╭═✦🍃↓🌺ꙮ🌺↓🍃✦═╮
ⓞعبرتناڪه ڪیسی اوحدیثونه ⓞ
╰═✦🍃↑🌺ꙮ🌺↑🍃✦═╯
📚 👇 📕 👇 📘 👇 📒👇📚
د رمضان مبارکه میاشت څه ډول استقبال کړو؟
د ارزښتناک ژوند د لرلو لپاره په ژوند کې د هدف ټاکل او هغې ته د رسیدو لپاره هڅې کول اړین دي.
هغه انسان خپل عمر د باد په خوله ورکوي چې پخپل ژوند کې د ځان لپاره موخې ونلري او د هغوی د لاسته راوړو په موخه زیار و نه باسي.
دا خبره د ټولو انسانانو په اړه ریښتنې ده که هغه مسلمان وي یا کافر. مګر د مسلمان لپاره دا ډیره ارزښتناکه موضوع ده چې د خپل ژوند تر ټولو مهم هدف یې د اللهﷻ د رضا حاصلول او د جنت لاسته راوړل وي.
ځکه نو ریښتنی مسلمان باید پخپل ژوند کې د ځان لپاره هدف ولري. البته د ژوند په دواړو مرحلو کې، د پوره ژوند هدف او د هرې هغه دقیقې لپاره هدف کوم چې دی یې د ځمکې پر سر تیروي.
هیڅوک لدې انکار نشي کولای چې انسان د یوه ټاکل شوي هدف لپاره پیدا شوی، د هغه هدف لپاره کوم چې الله پاک یې پدې توګه بیانوي:
(ما ندي پیدا کړي جنیات او انسانان مګر دا چې زما عبادت وکړي) (سوره الذاریات 55
اللهﷻ خپلو بندګانو ته هر وخت موقع او فرصت ورکوي تر څو دوی د الله پاک لوري ته ستانه شي. چې یو له هغوی نه د روژې میاشت ده تر څو مسلمانان په نوموړې میاشت کې خپل نیک اعمال زیات او د ګناهونو څخه لاس واخلي، چې پدې توګه دوی ته د جنت د لاسته راوړلو زمینه برابره شي.
روژه هغه میاشت ده په کومه کې چې الله پاک د نیکو کړنو بدله دوه چنده ورکوي او همدارنګه د روژې میاشت پر شیطان باندې د غالبیدو تر ټولو ښه چانس دی. نو د ځان لپاره هدف وټاکه او د هغې د لاسته راوړلو لپاره زیار وباسه. پدې میاشت کې داسې هدف و ټاکه چې د دوزخ له اوره د وژغوري او د اللهﷻ د رحمت وړ د وګرځوي.نوموړي هدف ته کولای شې په لاندې توګه ځان ورسوې.
د روژې په نیولو سره: په روژه کې دا د ځان لپاره هدف وټاکه چې د ټولو هغه شیانو څخه به ځان ساتې له کومو چې اللهﷻ منع کړی یې.نو د خیانت، درواغو، غیبت، غصې …. نه ځان وساته.
د روژې لپاره دغه درې کړنې ډیرې مشهوره دي.
①د خوړلو، څښلو او مقاربت نه ځان ساتل.
②له ګناهونو څخه د سترګو، غوږنو، ژبې، لاسونو، پښو …. ساتل
③زړه د بلې هرې مشغولتیا نه ساتل او یوازې د الله پاک یادول.
اوس نو کوم شیان دي چې تا اللهﷻته ورنژدې کوي او یاده شوې دریمه کړنه درته محیا کوي.
د شپې لمونځ : دا د ځان لپاره هدف و ګرځوه چې کم تر کمه به ۶ـ۸ رکعاته د تهجد لمونځ کوې.
هیڅ عذر ته اجازه مه ورکوه چې تا د نوموړې کار څخه منعه کړي.
قرانکریم: دا هم د ځان لپاره خپل هدف و ټاکه چې کم تر کمه په روژه کې باید یوار د قرانکریم ختم وکړې. که د قرانکریم په لوستلو کې مشکل لرې نه یې شې لوستلای نو غوږ ورته ونیسه چې کولای شې دا کار د رادیو او یا نورو وسایلو له لارې وکړې.
خپلوي پالل: د روژې په میاشت کې باید د خپلو خپلوانو سره راشه درشه زیاته کړې، البته د هغو خپلوانو سره چې د ژوند مصروفیتونو ته د هغوی نه لرې کړی یې. د دې چارې تر سره کولو لپاره یوه اندازه پیسې بیلې کړه شاید ته وکړای شې د ۱۰۰ روپیو په مصرف سره ځان خپلو خپلوانو ته ورنژدې کړې چې پدې توګه د اللهﷻرضا هم لاسته راوړل کیږې.
صدقه: د خپلو پیسو یوه اندازه دې د صدقې لپاره بیله کړه او د الله پاک په نوم یې مصرفوه. دا د له یاده ونه وزې چې هر نیک عمل ته په روژه کې دوچنده اجر ورکول کیږي.
حضرت محمد صلى الله عليه وسلم فرمایي: د صدقې په ورکړې سره ځان د دوزخ له اوره وساتئ (تبراني)
که چرې دا د ځان لپاره ورځنی هدف نشې ټاکلی درته ستونزمن وي نو په ۱۰ ورځوکې د صدقې لپاره پیسې بیلوه او بیا یې یوه ورځ د اللهﷻپه نوم ورکوه.
ذکر: خپله ژبه د اللهﷻ په یاد لمده وساته د ذکر په واسطه ځان الله پاک ته ورنژدې کړه کوم شی چې کول یې ډیر اسانه او اجر یې ډیر زیات دی.
دعا: په هرحالت کې ریښتنی مسلمان بایدد مؤمنانو نوموړې سلاح(دعا) استعمال کړي. په روژه کې ډیره دعا کوی ځکه چې په نوموړې میاشت کې مسلمان د عبادت په وجه الله ﷻ ته ورنژدې وي او دعا یې قبلیږي. او دا هم له یاده مه باسه کومه دعا چې د زړه له خلاصه وشي الله پاک یې بې ځوابه نه پریږدي.
نو د روژې په میاشت کې خپلې دنیوي مشغولتیاوې کمې کړه او آخرت ته پام وکړه ترڅو ځان د دوزخ له اوره وژغورې. په یادشویو ټکو عمل کول ډیر آسانه دي د هغه چا لپاره چې اللهﷻ آسانه کړي وي.
ـ☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️
⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده⫸
⫷ـ𖣐✯ @HabibiAbrar ✯𖣐⫸
⫷خادم حبیبی ابرار حفظه الله تعالی⫸
ـ◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉