خیرنه نازولې.
سهار وو لمر لا نه وو راختلی دچنار تنکیو پاڼو
د سهار د خواږه نسیمه مزی اخیستی
وړې چنچڼې لا هغسې د یو بل سره غاړې وتې وې
د نوې ورځې د پیل کیدا زیري یې کړل
د بزګر کاکا سره د څو رنګه ټوکرو نه جوړ یو څادر
په لاس وو او د پټیو پر لور په چټکو ګامونو روان وو. د کلي ماشومان خوبولې سترګې د خپلو
سیپارو سره د جومات په خوا زغلیدل. د کوز کلي د سیدو کاکا یتیم زوې د خپل لاس ګاډي سره د کوڅې تر نیمائي را رسیدلی وو.
د سیدو کاکا کورنۍ چې غیر د الله ج د دربار نه بل هیڅوک نه لري یواځې لس کلن ځوې یې د کلي د بزګرانو نه په پور ترکاري اخلي او تر ماښامه یې په کلیو او کوڅو ګرځوي تر څو ماښام کور ته یوه ګوله حلاله ډوډۍ ویسي. یتیم ماشوم
د څو بانجانو او رومیو خلطې چې یې په لاس ګاډي کې په ډیره سختۍ پر مخه کړې وې.
په ستومانه او ستړي آواز یې غږ کړل (تازه رومیان واخلئ تازه رومیاااااااااااان)
(تازه بانجان واخلییییییئ).
لا یې دوهم وارې خوله نعرو ته نه وه غونډه کړې
چې د جارو وار ئې پر څوټ ولګیده او د بدو ردو سر بیره یې یو څو د چپلکو وارونه هم په شا وزغمل. د یوې خیرنې او بد قواره تور سرې د خیرنو ویښتو په لیدو حیا راغله او خپل نظر مې په بله کړ . لا خوارکی یتیم د چلکو له ګذاره ځان نه وو ایستلی چې یو نارینه او خوبولی غږ مې تر غوږ شو وار د مخه یې د خوارکي یتیم لاس ګاډی چپه کړ او همداسې چې د تازه رومیو په پلاستیکونو یې فرعوني قدمونه ایښودل او د خوار یتیم او د هغه د کورنۍ امیدونه او د رزق وسیله یې په خاورو کې مروړله خیرنې تور سرې ته یې ویل چې زړه دې یخ شو نازولې؟
چې زما نازولې څوک له خوبه پاڅوي دایې سزا ده.
خیرنه نازولې او فرعون خویه خان په تمسخر او خندا کور ته دننه شول او یتیم ماشوم لا هماغه شان په کوڅه کې د خپلو سولیدلو رومیو تر څنګ د بې وسۍ اوښکې تویولې.
او ما هم له ناچارې خپل وجدان ته
په ټیټو سترګو دغه حال بیانوه.
یا الله ج ته د زمانې فرعونیانو او خیرنو نازولو سره په خپله حساب وکړې.
امین یا رب العالمین
لیکنه استاذ منهاج حنفي