یو منصور شو دارته پورته انالحق دده شعار وو
بل منصور په اور لوګی شو پروت د مینی په انګار وو
دا د مینی څه خوږ راز دی عاشقان یې لیونی کړه
د سرونو یې جوړ کړی خپل و مینی ته سینګار وو
د کوثر تصویر یې زړه کې د هجران تندی ځپلی
اوس واصل شو خپل مقصد ته له وختونو انتظار وو
څه د مست عشق جنون دی په رقیب یې توبې ویستی
څه په عزم کلک سړی وو څه د عزم دنګ منار وو
ددي یون هر یو زلمی یې شاګردي د کارنامو کړي
ددې یون هریوه ځوان ته په پوره معنا سالار وو
د تدبیر مراندې یې ټينګې د د تدبیر په تدبر کړې
سیاست یې وو سپيڅلی سیاست یې د سردار وو
نور به بیا شنه کړي حنیفه دده وینی نور تخمونه
مونږ ته پاته تل له داسې رهبرانو لاله زار وو