پاکستان کې له اوږدې مودې راهیسې نااعلان شوې مارشل لاء
لیکنه: جلالي نورزی
هسې په نوم جمهوريه پاکستان کې خو په ښکاره درې ځلې د مارشل لاء یعنې د نظامي ځواکونو حکومت راغلی، چې د لومړي ځل لپاره د ډېر لنډ مهال مارشال لاء حکومت د جنرال ایوب خان لخوا منځته راغی، بیا د جنرال ضیاءالحق لخوا او بیا ځلې د پرویز مشرف لخوا. خو په حقیقت کې د پاکستان د جوړېدو سره سم تر ننه دې هېواد کې یو نااعلان شوی مارشل لاء حکومت راروان دی.
انګلیسي استعمار څخه د لوی هند په آزادۍ کې او بیا له هند څخه د کلمې په نوم د پاکستان په بېلتون کې د هغه وخت د علماؤ د جدوجهد او د قربانیو رول وو، خو کله چې انګلیسي استعمار له ساحې ووته دلته یې خپل داسې روزل شوي وفادار غلامان واک کې پرېښودل چې د همدې سیمې خو وو خو نه خپلې سیمې ته وفادار وو او نه خپلو خلکو ته بلکې خپل انګلیس بادار ته وفادار وو او د پاکستاني پوځ په شکل کې ترننه وفادار دي، دغه غلام پوځ د علماؤ په قربانیو اوبه واړولې، د کلمې په نوم جوړ شوي ملک کې یې نه شریعت پرېښود او نه د شریعت طرفداران.
د پاکستان پوځي اداره د پاکستان په ټولو حکومتي ادارو بالا دستي او زورواکي لري، د پاکستان پوځي اداره هغه اداره ده چې ځان له هر قانون څخه پورته ګڼی، ځان له ټولو چارواکو حتیٰ چې د وزیراعظم څخه هم ځان پورته ګڼي، د پوځ د امر او مشورې څخه پرته دې ملک کې هیڅ هم نه ترسره کېږي، د نورو جمهوري او ډیموکرات ملکونو په خلاف دې ملک کې د ملک داخلي پالیسۍ او د ملک خارجي پالیسي، د ملک عدلیه قانون او د ملک مالیه قوانین او ادارې او داسې نور.... دا هرڅه د پوځ ماتحت دي.
براې نام جمهوري او ډیموکراتیک نظام ته وفادار پاکستاني پوځ تل جمهوریت او ډیموکراسي تر پښو لاندې کړې، او د دغو نظامونو طرفداره طبقه یې هر وخت ترفشار لاندې ساتلې ده، که د بیان د ازادۍ طرفداران دي که د انساني حقوقو غوښتونکي خلک دي، که د پوځ د غلطو پالیسیو، ناراواو او ظلمونو په خلاف راټوکېدونکي غږونه دي ...دا ټول غږونه په وخت وخت سره د همدې پوځ لخوا دباؤ شوي دي او د همېش همېش لپاره یې د دغسې غږونو د غلي کېدو خپل اخري حد کوششونه کړیدي.
پاکستانی پوځ چې د اسلام بوی هم پکې نه لیدل کېږي بلکې تل یې له اسلام سره کلکه عقیدوي دښمني کړېده، له مسلمانانو سره ،له مدارسو او مساجدو سره ،له اسلامي شعائرو سره یې تل جګړه کړېده خو له بلې خوا بیا د جمهوري نظام، ډیموکراسۍ او د قانون یې هم هره کړۍ ماته کړېده او په ډېرې سپین سترګۍ او په وچ زور د پاکستان په ولس له کلونو کلونو راهیسې مسلط دی.
د یوه هیواد پوځ د پولو، د خاورې او د ولسونو د ساتنې لپاره وي خو د پاکستان پوځ د دې برعکس دی، نه خپلې پولې ساتلی شي او نه خپله خاوره او نه هم د دښمن د ځواب دي خو له خپل ولس سره یې هر وخت په مختلفو شکلونو جګړې او خیانتونه کړي، خپله هره نوې جنګي الوتکه او هره جدیده اسلحه یې په خپلې خاورې او پخپل ولس آزمایلې.
دا بېله خبره ده چې ځینې سادګان په همدې مکار پوځ غولیدلي او دا خاین، قاتل،ظالم او جابر پوځ یو اسلامي او د پاکستان خیرخواه پوځ بولي. خو که دغه پوځ ته څوک د انصاف له عینکو وګوري نو هرو مرو به یې ورته اصلي څېره بربنډه شي.
دا هغه ظالم او جابر پوځ دی چې همېشه یې د بې کسه او بې وسه مسلمانانو وینې څښلي،زندانونه یې ترې ډک کړي، قتل عام یې کړی، کورونه، جایدادونه او عزتونه یې لوټ کړي. او د دغو ټولو ظلمونو په سر کې چې ورسره مخ شوي او د دې ظالم پوځ لخوا ظلمونه ورسره شوي هغه پښتون قام او پښتنه خاوره ده.
د زیرِنام ثقافت روږدی دغه عیاش او فحاش پوځ نه انساني کرامت ته احترام لري او نه اسلامي مقدساتو او شعایرو ته او نه هم د خویندو میندو او تورسرو عزتونو ته احترام لري.
که د بنګال د مسلمانانو قتل عام دی، که د بلوڅو او پښتنو قتل عام دی، که د بابړه، وزیرستانونو او د آرمي پبلک سکول د تنکیو ماشومانو وژنې دي، د دې ټولو په وینو د همدې ظالم پوځ لاسونه سره دي.
د دې پوځ سرلښکرو او استخباراتو له یو لوري ترهګر تولید کړي چې پدې خبره دوی خپله هم اعتراف کړی، او له بل لوري بېرته له ترهګرو سره د مبارزې په نوم خپل لاندې طبقه پوځیان په جنګ کې ښکېل کړي ، د جنګ اور یې همداسې تود ساتلی، د وینو کاروبار یې همدغسې ګرم ساتلی فقط ددې لپاره چې له هر لوري خپل جیبونه ډک کړي او خپل ولس په غفلت کې واچوي او هغوی ته ځانونه اتلان وښایي.
د پاکستان ټوله سرمایه همدې عیاش او فحاش پوځ د خپلې عیاشۍ لپاره لوټ کړېده، خو دوی سره د احتساب خبره د دوی د ویرې د وجې نه هیڅوک هم نه کوي. په هېواد کې د رسمي دندې پر مهال له مختلفو داخلي او خارجي سوړو څخه په مختلفو شکلونو مال راجمع کړي او له تقاعد کېدو څخه مخکې دمخکې یې له هېواد څخه بهر انتقال کړي او کله چې تقاعد شي نو همالته اوسیږي او همدغو راټولو شویو تورو پیسو باندې خپل د عیاشۍ او فحاشۍ بازار تود ساتي.
لندنکې یو