حماس بدري عابر
رنځور په مات زړګي راشم ستا تر خړ مزاره
مات شوی دې له هجره یم په زړه شهیده یاره
اشنا ستا یادونه دي او زه یم توره شپه ده
تویږي مې ګریوان ته مړې مړې اوښکې په کراره
شبګیر وهلې سترګې په غُبار ککړ انځوره
د یاد ډیوه دې بله وي تیاره کې تر سهاره
ستا په بیلتانه مې هر ارمان خاورې ایرې شو
پرهر پرهر زړګی وتلی یم د ژوند له کاره
ستا د یاد کیسې شي ماځیګر شي زړه مې مات شي
ارمان شي لارې لارې وینې څاڅي له پرهاره
خزان وهلی ګل یم د هجران په لارو مل یم
تنها له یاد تصویر سره دې ژوند کوم نګاره
په زړه مات ویر زفلی عابر ستا یاد کې زنګیږي
څڅیږي یې مړې مړې اوښکې جانانه تل په لاره
@Hamas4