نعت شریف
توره تیاره په ټول جهان خوره وه
د وحشـتونو څادر خور په په نړۍ
هر چــا وژلـې ژوندې لوړنې خلکه
وو د زلــمـــونو څادر خور په نړۍ
راغـــی په تورو تیارو لـمر د مینې
جـــهان ته یــې راوړو الهي نظامه
شو راښکاره شپو کې سهر د مینې
رایـــې وړ پـــاک محـــمدي نظامه
د محــــبت بقـا یـې وه شینـــــدله
د نـــــفرتــــو نـو انــــــتها شو نبي
د ځان ځانۍ ریښې یې ختمې کړلې
پــــه جهـــان لمــــر رڼا رڼا شو نبي
راوریــده د خدای رحمت په جهان
بل شـو د دیــدن په د ښمنانو اوره
پسرلــی راغـــی شوه غوټۍ ګلونه
هم پــه خـزان هم په زوځانو اوره
مدینه هـــم وه په یثــرب مشهوره
شوه لات منات او هم عزا نسکوره
په ټول جــهان کې نڅیـدلې ډیـوې
تورې تیارې کړې سپین سبا نسکوره
د نفرتونــو وحـــــشتونــو پای شو
او د الفت شراب کـړه عام محبوبه
د تیارو مـخ ته شولو توره صـــفره
شولو د مینې وحدت جام محبوبه
د دیــن په وجـه ډیـــــر زفلـی نبي
ډیـــر زوریـــدلـــی دردیـــدلی نبي
لـــه مــدیـنـې نــه مهاجــر شو ربه
ډیــــر کــــړیــدلــی کړیـدلـــی نبي
دی د جـــهاد د خـــوږې مينې رهبر
کړې یې خورې وږمې د منیې مینې
د غــه د جبـــر په تـــیاره نـړۍ کې
بلې يې کړې ډیــــوې د مینې مینې
لـــــري څلــــور خواږه یاران ګلونه
صدیق عمـــر علــي عثـــمان ګلونه
د هـــر یو وو د خــوږ جانان عابره
دا د نرګـــس غـــــاټو ریحان ګلونه
حماس بدري عابر
@Hamas4