هر چا سره له ملګرتیا مخکې دې (۸) خبرو ته باید ډير زیات پام وکړئ!
۱ ـ هغه ملګري چې ستاسې په بريا خوشاليږي ښه ملګري دي، خو برعکس کله چې يو قدم پرمختګ کوئ او د دوی خوا بده وي، يا بخيلي کوي د خاصو ملګرو له لېست يې و باسئ.
ښه ملګری چې ستاسې بريا وينې مبارکي درکوي او لامو هڅوي، ستاسې د بريا لپاره جشن نيسي او له زړه نه خوشاليږي.
که غواړئ ښه او بد ملګري معلوم کړئ کله مو چې پرمختګ وکړ متوجه شئ چې کوم ملګری خوشالي ښکاره کوي او څوک ځان غلی نيسي. ښه ملګري تل مرسته کوي چې مخکې لاړ شئ اما بد ملګري مو د پرمختګ خنډ کيږي.
۲ ـ هغه ملګري چې په خوښۍ کې درباندې راټوليږي او په غم کې مو يوازې پريږدي ښه ملګري نه دي، خو هغوی چې په دواړو حالاتو کې لاس درکوي ښه ملګری دی.
هغوی چې د ستونزې په وخت کې ورکيږي او د خوشالۍ په مجلس کې مو په اول قطار کې ناست وي، جعلي ملګري دي، البته د يوه ښه ملګري تر ټولو غټه نښه هم داده چې په هر ډول شرايطو کې ستاسې خوا پرېنږدي او درسره مرسته وکړي.
۳ ـ د ښه ملګري يوه بله نښه دا ده چې درسره وي د راحت احساس ورسره کوئ، ځکه دی ستاسې په ډېرو هغو ځانګړنو پوهيږي چې نورو ته معلومې نه دي، ستاسې ذوق، شخصيتي ځانګړنې او مزاج ورته معلوم دی، نو داسې چلند کوي چې ستاسې وخت ښه تېر شي.
۴ ـ ښه ملګري مو ملاتړ کوي، ډاډ درکوي او هڅوي مو، دوی ستاسې په نفس باور زياتوي او د کارونو ستاينه مو کوي.
۵ ـ د ښو ملګرو بل راز دادی چې تل ريښتيا درته وايي.
۶ ـ له ښه ملګري سره مو که کومه ستونزه راغله غټوي يې نه، بلکې بښنه کوي او روابط يو دم نه پرې کوي. دغه ملګري پوهيږي چې نيت مو بد نه دی، که کوم تېروتنه کوئ درک کولی مو شي.
۷ ـ ښه مګلري خبرې نه درپسې کوي، بد رد نه درپسې وايي او له ښو صفتونو مو پرده پورته کوي.
هغوی چې منفاقت او شيطانت کوي بايد ژر يې و پېژنئ او اړيکي ورسره کم کړئ، دوی ستاسې د هيلو دښمن دي او ستاسې شخصيت ته احترام نه لري.
۸ ـ د ښو ملګرو يو بل خاصيت دا دی چې بخيلي نه کوي، که تاسې له بل کس سره هم غواړئ ملګرتيا وکړئ د ده لپاره ستونزه نشته، دی ستاسې سره اړيکې په آسانه نه قطع کوي.
ـ د ښه ملګري وروستۍ ځانګړنه داده چې ستاسې سره زښته زياتې خاطرې لري، خلاصې او طنزي خبرې مو سره کړې، خندلي مو دي، ټوکې مو کړې او له هغوی سره مو داسې وختونه تېر کړي چې ستاسې په حافظو کې ثبت دي
کاپي