کوم
داچي حافظ صاحب بعد له لس کلونو د ( زندان د ربړونو شکنجو کوټه کلفۍ حتی چي له بار بار وهلو نه یې څو کرته ملا ماته شوي هم وه) خلاص او خپل کور ته په خیر او عافیت سره ورسیدی نو ډیر د خوښۍ او خوشحالی ځای دی
حافظ صاحب د زندان ډیري سختۍ ولیدلې،
هر کله به یې د زندانیان د مشکلاتو د حل لپاره هر قیسم قربانۍ ته غاړه ایښودل
د حافظ صاحب سره مي په زندان کي ډیر زیات وخت تیر شوی دی،
حافظ صاحب د ښو اخلاقو خاوند د ملګرو د مجلس څراغ او د هر غمجن ملګري د خندولو زریعه وو،
یو خوا ښه اخلاق او ډیر اخلاس بل طرف ته د حافظ صاحب جادوئي غږ وو چي هر سړی به ورته را مات او د ملګرتیا و دوستۍ لیوال به یې وو.
د رب ج نه ورته د راتلونکي ژوند د ښه والی دعا کوم.
متعال رب ج دي ټول زندانیانو همداسي خوشي کړي،

#ریـحان_واك
@Raihan_Aseer


حیدري ګذار

سم یې مازغه ورته په ځای نکړل سیاسي ګذارو
مشرانو وکړی اجازې د نظامي ګذارو

کړي ورته یاد به الخندق او الفاروق عملیات
بیا اوازه ګرځی د نؤو حیدري ګذارو

دا د بادار او د غلام غرور به مات کړي ورته
زمونږه ستوري شازلمي په ایماني ګذارو

زخم زندان او شهادت راته دي ټول افتخار
زمونږ ایمان په خپل هدف تر ورستني ګذارو

داچي جنګ نه دی الجهاد دی نو لیوال یو ځکه
نشته نوبت یو انتظار د فدائي ګذارو

لیکوال شاعر به هم #ریـحانه ځان معلوم کړي ورته
ور بې مغذو ته کړي ټکان په قلمي ګذارو

#ریـحان_واك
@Raihan_Aseer


غزل

مونږ ماته امریکا کړل چا منلې ده که نه ده
له خپل هغه غرور نه رالوېدلې ده که نه ده

مغروره نړی ګوره د زخمي مرغۍ په څیر شول
په غشي د ایمان مي درویشتلې ده که نه ده

زمونږه قرباني او راسره د رب نصرت دی
سپمګۍ د ازادۍ په بام ختلې ده که نه ده

په دارشوم که زخمي شوم که په اور باندي ستي شوم
غلیم نه مي د پلار خاوره ګټلې ده که نه ده

چنار او سنوبر دا ګلاب رنګي ځوانۍ سوځي
تا خپل سینه په اور د عشق داغلې ده که نه ده

په اور کي لولپه شي خلیلي ګلزار ته درومي
د عشق دا مدرسه کوم چا ویلې ده که نه ده

جانانه یو تپوس کوم خفه چي له مانشې
نامه دي د #ریـحان په زړه لیکلې ده که نه ده

#ریـحان_واك
@Raihan_Aseer


د برات (پنځلسي) شپه

لیکوال … #ریـحان_اسیر

#یادونه_نن_سہ_شنبه د شعبان ۱۳ تاریخ ده

د برات د پنځلسي د شپې ډیر فضائل سته، په دغه شپه د ټولو امورو فیصله کیږي، له دې څخه دا هم معلومیږي چي په دغه شپه د قرآن کریم د نزول فیصله هم سوې ده نو ځکه دا شپه د فضیلت ډکه شپه ګڼل سوې ده؛
د شعبان د میاشتي فضیلت:
عن اسامه بن زید رضی الله عنه قال: قال رسول الله ﷺ: شعبان شهري و رمضان شهر الله.[رواه البیهقي في شعب الایمان]
ژباړه: له اسامه بن زید رضی الله عنه څخه روایت دی چي رسول الله ﷺ فرمایي: شعبان زما او رمضان د الله ﷻ میاشت ده.
#تشریح: شعبان ته حضرت محمد ﷺ خپله میاشت ویلې ده او خپل طرف ته یې منسوبه کړې ده، تر دې لوړ فضیلت نسته، ځکه کومه میاشت چي د رسول اکرم ﷺ وي د هغې برتري او بهتري څرګنده ده؛
ددې میاشتي یوه ځانګړتیا دا هم ده چي د بندګانو د یوه کال اعمال الله ﷻ ته وړاندي کیږي، نو د برات میاشت د امتحان میاشت ده، کوښښ به کوو چي نیک اعمال وکړو.
البته په دغه مبارکه شپه کي له بدعاتو او خرافاتو څخه ځانونه وساتئ، خدای مه کړه د نیکیو پر ځای به مو ګناهونه ډیر سوي وي او د الله تعالی ذلیله او خوار بندګان به جوړ سوي یاست(العیاذ بالله)؛ د برات د شپې د مسائلو لپاره د حضرت مولانا محمد رفعت قاسمي صاحب کتاب "د قدر او برات د شپې مسئلې" وګورئ.

#ریـحان_واك
@Raihan_Aseer


#زندان_اود_کرونا_نه_دمخنیوي_تدابیر

لیک..... #ریحان_اسیر

د کابل مرکزي جهنم (د څرخي پله زندان) کي د میشتو زندانیانو روغتیائي حالات د ګواښ سره مخ دی؛

یو خوا دولت د کرونا نه دمخنیوي په پار ورته د راتلونکو ملاقاتیانو مخه نیولې او کومه تازه میوه ترکاري او غوښه وچه ډوډۍ چي د زنداني له کورنۍ نه به ورته راتلل پرې بند کړي او داخل زندان کي د خوراکي توکو بیع له حد نه زیاته جګه ده بل خوا د مسؤلو ادارو د لوجستیک څانګه دومره ضعیفه ده چي داسي غزائي مواد ورته د خوړلو لپاره راوړي چي د خوړلو خو هیڅ نه دي بلکه د کرونا او سل قیسمه نورو جراثمو او مکروبونو مجموعه ده لاندي تصاویرو کي د نن ورځي البته روزانه (غرمې) خواړه دي چي تاسو ئي وینی
داسي خواړه به له کوم کوم مکروب نه خالي وي؟
که دولت او د زندانونو چارو کي موظفي ادارې د زندان حالت جدي ونه نیسي نو د کرونا ویروس به ډیر ژر د زندان انګړ ته سر ورښکاره کړي او خدای مکړه سلګونه او یا هم زرګونه مظلوم زندانیان به د هلاکت کندي ته ولوېږي،
مسول به یې دولت او د زندانونو چارو مسؤلین وي
او سبا به بیا د جواب په ورکولو کي پاتي راغلي وي

#ریـحان_واك
@Raihan_Aseer






غزل

د مؤمن خان نښان ښاماره سړی څنګه لاړ شي
نن له تورغر نه تر لوی ښاره سړی څنګه لاړ شي

د یار مالت له رسېدلی یم نور مخ ته ځمه
اوس راته لار ښیه رویباره سړی څنګه لاړ شي

د ښار ماڼۍ پاستې چوکۍ ډبل سيټر پاتي شه
شهید جمات او ړنګ مناره سړی څنګه لاړ شي

په دې څرګنده غلامۍ کي ځان په حقه بولي
بیا ماته، لار ښئي په لاره سړی څنګه لاړ شي

داچی ثاني منصورپه اورکي ځان وریته وریته کړو
اوس د منصور په لار تر داره سړی څنګه لاړ شي

ذکرپه خوله کتاب په څنګ اوهم ټوپک اوږه کي
بغیر له دې ښائست سنګاره سړی څنګه لاړ شي

زیري یې کیږي چي په لاره ده راځي ازادي
اوس د شهید تر خړ مزاره سړی څنګه لاړ شي

د شهادت زیری چي وروړمه تر کلي پوري
ریـحانه بیا به دي تر پلاره سړی څنګه لاړ شي

#ریـحان_واك
@Raihan_Aseer


كابله

څه دي په غیږ اخلم څه مي په غیږ کي واخله
کابله بیا درځمه ښه مي په غیږ کي واخله
.
ټول وران ویجاړ ړنګ شوي به دي سنګارکړم درته
هر غصب شوی اندام به راحصار کړم درته
ستا معماری ته درځم ته مي په غیږ کي واخله
.
کابله سیال به دي کړم بیا دسیالانو سره
د هر زري حصاب کړم د غدارانو سره
تراخه به ټول کړم درنه خواږه مي غیږ کي واخله
.
کابله زه چي درځم تود هرکلی به کوي
کامیاب جګ سر درځمه سم شاباسی به کوي
په کارنامو مي ویاړه کړه مي په غیږ کي واخله
.
لمانځو به دواړه بری ستا د ښارو په غیږ کي
ډیر لوبیدلی یمه دکړاوو په غیږ کي
کړه مي زخمونه پټی مړه مي په غیږ کي واخله
.
تاکي به راشي بدلون له تا به سختي درومي
دا بدمعاشان غداران به درنه تښتي درومي
درته ریحان راوړی زړه مي په غیږ کي واخله.

#ريـحان_واك
@Raihan_Aseer


رب له سنګر نه قطر ته راوړو
له خدای مو مرسته غوښتله درځو

له دې حالاتو ښکاریږي داسي
چي فاتحین به کابله درځو

اول هلمند نه روزګان ته درومو
بیا به تخار او بامیان ته درومو
له کندهار نه خسته راغلي
وردګ غزنیه زابله درځو

هلته سنګر دفتر مو شته دی
او په مشرانو باور مو شته دی
څه ردوي چي او څه چی مني
مونږ په سر سترګو منله درځو

مونږ زندانو کي دمه کړې ده
تعبیر یی نشي اسره کړې ده
ولچک بیړۍ مو ورستړي کړلو
شعار مو دغه ویله درځو

نن مي مورکۍ وو یو خوب لیدلی
چي په وطن وي بیا لمر ختلی
ریحـانه ما یی تعبیر وکاؤ
یو ځلي بیا به مرچله درځو

ریحان واك
#ریحان_اسیر
@Raihan_Aseer


عبث نکړی نظریات مونږ ستړي نه یو
شي ولچک بیړۍ به مات مونږ ستړي نه یو

زندانیان که په سنګر که فدایان یو
ورکوو سر به خیرات مونږ ستړي نه یو

فاتحین یو سوله نه غواړو له چانه
په خیرات نه په ذکات مونږ ستړي نه یو

په غلیم باندي باور نشته مشرانو
ور چي نکړی اختیارات مونږ ستړي نه یو

کړېدلی اولس ټول به بیا راټول کړو
بیا راځي اختر برات مونږ ستړي نه یو

د شهید یتیم قلار او هم ودان کړو
ړنګ منار زخمي جمات مونږ ستړي نه یو

هسي نه چي شهیدانو ته خیجل شو
حل یی نه کړای شو سوالات مونږ ستړي نه یو

واك ریـحان ته خدای نصیب چي شهادت کړي
تل کړو رب ته مناجات مونږ ستړي نه یو

#ریحان_اسیر
@Raihan_Aseer

20 ta oxirgi post ko‘rsatilgan.

612

obunachilar
Kanal statistikasi